د عمرې لارښود

وروڼو او خويندو ! عمره او حج هغه عبادت دی چې په هغه کې بنده خپل مال او بدني طاقت دواړه صرف کوي، خپل کور او اهل پرېږدې او سفر کوي چې چا ته په ټول عمر کې يو ځل او چا ته په کال کې يو ځل د دغه سفر زمينه برابريږي، د دغه عبادت د اداکولو لپاره علم او د مناسکو پوهه ضرور ده .

دغه  (د عمرې د احکامو مختصر کتاب) د عمرې په ټولو ضروري او اړينو احکامو او مسائلو مشتمل دی.

ماشاء الله اوس مهال ډير مسلمانان عمرې ته ځي ، د هغوی د پاره د عمرې او حج د مناسکو د کتاب لوستل څه مشکل دي ، نو ځکه مو  يوازې د عمرې د احکامو کتاب برابر کړ .

ددې کتاب په ليکلو کې ډير کوښښ دا شوی دی چې احکام يې داسې مختصر، ساده، عملي او عام فهمه وي چې هر څوک په آسانۍ ورځنې اخذ وکړای شي.

الله تعالی يې دې پخپل دربار کې قبول کړي .

کتاب کمپيوټر ته ښکته کړئ

کتاب موبايل ته ښکته کړئ

Print Friendly, PDF & Email