د ماشوم د ولادت نا روا دودونه

۱- په ځنو سيمو کې دا رواج دی چې لومړی اولاد بايد د پلار په کور کې وي او داسې کول لازم ګڼل او بل ځای يې ولادت منحوس ګنل نا روا او شرک دی ځکه د نفع او ضرر مالک رب العالمين دی .

۲- په ځنو سيمو کې دا رواج دی چې کله يو ښځه لومړی ځل حامله شي نو د هغه په لمن کې اووه قسمه ميوه اچول کيږي او ويشل کيږي چې دا هيڅ اصل نلري ، او په ځنو ځايونو کې رواج دی چې کله کومه ښځه حمل ضايع کړي نو توره يا چاقو ږدې په دې عقيده سره چې نور له مصيبت څخه لرې شوه دا هم شرک او نا روا خرافات دي .

۳- په ځنو ځايونو کې په مړي پسې د خيرات لپاره او يا هم د نوي پيدا شوي ماشوم د سوغاتونو لپاره له کورونو څخه پيسې جمع کيږي او په

هغه باندې الزام لګول کيږي که څوک لري او که نه حتماً به په دې کومک کې برخه اخلي .

۴- ښځه به د ولادت څخه وروسته څلويښت ورځې لمونځ نه کوي حال دا چې د نفاس دوره د ښځې په عادت پورې اړه لري چې ځنې ښځې ۱۵ ورځې ، ۲۰ ورځې او يا ۲۵ ورځې وروسته پاکيږي کله چې د نفاس وينه ودريږي نو غسل به کوي او لمونځ به ادا کوي د نفاس زياته موده څلويښت ورځې ده .

۵- په ځنو سيمو کې د پيدا شوي ماشوم مور نجسه بلل کيږي او هغه په اتاق کې يوازې پريښودل کيږي دا د جاهليت د زمانې او یهوديانو عمل دی.

۶- په ځنو جاهلانو کې دا رواج دی چې تر پاک والی يا حد اقل شپږو ورځو پورې خاوند د هغه ميرمنې ته نه پريښودل کيږي چې له هغه سره کينې دا د جاهليت د زماني کفري رواج دی .

۷- په ځنو ځايونو کې رواج دی چې د بچي د ولادت شپږمه ورځ په ډول ډول رسوماتو سره لمانځل کيږي .

۸- په ځنو ځايونو کې رواج دی چې بايد ښځه دری ځله غسل وکړي حال دا چې د اسلامي شريعت حکم دی چې کله د نفاس څخه پاکه شي غسل به کوي او همدارنګه د نفاس او حيض پر مهال د غسل کول شرعی ممانعت نلري خو د دري ځله يا څو ځله تعين او الزام بدعت دی .

۹- د ماشوم ختنه (سنت کولو ) ته د خلکو دعوت او ډوډی ورکول د سنتو خلاف کار دی ، يو ځل عثمان بن ابی العاص د ختنې لپاره دعوت شو خو هغه حاضر نشو ، د هغه څخه د علت پوښتنه وشو هغه وويل :

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې نه د ختنې لپاره دعوت کيدو او نه هم ور تللو.

آن لاين اسلامي لارښود


عن الحسن قال دعی عثمان بن ابی العاص الی ختان فابی ان يجیب فقيل له ، فقال : انا کنا لا نأتی الختان علی عهد رسول الله و لا ندعی له ([1]).

[1] – مسند احمد ج ۴ ص ۲۱۷.

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 65 times, 1 visits today)