لومړی قاعده : د أمر بالمعروف او نهی عن المنکر د پيژندلو اصل شريعت دی :
د أمر بالمعروف او نهی عن المنکر پيژندلو ميزان او تله د الله تعالی کتاب او د پيغمبر صلی الله عليه وسلم سنت او د امت د پخوانيو ائمه کرامو او علماوو فهم دی .
معروف او منکر له هغه څه څخه مراد نه دي کوم چې د خلکو په نزد معروف (ښه ) ، منکر (بد او ناوړه) وي خو د شرع خلاف وي بلکي معروف هغه عمل دی چې په اسلامي شريعت کې ثابت وي ، د الله تعالی د تقرب (نږدېوالی) سبب ګرځي او عمل کوونکي ته يې په بدل کې اجر ثواب وي .
او منکر هغه عمل دی چې په شريعت کې يې نهی او حرمت ثابت وي ، د الله تعالی د نارضايت سبب ګرځي ، د مرتکب د پاره وعيد وي هغه که کبيره ګناه وي يا ضعيره ، حرام وي او يا مکروه .
نو ويلای شو چې :
المعروف : عبارت له ټولو هغو کارونو څخه دی کوم چې په شرعي دلائلو ثابت شوي وي .
المنکر : عبارت له ټولو هغو کارونو څخه دي کوم چې نهی او حرمت يې په شرعي دلائلو ثابت شوي وي.
آن لاين اسلامي لارښود