د ديموکراسۍ او الحاد تر منځ علاقه

د ډيموکراسۍ او سيکولرزم يا الحاد رابطه او تعلق داسې دی لکه د فرع له اصل سره ، او رابطه د يوې خبيثې ميوې له ونې سره .

سيکولرزم او يا الحاد اصل دی چې يو معاصر کفري مذهب دی چې د دنيا د ټولو چارو څخه لکه : سياست ، ټولنه ، اقتصاد ، اخلاق او قانون څخه يې دين په کلي ډول لرې کړی دی.

او ډيموکراسي د سيکولار فرع يا سياسي برخه ده چې د سياست له ټولو څانګو څخه یې دين لری کړی .

ولی ددېن څخه انکار ؟ او ولی د خلکو حکم ؟

د ديموکراسې تاريخ معلوم دی کوم چې د غرب د منحرم مسيحيت پيروانو کې رامنځته شوه .

هغه مسيحيت چې کاملاً تحريف او دخپلو خواهشاتو او هوا موافق يې ګرځولی وو ، هغه مسيحيت چې يوازې د کليسا په ديوالونو را بند شوی وو لمونځ يې سندرې او موسيقي د نارينه او ښځو تر منځ کډ رقص او نچا يې رهانيت وو او د خلکو په عقايدو يې سوداګري کوله خلکو ته به يې د بښنې سندونه ورکول ، د علم او علماوو پر وړاندې يې سخت دريځ غوره کړی وو نو هماغه وو چې خلک ددې منحرف او خودساخته دين څخه انکار وکړ يو کفر يې پر بل کفر بدل کړ له يو منحرف دين څخه الحاد ته وواښتل .

او دا چې ولي د ټولو خلکو حکم چې دوی يې ټولنيز تړون يا (social contact) ورته وايي دا ځکه د کليسا فاسدو واکمنانو خپلو ظلمونو او فسادونو ته ديني رنګ ورکولو او د هر څه واکدار يې خپل ځان بللو نو ځکه يې پر وړاندې مفکرين را پورته او ويې ويل : چې حکم او واک به د ټولو خلکو وي هماغه وو چې د کليسا د واکدارانو پر ځای واک ماداره طبيقې وسپارل شو .

حقيقة الديمقراطية / محمد شاکر الشريف

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email