۳- د هوا اختيار :
الف : د رسول الله صلی الله عليه وسلم له مجعزاتو څخه يو معجزه دا وه چې ورځې به د الله تعالی په اذن د رسول الله صلی الله عليه وسلم اطاعت کولو[1] .
ب : الله تعالی په باد سره د خپل نبي صلی الله عليه وسلم نصرت کوي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ إِذْ جَاءتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا …][2]
۴- په حيوان ، انسان او جن کې تصرف کول :
الف : د عبدالله بن عتيق لاس مات شو رسول الله عليه وسلم په هغه باندې خپل لاس کش کړ ، داسې جوړ شو لکه چې هيڅ مات شوی نه وي[3]
ب ) : کله به چې رسول الله انسان ته مخاطب شو نو جن به ورڅخه وتلو او داسې به يې ويل : «اخرج عدو الله، أنا رسول الله »[4] .
ژباړه : ووځه د الله دوښمنه ، زه د الله رسول يم .
۵- د کاڼې او ونو شهادت :
الف): د ډبرو شهادت :
حضرت علي رضی الله عنه فرمايي: « كنت مع النبي صلی الله علیه وسلم بمكة فخرجنا في بعض نواحيها فما استقبله جبل ولا شجر إلا وهو يقول السلام عليك يا رسول الله» (رواه سنن ترمذي).
ژباړه: زه د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم سره د مکې مکرمې اطرافو ته ووتم نو هرې ډبرې او ونې به رسول الله صلی الله عليه وسلم ته داسي ويل: السلام عليک يا رسول الله!
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«إِنِّى لأَعْرِفُ حَجَرًا بِمَكَّةَ كَانَ يُسَلِّمُ عَلَىَّ قَبْلَ أَنْ أُبْعَثَ إِنِّى لأَعْرِفُهُ الآنَ » [5].
ژباړه: زه هغه ډبره پېژنم چي په مکه کي به يې زما تر بعثت مخکي ما ته سلام وايه، يقيناً اوس يې هم پېژنم.
ب): د احد غره بې قراره کيدل :
حضرت انس رضي الله عنه فرمايي چي يوه ورځ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ، ابوبکر، عمر او عثمان رضي الله عنهم د احد غر ته وختل نو غر (د خوښۍ څخه) وښورېدی رسول اکرم صلي الله عليه وسلم پخپله پښه ووهی او ورته ويې فرمايل:
«اثبت أحد فإنما عليك نبي وصديق وشهيدان»[6] .
ژباړه: ودريږه اې احده! پر تا باندي يو نبي، يو صديق او دوه شهيدان ولاړ دي.
د غره ښورېدل او د حضرت عمر او حضرت عثمان رضي الله عنهما د شهادت وړاندوينه د رسول کريم صلی الله علیه وسلم معجزه ده.
ج): مړ حيوان خبر ورکوي
ابوهريره رضي الله عنه روايت نقلوي او فرمايي:
لَمَّا فُتِحَتْ خَيْبَرُ أُهْدِيَتْ لِرَسُولِ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم شَاةٌ فِيهَا سَمٌّ ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم « اجْمَعُوا لِى مَنْ كَانَ هَا هُنَا مِنَ الْيَهُودِ » . فَجُمِعُوا لَهُ فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم « إِنِّى سَائِلُكُمْ عَنْ شَىْءٍ فَهَلْ أَنْتُمْ صَادِقِىَّ عَنْهُ »….. قَالُوا نَعَمْ . فَقَالَ « هَلْ جَعَلْتُمْ فِى هَذِهِ الشَّاةِ سُمًّا » . فَقَالُوا نَعَمْ . فَقَالَ « مَا حَمَلَكُمْ عَلَى ذَلِكَ » . فَقَالُوا أَرَدْنَا إِنْ كُنْتَ كَذَّابًا نَسْتَرِيحُ مِنْكَ ، وَإِنْ كُنْتَ نَبِيًّا لَمْ يَضُرَّكَ [7].
ژباړه: کله چي خيبر فتح شو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو په زهرو لړلی پسه راوړل شو، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل چي د دغه ځای يهود ما ته راټول کړئ، يهود ورته راټول کړل شول… نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: که زه ستاسو څخه د يو شي پوښتنه وکړم ايا تاسو به رښتيا راته وواياست؟ هغوی وويل: هو، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ايا پدې پسه کي مو زهر اچولي دي؟ هغوی وويل: هو، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه ځني وکړه چي په کومه وجه مو داسي وکړل؟ هغوی وويل: موږ اراده لرل چي که ته کاذب وې نو ستا څخه به په استراحت شو او که نبي وې نو ضرر به در ته ونه رسوي.
آن لاين اسلامي لارښود
[1] – البخاري ۲/۴۱۳ ، مسلم ۲/۶۱۴.
[2] – سوره الاحزاب :۹ .
[3] – البخاري مع الفتح ، كتاب المغازي ، باب قتل أبي رافع ۷/ ۳۴۰.
[4] – رواه مسند أحمد .
[5] – رواه مسلم .
[6] – رواه البخاري .
[7] – رواه البخاري .