د جنازې ، دفن او قبرونو بدعتونه

– د مړي څخه د حائضې او نفاسې ښځې لرې ساتل([1]) .

۲- دا اعتقاد لرل چې د مړي روح په هغه ځای باندې ګرځي په کوم ځای چې وفات شوی وي .

۳- په کوم ځای چې مړي ته غسل ورکړ شوی وي په هغه ځای باندې دری ورځې چراغ بل ساتل .

۴- مړي ته د غسل پر مهال خاص اذکار او دعاګانې لوستل .

۵- په کفن باندې د اذکارو او اعيه ليکل .

۶- د جنازې سره د هغه تصوير او يا ګلان ايښودل .

۷- دا اعتقاد لرل چې که مړی صالح وي نو جنازه يې سپکه وي .

۸- د جنازې د لمانځه پر مهال د نجاست او غذر پرته د بټانو ايستل .

کچېرې په بوټونو باندې نجاست نه وي نو د جنازې لمونځ د بوټونو سره او همدارنګه بوټونو ايستلو دواړو حالاتو کې جايز دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : إذَا صَلَّی أَحَدُکُمْ فَلْيَخْلَعْ نَعْلَيْهِ بَيْنَ رِجْلَيْهِ ، أَوْ لِيُصَلِّ فِيهِمَا (رواه حاکم ).

نو د جنازې په لمانځه کې د بوټونو په ايستلو باندې الزام لګول او د بوټونو نه ايستل بد ګنل په دين کې بدعت دی .

۹- د مړي د پور او قرض په خلاصولو کې غفلت او يا يې بالکل ترک کول او د هغه پر ځای د نوم او شهرت خيراتونه کول ځکه که نوم او شهرت يې مطلب نه وای د مړي روح ته يې ایصال ثواب مطلب وای نو هغوی به د شريعت موافق  لومړی د هغه قرضونه ادا کولای .

وَعَنْ أَبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه، عَنِ النَّبِيِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: «نَفْسُ المُؤْمِنِ مُعَلَّقَةٌ بِدَيْنِهِ حَتَّى يُقْضَى عَنهُ» (رَوَاهُ أَحْمدُ وَابْنُ مَاجَه وَأَبُو يعْلى وَالتِّرْمِذِيُّ –وَحَسَّنَهُ).

ژباړه: له ابی هريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي : د مسلمان سړي روح د هغه د قرض سره تړلې وي تر هغه پورې

څو يې قرض ادا شي .

۹- پر قبر باندې خوراک ايښودل تر څو خلک يې وخوري بدعت دی

ځکه د ایصال ثواب او خيرات لپاره قبر او بل او خاص ځای شرط نه دی.

۱۰- د زيارت لپاره د وخت ټاکل لکه : د عيد ورځ ، د عاشورا ورځ او نور، مګر که څوک په دې نيت کوم وخت مثلاً د جمعې ورځ انتخاب کړي چې په دغه ورځ فراغت وي باک نلري .

۱۱- په جومات کې د مړي دفن کول .

۱۲- د دفن وروسته په اجتماعي ټوګه په زوره کلمه ويل او په قبر باندې آذان کول اصل نلري(2) .

۱۳- په قبرونو کې چراغ يا شمع بلول چې د حديث په نص سره حرام دی رسول الله صلی الله عليه وسلم  په قبرونو باندې په چراغ بلونکو لعنت فرمايلی دی(1) .

۱۴- څادر غوړول يا په رخت کې پوښل وغيره چې ددې څخه هم په حديث کې صريح مخالفت شوي دی(1).

۱۵- د مړو په نوم نذر منل چې مطلق حرام شرک دی(1) .

۱۶- بيا د نذر تبرک ګڼل او د هغی خوړل او تقسيمول حرام دي(1).

۱۷- په قبرونو ساز او سرود کول ساز او سرود خو هسی هم حرام دی چې د هغی په ممانعت کې ډير احاديث راغلي خو د قبرونو پر سر باندې د جرم د پاسه جرم دی (1).

۱۸- په قبرونو باندې د ښځو جمع کيدل کچېرې د غم د تازه کولو ، ژړا او نورو منکراتو لپاره وي په اړه دا حديث راغلی «لعن الله زائِرات القبور» يعنې: (الله تعالی لعنت کړی دی پر هغو ښځو چه د قبرونو زيارت وکړي) او که د پورته منکرات پرته وي باک نلري. (1)

 وزيارة النساء إن كانت لتجديد الحزن والبكاء والندب على ما جرت به عادتهن لا تجوز، وعليه حمل حديث «لعن الله زائرات القبور» فإن كانت للاعتبار والترحم من غير بكاء، فلا بأس.

۱۹- د قبرونو پوخ او اوچت جوړول « نهى رسول الله صلی الله عليه وسلم  أن يُجَصَّصَ الْقَبْر وَأَنْ يُقْعَدَ عَلَيه وَأَن يُبْنى عَلَيه أو يَزاد عليه أو يُكتب عليه» (1)

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم  منع فرمايلی د قبر له پوخ جوړولو،په هغه باندې کښيناستل ،يا دڅه شی زياتول ،د هغه لپاره عمارت جوړول ،يا په هغه ليکل (د نوم او تاريخ وغيره ليکل هم پدی نهی کې شامل دی ).

مګر د قبر نښه کول په ډبره يا بل شی جائز دي(1) .

۲۰- د قبر نه طواف کول چې قعی حرام دي (ملا علی قاری رحمه الله وايې طواف يواځې کعبې شريفې ته خاص دی او بس ) او که د عبادت په نيت وي کفر دی (1).

۲۱- قبر يا زيارت ته سجده کول که قصداً وی صريح کفر دي او که بې قصده وي ګناه کبيره ده (1) .

۲۲- مړو ته د ثواب رسولو جايز دي ، ايصال ثواب روح د خپلوانو او عامو مؤمنانو ته کار دخير او موجب د اجر دی مګر د ورځې ،نيټې ،دريمه ،څلويښتمه ،کال اوغيره مقررول نه دي په کار (1).

۲۳- د جنازې د لمانځه نه پس امام خلکو ته وايې چې دری ځله قل هو الله ووايئ او ثواب يې دغه مړی ته وبښئ دا کار شرعاً څنګه دی ؟

ځواب فتاوی دارالعلوم ديوبند : «اقوال وبه نستعين» صحيح ده خو عالم صيب ته ددی د فرمان څه ضرورت نشته او د صحابه کرامو او تابعينو او امامانو د دين نه دا عمل ثابت نه دی، د جنازی لمونځ کافی دی «ولکم فی رسول الله اسوة حسنه» والله اعلم (1).

۲۴- داولياء کرامو او نيکو خلکو د قبرونو ښکلول د هغه د قبر خاورې مبارکې ګنل او د قبر څخه طواف کول ټول حرام دي ،دا ټول د نصاراؤ او کفارو د عبادت طريقې دي (1).

۲۵- د مړې د ارواح لپاره د قرآنکريم د تلاوت دپاره د قاري اجاره کول بدعت دی په دې عمل باندې نه لوستونکي ته او نه هم مړي ته ثواب شته ځکه چې دا دنيا د کسب د پاره دی (1).

کفايت المفتي ليکي: مګر که مخکې د څه منلو نه علاوه او د خپله انده څه پيسی ورکړل شي باک نه لري (1).

په ځنو ځايونو کې د مړې خښولو په وخت کې آذان لوستل کيږي چې دا کار بدعت او په دين کې هيڅ اصل نلري ([2]).

آن لاين اسلامي لارښود


– مفهوم البدعة ص ۱۷۹ .[1]

([2]) – فتاوی دار العلوم ديوبند ۳۷- ۵۲ ص ، کفايت المفتي جلد اول ، فتاوی البلد الحرام ص ۲۲۲ .

Print Friendly, PDF & Email