د حضرت مهدي (رض) په هکله د اهل سنتو عقيده

 

د حضرت مهدي (رض) په هکله د اهل سنتو عقيده
د حضرت مهدی  (رض) په هکله چې جناب رسول  (ص) څه فرمايلی دی اوپر هغه د اهل حق اتفاق دي د هغو خلاصه داده چې :
دی مبارک به د حضرت بی بی فاطمة الزهرا  (رض) د نسل څخه وي دده مبارک نوم به محمد وي او د پلار نوم به يې عبدالله وي ،لکه څه ډول چې زوی په صورت او سيرت کې دپلار سره مشابه وي په همدې ډول به دی مبارک هم په شکل ،شباهت ،اخلاقو او شمائلو کې دجناب رسول الله  (ص) سره مشابه وي .
دی مبارک به نبی نه وي اونه به پر ده باندې وحی نازليږي ، نه به د نبوت دعوه کوي اونه به څوک دده پر نبوت باندې ايمان راوړي .
دده مبارک او دکفارو تر منځ به ډير خونړي جنګونه کيږي .
دده مبارک په زمانه کې به د دجال خروج کيږي او دی مبارک به د دجال د لښکرو په محاصره کې راګيريږي ، پوره د سهار د لمانځه په وخت به د دجال د وژلو لپاره حضرت عسی  (ع) د آسمان څخه رانازليږي او دسهار لمونځ به دحضرت مهدی  (رض)  په اقداء کې کوي ، دلمانځه څخه ورسته به د دجال خواته مخ کړي هغه لعين به وتښتی حضرت عسی  (ع) به په هغی پسی تر شا ولاړ شي اوپه باب لد کې به يې ووژني .
د دجال لشکر به هم ووژل شي او ديهوديت او نصرانيت يوه يوه علامه به يو په بل پسی له منځه ولاړه شي .
داهغه عقيده ده چې د جناب رسول الله  (ص) څخه نيولی صحابه کرام  (رض) ،سلف صالحین ،تابعين او ائمه مجتهيدين مبارک ددی معتقد دی .
(فتاوی ابوالمختار – فتاوی يوسفيه ج ۱ ص ۲۶۷) .
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 107 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. شمس الرحمن " زاهد "

    سلامونه او احترامات د آن لاين اسلامې لارښود تولو کار کونکو او مولوی صاحبانو ته وراندی کوم .

    دیره مننه له تاسو محترمو حخه کوم چی زمونژ د پوشتنی په ارتباط کی سم دستی جواب را لیژی .
    واقاً ما وکتلو چی خلاصیژی یو بیا هم دیره مننه .

    وسلام علیکم و رحمته الله و برکاته
    په درناوی
    شمس الرحمن ” زاهد”