چکه يا لډو (معاصر سترنج ) څه حکم لري ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته چکه یا لډو داسلام له نظره  څنکه ده

محب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

چکه يا لډو چې د شترنج يو معاصر شکل دی د جمهورو فقهاوو په نزد حرامه ده په دليل د لاندې احاديثو :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«مَنْ لَعِبَ بالنَّرْدَ شِيرِ فَكَأنَّماَ صَبَغَ يَدَهُ في لَحْمِ خِنْزِيرٍ ودَمِهِ»([1]) .).

يعنې : چا چې د نرد شير (شطرنج) لوبه وکړه هغه داسې دی لکه د خوګ په خوښه او وينه يې چې لاس ککړ کړی وي.

ابی موسی اشعری رضی الله عنه له رسول صلی الله عليه وسلم څخه روايت نقل کړی دی چې هغه فرمايلي دي :«من لعب بالنرد فقد عصى الله ورسوله»([2]) .

يعنې : څوک چې د شطرنج لوبه کوي پس هغه د الله او د هغه د رسول څخه سرغړونه وکړه.

نافع وايي :  أن عبد الله بن عمر كان إذا وجد أحدا من أهله يلعب بالنرد، ضربه وكسرها .

يعنې: کله به چې عبدالله بن عمر رضی الله د خپل اهل څخه څوک په شطرنج وليدل نو هغه به يې ورته ماتولو([3] ).

جاء في الموسوعة الفقهية :

اللَّعِبُ بِالنَّرْدِ حَرَامٌ عِنْدَ جُمْهُورِ الْفُقَهَاءِ ،لِقَوْلِهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” مَنْ لَعِبَ بِالنَّرْدَشِيرِ فَكَأَنَّمَا صَبَغَ يَدَهُ فِي لَحْمِ خِنْزِيرٍ وَدَمِهِ ”  وَلِقَوْلِهِ : مَنْ لَعِبَ بِالنَّرْدِ فَقَدْ عَصَى اللَّهَ وَرَسُولَهُ > وَلأَنَّهُ إِنْ قَامَرَ بِهِ فَالْمَيْسِرُ حَرَامٌ بِالنَّصِّ وَإِنْ لَمْ يُقَامِرْ فَهُوَ عَبَثٌ وَلَهْوٌ   قَالَ النَّبِيُّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : لَيْسَ مِنَ اللَّهْوِ إِلا ثَلاثٌ : تَأْدِيبُ الرَّجُلِ فَرَسَهُ ، وَمُلاعَبَتُهُ أَهْلَهُ ، وَرَمْيُهُ بِقَوْسِهِ وَنَبْلِهِ ([4])

او ابن عابدين په حاشيه الدر المختار کې ليکلي :

وَإِنَّمَا كُرِهَ لأَنَّ مَنْ اشْتَغَلَ بِهِ ذَهَبَ عَنَاؤُهُ الدُّنْيَوِيُّ , وَجَاءَهُ الْعَنَاءُ الأُخْرَوِيُّ فَهُوَ حَرَامٌ وَكَبِيرَةٌ عِنْدَنَا , وَفِي إبَاحَتِهِ إعَانَةُ الشَّيْطَانِ عَلَى الإِسْلامِ وَالْمُسْلِمِينَ([5])

د تحريم علت : کچېرې قمار ورسره وي نو واضح ده چې ستر جرم دی او په داسې کس باندې شرعاً تعذير دی مګر د قمار پرته د شطرنج د تحريم علت ابن قيم رحمه الله داسې بيانوي :

کچيرې د شطرنج لوبه د عوض څخه خالي وي نو تحريم يې داسې دی لکه د شرابو څښلو کوم چې بغض ، کينې او دوښمنۍ سبب کيږي ، د الله تعالی د ذکر او عبادت څخه د غفلت سبب جوړيږي او د کينې ، دوښمنۍ او غفلت داسې ذريغه ده لکه : قمار او شراب لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي :[ إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ] ([6])

ذهن په مطاله ، علمي بحث او علمي تمرين سره زياديږي نه په دا ډول شيطاني لوبو چې  ديني ، علمي او اقتصادي پرمختګ له زوال سره مخ کوي

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه مسلم .

[2] – موطاء امام مالک و ابوداود.

[3] – صحيح الادب المفرد ۹۶۰ بالسناد صحيح موقوف

[4] – الموسوعة الفقهية جزء ۴۰ ص ۲۲۴

[5] – حاشيه الدر المختار   جلد ۵ ص ۲۵۲

[6] – الفروسية لابن القيم ص ۱۶۹

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 162 times, 1 visits today)