د لمانځه وختونه

د لمانځه وختونه په قرآني آيتونو کې داسې بيان شوي دي :

[أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا] (الاسراء ۷۷).

ژباړه :لمونځ قائم کړه د لمر له زوال نه د شپې تر تيارې (د ماسپښين ، مازديګر ، ماښام او ماسختن لمونځ ادا کړه ) او د سهار قرآن هم ( سهار لمونځ کوه) ځکه چې د سهار قرآن ته د شپې او ورځې دواړه ملائکې حاضريږي.

[وَأَقِمِ الصَّلاَةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِّنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّـيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ] (هود ۱۱۴).

ژباړه: او لمونځ کوه د ورځې په دواړو اړخونو او د شپې په اوږدو کې يقيناً چې نيکي بدي له مينځه وړي.

د [طَرَفَيِ النَّهَارِ] نه مطلب د ورځې اول اړخ نه سهار او د ورځې د دوهم اړخ نه ماسپښين او مازديګر مراد دي .

د [وَزُلَفًا مِّنَ اللَّيْلِ] نه مطلب د ماښام او ماسختن لمونځونه دي .

ځنې مفسرين د [وَزُلَفًا مِّنَ اللَّيْلِ] نه مطلب د سهار ، ماښام او ماسختن لمونځونه بولې او د د [طَرَفَيِ النَّهَارِ] نه مطلب د ماسپښين ، مازديګر لمونځونه بولې (تفسير القرطبي سوره هود )

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« نَزَلَ جِبْرِيلُ فَأَمَّنِي فَصَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ يَحْسُبُ بِأَصَابِعِهِ خَمْسَ صَلَوَاتٍ» (بخاري)

ژباړه: جبرل نازل شو او ما د هغه په امامت له هغه سره لمونځ وکړ،بيا مې ورسره لمونځ وکړ، بيا مې ورسره لمونځ وکړ، بيا مې ورسره لمونځ وکړ، بيا مې ورسره لمونځ وکړ،په ګوتو سره يی پنځه لمونځونه حساب کړل.

کله چه رسول الله صَلي الله عليه و آله و سلم معاذ بن جبل رضی الله عنه يمن ته لېږلو هغه ته يې داسې وفرمايل:«ادْعُهم إِلَى: شهادةِ أنْ لا إله إلاّ اللّهُ وأني رسولُ اللّهِ، فإن هُمْ أطاعوا لذلك فأَعْلِمْهُم أنّ اللّهَ افترَضَ عليهم خَمسَ صَلواتٍ في كلّ يومٍ وليلة، فإن هم أطاعوا لذلك، فأَعْلِمْهُم أنّ اللّهَ افترضَ عليهم صدقةً في أموالِهمْ، تُؤخَذُ من أغنيائهم وتُرَدُّ على فُقَرائهم» (البخاري ۱۳۷۷ ) .

ژباړه: هغوی دعوت کړه په شهادت د شهادةِ أنْ لا إله إلاّ اللّهُ وأني رسولُ اللّهِ پس که هغوی دا دعوت قبول کړ،نو بيا يې پوه کړه چې الله تعالی فرض کړي پرتاسې په هره شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه بيا يې چه لدې حکم څخه پيروي وکړه نو خبر يې کړه چه الله تعالی پرتاسې صدقه (زکات ) فرض کړی ،چه د مالدارو د هغوی نه به اخستل کيږي پر فقرآء او تنګلاسو د هغوی به ويشل کيږي.

مګرشيعيه چه د پنځو وختو لمونځونه په دريو وختو کې کوي صريح مخالف له قرآن او احاديث د رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره کوي .

په دې اړه محمد عبدا لطيف انصاری مدني په خپل کتاب (يا غافلاً عن الصلاة) کې داسې ليکي:

حضرت علی (رضی الله عنه) د خپل خلافت په دوران کې د اسلامی خلافت ټولو واليانو ته داسې مکتوب وليږه او په هغه مکتوب کې د پنځه وخته لمانځه واضح حکم شوی دی .

دغه حکم له کتاب نهج البلاغه چه معتبرترين کتاب پس له قرآن کريم په نزد د شيعيه ګانو دی نقل کوم:

«أَمَّا بَعْدُ فَصَلُّوا بِالنَّاسِ اَلظُّهْرَ حَتَّى تَفِي‏ءَ اَلشَّمْسُ مِنْ مَرْبِضِ اَلْعَنْزِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْعَصْرَ وَ اَلشَّمْسُ بَيْضَاءُ حَيَّةٌ فِي عُضْوٍ مِنَ اَلنَّهَارِ حِينَ يُسَارُ فِيهَا فَرْسَخَانِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْمَغْرِبَ حِينَ يُفْطِرُ اَلصَّائِمُ وَ يَدْفَعُ اَلْحَاجُّ إِلَى مِنًى وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْعِشَاءَ حِينَ يَتَوَارَى اَلشَّفَقُ إِلَى ثُلُثِ اَللَّيْلِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْغَدَاةَ وَ اَلرَّجُلُ يَعْرِفُ وَجْهَ صَاحِبِهِ » (ليک ۵۲ نهج البلاغه).

اما بعد! د ظهرلمونځ له خلکو سره تر هغه ادا کړئ چه د لمر سيوری په اندازه د ځای د وزی د چملاستي شی،او د عصر لمونځ له هغوی سره هغه وخت ادا کړئ چه لمر سپين وي او دومره پاتې وي چه دوه فرسنګه لاره طی شي،او د مغرب لمونځ هغه وخت ادا کړئ چه روژه دار روژه ماتوي او حاجی منا ته روانيږي ،او د ماسختن لمونځ له هغوی سره ادا کړئ د شفق له ورکيدو څخه  تر دريمې حصې د شپی پوری يې ادا کوئ ،او د سهار لمونځ هغه وخت له هغوی سره ادا کوئ چه هرڅوک يو او بل وپيژني .

دا ؤ د پنځه وخته لمونځونو د اوقاتو په اړه د حضرت علي رضی الله عنه فرمان .

خو بيا هم هغه کسان چه د حضرت علی (رضی الله عنه)   د محبت دعواوې کوي ولې پنځه وخته لمونځونه په دريو وختونو کې ادا کوی؟ ،دغه عمل له قرآن ،سنتو او د حضرت علی رضی الله عنه له حکم سره ښکاره مخالفت نه دی ؟

د لمانځه د اداکولو وختونه :

۱– د سهار د لمانځه وخت : د صبح صادق څخه شروع تر لمر ختلو پورې .

صبح صادق : رښتنې سبا ته وايي چې د صبح کاذب (درواغجن سبا) څخه وروسته پيل کيږي رښتنی سبا يا د سپېدو چاودل عبارت له هغه سپينوالي څخه دي چې د آسمان په څنډو کې خپرېږي .

په دليل د دغه حديث شريف :ووقت صلاة الصبح من طلوع الفجر، ما لم تطلع الشمس (المسلم ) .

يعنې : د سهار د لمانځه وخت د سبا ختلو (رښتنې سبا) څخه تر لمر ختلو پورې دی .

۲– د ماسپښين د لمانځه وخت :دلمر له زوال څخه شروع آخر وخت يې کله چه دهر شي سيوری د اصلی سيوري سربيره دوچنده شي .

د لمر زوال : کله چې لمر د استوا (برابرۍ ) نه د لمر لوېدو په طرف ميلان وکړي .

د صاحبينو په نزد آخر وخت کله چې د هر شي سيوری د هغه په مثل شي او د امام ابوحنيفه په نزد کله چې د هر شي سيوری د هغه دوچندی ته ورسيږي د امام ابوحنيفه دليل دا حديث شريف دی :

«أبردوا بالظهر، فإن شدة الحر من فيح جهنم» (البخاري)

يعنې : د ماسپښين لمونځ لږ وروسته ادا کړئ تر څو هوا لږ سړه شي ځکه ډيره ګرمه هوا د دوزخ نفس دی.

او د هغوی په ديار کې به چې کله سيوری د شي برابر شو نو د ګرمۍ شدت به وو .

مګر د لمانځه د شروع وخت په اتفاق د فقهاؤ د زوال څخه پيل کيږي ، لقوله سبحانه وتعالی: [أقم الصلاة لدلوك الشمس](الإسراء).

ژباړه :قائموئ لمونځ ورسته له زواله د لمر.

۳– د مازديګر د لمانځه وخت : د ماسپښين د لمانځه د وخت په ختميدو سره د مازديګر وخت پيل کيږی تر لمر لوېدو پورې .

په دليل د دغه حديث شريف :«إِذَا أَدْرَكَ أَحَدُكُمْ سَجْدَةً مِنْ صَلاةِ الْعَصْرِ قَبْلَ أَنْ تَغْرُبَ الشَّمْسُ، فَلْيُتِمَّ صَلاتَهُ، وَإِذَا أَدْرَكَ سَجْدَةً مِنْ صَلاةِ الصُّبْحِ قَبْلَ أَنْ تَطْلُعَ الشَّمْسُ، فَلْيُتِمَّ صَلاتَهُ». (بخارى:556)

ژباړه : هر چا چې يو رکعت د مازديګر له لمانځه څخه د لمر لوېدو مخکې وموند هغه خپل لمونځ کامل کړ او هر چا چې يو رکعت د سهار له لمانځه څخه د لمر ختلو مخکې وموند پاتې لمونځ دې ادا او پوره کړي .

مګر په اتفاق د فقهاؤ کله چې لمر زيړ شي د مازديګر لمونځ کول مکروه دي په دليل د دغه حديث شريف :“تلك صلاة المنافق، تلك صلاة المنافق، تلك صلاة المنافق، يرقب الشمس حتى إذا كانت بين قرني شيطان قام فنقر أربعاً لايذكر فيها إلا قليلا” (رواه المسلم).

يعنې : دا د منافق لمونځ دی ، دا د منافق لمونځ دی ، دا د منافق لمونځ دی چه سړی ناست وي د لمر انتظار کوي تر څو ښه زيړ شي او د شيطان د دوه ښکرو په مينځ کې راشي – نو پاڅي څلور تونګې ووهي او په دې کې الله ډير کم ياد کړي .

۴– د ماښام د لمانځه وخت : د لمر لويدو نه ورسته شروع کيږي او د شفق د سوروالی له منځه تللو پورې .

په دليل د دغه حديث شريف : «وقت المغرب ما لم يغب الشفق» (المسلم) .

شفق د امام يوسف ، امام محمد ، امام شافعی او امام احمد په نزد سوروالی دی په دليل د قول د ابن عمر «الشفق: الحمرة» (دارالقطني و ابن خزيمة)
د امام ابوحنيفه په نزد هغه سپينوالی دی چې افق کې خپرېږي او وروسته د سوروالی څخه پاتې کيږي او بيا تياره څرګنديږي.

په دليل د دغه حديث شريف : «وآخر وقت المغرب إذا اسود الأفق» (الترمذي)

يعنې : د ماښام آخر وخت هغه دی چې په افق باندې تياره خپره شي.

د دوو شفق تر مينځ دری درجې فرق دی او هره درجه څلور دقيقې کيږي يعنې د دوو شفق تر مينځ ۱۲ دقيقې فرق دی .
وعند أبي حنيفة: هو البياض الذي يستمر في الأفق ويبقى عادة بعد الحمرة، ثم يظهر السواد، وبين الشفقين تفاوت يقدر بثلاث درجات، والدرجة أربع دقائق(فقه الاسلامي وادله ) .

۵– د ماسختن د لمانځه وخت : د سوروالي د ورکيدو نه پس تر صبح صادق پوری د ماسخوتن د لمانځه وخت دی .

چې رابطه العالم الاسلامي د حساب له مخې زمونږ په هيواد کې د ماښام د لمانځه د اول وخت څخه تقريباً يو نيم ساعت (۱:۳۰) وروسته د ماسختن د لمانځه وخت داخليږي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 186 times, 1 visits today)