د نجلی پيدا کيدو په صورت کې د هغې مور منحوسه ګڼل

 نجونو پيدا کيدل منحوس ګڼل او يا د هغې مور منحوسه او سپره ګڼل او د هغې حقارت او سپکاوی سخته ګناه او د اسلام څخه مخکې د جاهليت د زمانې باطله عقيده ده .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ، يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ]([1] ).

ژباړه: او کله چې د دوی کوم يوه ته د لور د پيدايښت خبر ورکړ شي نو مخ يې تک تور، له قهره او غضب نه ډک وي. د هغه دې بد زيري له کبله چې پرې شوی له خپل قوم نه پټ ګرځي او په دې فکر کې وي چې له سپکوالي سره يي وساتي او که ژوندی يي په خاورو ننه باسي.

د صفرې مياشت منحوسه او سپره ګڼل

د صفرې مياشت منحوسه او سپره ګنل د جاهليت د زماني خرافاتي عقيده ده ، مسلمانان د صفرې مياشت د کاميابۍ او خير « صفر المظفر ، صفر الخير » بولي ([2]).

[1] – سوره النحل ۵۸-۵۹ .

[2] – د ابوالمختار حنفی فقه ص ۱۵۴– فتاوی يوسفيه ج ۱ ص ۳۵۹ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email