د بدعت خطرناکې پايلې

۱- د بدعت اعمال مردود دي يعنی د قبول وړ نه دي :

پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي: «مَنْ أَحْدَثَ فِى أَمْرِنَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ » ([1]).

ژباړه: هر چا چې زمونږ په دين کې څه شی پيدا کړل چې له مونږ څخه نه وي (په اسلام کې نه وي ) مردود دی.

۲- بدعتي تر هغه چې په بدعت لګيا وي توبه يې نه قبليږي نو ځکه ددی ويره شته چې په بده خاتمه له دنيا څخه رحلت وکړي ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي :

إن الله حجب التوبة عن صاحب كل بدعة حتى يدع بدعته» [2]

ژباړه : الله تعالی تر هغې پورې د هر بدعت کوونکې توبه نه قبلوي تر څو چې هغه ترک نه کړي .

۳- بدعتي حوض ته نشي تلای او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له شفاعت څخه بې برخې وي .

پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي : «أَنَا فَرَطُكُمْ عَلَى الْحَوْضِ، لَيُرْفَعَنَّ إِلَىَّ رِجَالٌ مِنْكُمْ حَتَّى إِذَا أَهْوَيْتُ لأُنَاوِلَهُمُ اخْتُلِجُوا دُونِى فَأَقُولُ: أَىْ رَبِّ

أَصْحَابِى. يَقُولُ: لاَ تَدْرِى مَا أَحْدَثُوا بَعْدَكَ» ([3]).

ژباړه: زه تاسې نه مخکې حوض ته رسيږم او له تاسې څخه ځنې خلک ښکاره شي او ناببره بيرته ورک شي ، وايم : ای ربه ! زما ملګري دې څه کړل ؟ وبه ويل شي نه پوهيږې چې وروسته له تا نه هغوی څه کړي دي .

او په بل روايت کې دي : «إِنَّكَ لاَ تَدْرِى مَا بَدَّلُوا بَعْدَكَ فَأَقُولُ: سُحْقًا سُحْقًا لِمَنْ بَدَّلَ بَعْدِى» ([4])

ژباړه: يقيناً ته نه پوهيږې چه وروسته له تا څخه څومره عوض او تغير شوي ، وايم به : څوک چې وروسته له ما نه تغير شوی وي له ما نه دې

لرې وي .

۴- ګناه به د هر هغه چا د قيامت تر ورځې د بدعت رواج کونکي پر غاړه وي چا چې دده په بدعت عمل کړی وي ځکه چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي: « … وَمَنْ سَنَّ سُنَّةً سَيِّئَةً كَانَ عَلَيْهِ وِزْرُهَا وَمِثْلُ وِزْرِ مَنْ عَمِلَ بِهَا مِنْ غَيْرِ أَنْ يُنْتَقَصَ مِنْ أَوْزَارِهِمْ شَىْءٌ» ([5]).

ژباړه: هر چا چې په اسلام کې د ناوړه او بدې لارې تأسيس وکړ د هغه

ګناه او هر چا چې وروسته له هغه څخه په هغه عمل وکړ دده پر غاړه وي بې له دې څخه چې د هغوی له ګناهونو څه کم شي.

۵- بدعت رواج کونکی او بدعتي ملعون دی .

پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي : «مَنْ أَحْدَثَ فِيهَا حَدَثًا، أَوْ آوَى مُحْدِثًا، فَعَلَيْهِ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالْمَلاَئِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ» ([6] ).

ژباړه: هرچا چې په دين کې بدعت را منځته کړ يا یې بدعت ګر ته پناه ورکړه په هغه د الله تعالی ،ملايکو او ټولو خلکو لعنت وي .

۶- بدعت ګماهي ده او دهرې ګمراهیۍ پايله دوزخ دی ځکه پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «كُلُّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ، وَكُلُّ ضَلَالَةٍ فِي النَّارِ» ([7])

ژباړه: هر بدعت ګمراهي ده او د ټولو ګمراهیو پايله دوزخ دی .

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

([1]) – متفق عليه .

([2]) – الطبراني .

([3]) – رواه البخاري .

([4]) – رواه البخاري .

([5]) – رواه مسلم .

([6])- رواه البخاري و مسلم  .

([7]) – رواه مسلم ، ابن الماجه و ابؤداود ، شرح حديث ابن سابق رحمه الله .

Print Friendly, PDF & Email