دا چی په انساني ټولنه کی په عامه توګه او په خاص ډول د افغانستان مظلومه ټولنه کې د نشه لرونکو کرهڼه، تجارت اواستعمال ډير شوی دی، که د يوې خوا زموږ ټولنه په تپل سوی جنګونو اخته دی خو د بلې خوا دغه غم ځپلې ټولنه په ډول ډول نشو هم اخته سوی ده
چې د ډيرو آفاتو او فتنو سربيره په منشياتو باندې د ټولنې اخته کيدل هغه لوی آفت دی چې د انسان عقل ، دين ، بدن ، مال آبرو او عزت بربادوي.
په دغه باره کې ښاغلی مولوی صاحب مطيع الله “عائل” حفظه الله په پښتو ژبه يو مکمل ، مدلل ، معتبر او مفصل کتاب ليکلی دی ، الله تعالی دې مؤلف ته اجر عظيم ورکړي .
کتاب د ډونلوډ د آسانتيا لپاره په دريو برخو ويشل شوی دی