د کومو حشراتو وژل روا دي ؟

دهرڅه له مخی خپل د دمینی ډک سلامونه او دنبی کریم (ص)غوره تحفه السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وړاندی کوم.
پسله سلامه الله (ج) دی موږ ټول مسلمانان وړونو اوخویندوته دنورومسلمانانو وروڼو اوخویندو له ازارولو څخه پنا راکړی.
محترم وروره
ډیر ښه مطلب ته مو اشاره کړی ده الله (ج) دی خیر درکړی خو زه یوه پوښتنه لرم هغه داچه دیوی مضرې حشرې یا خزندی(غوماشه،مچ،غالبوزه،مار،لړم…..نور)وژل څنګه کاردی.اوکه یو مسلمان ورور یو مضره حشره یاحیوان(غوماشه،غالبوزه،مچ،مار……نور) ددې  لپاره پریږدی چی دا د الله پاک مخلوق دی اوپه هغه ځای کی نورمسلمانان هم نه وی چی دغه مزره حشره یاحیوان ازار ورته ورسوی.ددغوحشرو وژل اویا هم ژوندی پریښول څنګه کاردی که یی دشرعت په ړنا کی راته روښانه کړی خیربه مووی…مننه
ستاسو وړونو د لا زیاتی کامیابی په هیله ستاسو ورور احمد یسار(خجندی)
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په کور يا بل استوګن ځای کې چې کوم حشرات وي يا دهغه ځالګۍ وي د هغه بې دليله وژل جايز نه دي .
نه تنها ميږيان بلکې نور حشرات هم تر هغه وخت چې چا ته يې ضرر نه وي رسولی وژل يې جايز نه دي .
د ابي هريرة رضی الله عنه په روايت سره يوه حديث شريف رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«قَرَصَتْ نَمْلَةٌ نَبِيًّا مِنَ الْأَنْبِيَاءِ فَأَمَرَ بِقَرْيَةِ النَّمْلِ فَأُحْرِقَتْ، فَأَوْحَى اللَّهُ إِلَيْهِ: أَنْ قَرَصَتْكَ نَمْلَةٌ أَحْرَقْتَ أُمَّةً مِنَ الأُمَمِ تُسَبِّحُ». (بخارى:3019)
ژباړه : له پيغمبرانو يو پيغمبرعليه سلام مږې وچيچلو وروسته هغه په امر وکړ چې د مږيانو کور ته اور واچوی ،الله تعالی هغه ته وحي وليږله چې ته يوه مږې وچيچلې خو تا يو امت چې تسبيح ويونکی وو وسوزولو .
نو که چيرې حشرات ضرر رسونکي وي وژل يې جايز دي مګر په دې شرط چې په اور به نه سوزول کيږي بلکه پر کوم بل حشره کش به وژل کيږي .
ځکه پيغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ  فرمايي:« خَمْسٌ فَوَاسِقُ يُقْتَلْنَ فِي الْحِلِّ وَالْحَرَمِ الْغُرَابُ وَالْحِدَاَةُ وَالْفَأْرَةُ والعَقرَبُ وَالْكَلْبُ الْعَقُورُ» بخاري 1829، و مسلم 1198 يعني: « پنځه ځناور په حل او حرم کې وژل کيږي کړاغ يا کارغه ،مار،موږک ،لړم او بوی ناک سپی (مضر سپی » .
د مکې مکرمې علماء کرام ليکي ددې پنځو ځناورو نه علاوه که نور مضر ځناور وي همدا حکم لري مثلاً که غالبوزه وي او ضرر رسوي .
نوټ : که مو په استونځيو کې مږيان ځالې يا لارې جوړي کړي او تاسې ته ضرر رسوي نو د النمل د سورت دغه مبارک آيت (يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لاَ يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ ) ور باندې چوپ کړئ يا د قرآن کوم بل آیت چې تاسې ته ياد وي ان شأء الله مږيان به ډير ژر د تاسې له استوګنځيو څخه پاک کډه شي .
آن لاين اسلامې لارښود
Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. سلامونه موومنئ گران او قدرمن وروره شئ موضوع ته مواشاره ده
    خدائ مونورهم کمياب اوبريالي لره