د حمل د وقفې لپاره د درملو استعمال

د سلام په وړاندې کولو سره زه تاج محمد علیزی يم زما پوښتنه دا ده چې یوه ښځه د اولاد لپاره موقتي درمل وخوري  په اسلام کی څه حکم  لری منه .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نکاح يو هدف د نسل بقا ده ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو کس راغی چې غواړم د يوې مال حسب او منصب واله ښځې سره نکاح وکړم ، مګر د هغې اولاد نه کيږي ، نو د هغې سره ازدواج وکړ؟ ، نو هغه ورڅخه منع کړ ، همداسې دوهم او دريم کس هم دا عرض وکړ ، ويې فرمايل : « تزوجوا الودود الولود، فإني مكاثر بكم الأمم »

کچېرې ښځه ته د پرلپسې اولاد راوړل ضرر رسوي ، داسې چې هر کال اولاد راوړي نو د هغه په وجه د سخت تکليف رسيدو ويره وي ، او غالب ګمان وي چې ستر ضرر به ورته ورسيږي نو هغه کولای شي مؤقتاً د ضرر د رفع تر وخته له دوا څخه استفاده وکړي په شرط ددې چې د دوا استعمال ورته زيان ونه رسوي ، ځکه چې د حمل د مخنيوي د ځنو درملو استعمال زيان رسوي لکه : د مياشتنې دورې کډوډي ، د ويني د فشار لوړوالی ، د رحم خرابی ، د زړه نا منظم حرکات او نور بد قواقب کوم چې ډاکترانو په ګوته کړي دي .

جاء في الفتاوی اللجنة الدائمة ج ۱۹ ص ۲۹۴ :

وإذا كان الغرض من استعمال الحبوب والأدوية منع الحمل في حالة تكون المرأة واقعة فيها وهي وجود إجهاد بدني، كالمرأة التي تلد كل سنة ويكون جسمها نحيفًا فلا تتحمل متاعب الحمل والولادة، بحيث لو استمرت غلب على ظنها وقوع ضرر عظيم عليها، وترى استعمال الحبوب والأدوية لمنع الحمل وقتًا محدودًا بقدر ما يدفع الضرر- فيجوز ذلك، بشرط أن لا يترتب على استعماله ضرر يماثل الضرر الذي يراد فعله. ذلك أن استعمال بعض حبوب منع الحمل ينشأ عنها أحيانًا اضطراب في العادة الشهرية، وتليف الرحم، وحصول ضغط في الدم، وخفقان في القلب، وغر ذلك من الآثار السيئة التي يعرفها الأطباء.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email