آيا انسان سپوږمۍ ته ختلای شي ؟

 

آیا انسان سپوزمۍ ته ختلای شي اوکه نه ؟
هو انسان سپوزمۍ ته پورته شوی دی (فتاوی ابوالمختار – فتاوی يوسفيه ج۱ ص ۴۰۰).
 

د مسواک اندازه څومره پکار ده
په درالمختار کې راغلی دی چه مسواک يوه لويشت مستحب دی ،علماؤ په شروع کې د يوی لويشتی په اندازه خوښ کړی دی يعنی د لويشتی څخه کم پروا نلری تر لويشت بايد ذيات نه وي .
 

د مصنوعی اندامو د اودس حکم
مصنوعی اندامونه پر دوه ډوله دی
۱- هغه چې بدون له عملياتو (اپريشن) څخه د لری کيدو امکان نلري چې له بدن څخه جلا شي دا ډول اندامونه د اصلی اندامو حکم لری په غسل او که د اودس کوم اندام وي پر هغه به هم اوبه اچوي .
۲- هغه اندامونه چې په آسانی سره له بدن څخه جلا کيدای شي هغه به د غسل په وخت کې يا د اودس په ځای کې وي لری کيږي او اصلی ځای ته به اوبه ورسوي (جديد فقهی مسائل ج۱ ص ۲۴) .
 

که په غسل کې يو ځای په هيره سره پاتی شي ؟

د همغه ځای ميتځل کافی دی دوباره غسل کولو ته ضرورت نشته (حلبی کبيرص ۵۰ منية المصلی ص ۱۸) .

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 71 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. که څو غاښ ډک کړی او د غاښ د ډکولو یا دغاښ ایښودلو په حالت کی اودس ونلری او یا په جنابت کی وی هغه به ځنګه کوی