د ځنو شيانو سپره ګڼلو خرافات

 پوښتنه : د نوکانو پریکول په کوټه کی کوم نقصان لری؟ لکه څنګه چې خلګ ډیرې خطرناکې معناوې ترې باسي او همدارنګه د پښو او لاسو نوکان په یوه ورځ پرې کول څه تاوان لري؟ لکه چې ددې په هکله هم خلګ مختلف تاوانونه بیانوي وایي چی غم او ښادي یې په یوه ورځ تر سره کیږي او داسې نور؟ 

ځواب :دغو شيانو ته توهم پرستي يا سپره والی وايي په اسلام کې ددې هيڅ اصل نشته چا ته چې څه ورپښيږي هغه به يې خپل عمل وي .

د توهم پرستی څو مثالونه دا دي :

د شپې جارو وهل ، د چهارشنبې په ورځ د نوکانو پرېکول ، د شپې لخوا د نوکانو پرېکول ، په يوه ورځ د ويښتانو او نوکانو پرېکول ، په يوه ورځ د پښو او لاسونو د نوکانو پرېکول ، د نوکانو پرې کول په کوټه يا اتاق کې او نور ښه نه بولي دوی وايي چې داسې کول نستي او د رزق تنګي راولي .

دا هر څه غلط دي دا محض توهمات دي په شريعت کې ددې هيڅ اصل نشته ([1]).

آن لاين اسلامي لارښود



[1] حنفي فقه ابوالمختار ج۱ ص ۱۵۸ – فتاوي يوسفيه ج ۱ ص ۳۶۲ .

Print Friendly, PDF & Email