د قرآنکريم په اړه د يو محلد د اعتراض ځواب

ملحدین دا اعتراض کوي چې د قرآن ځينې برخې د امرؤالقیس له شعرونه نقل شوي دي. لکه د سوره القمر ، سوره الضحی او الصافات کې يې ځينې برخې راغلي دي .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا خبره په تواتر سره ثابته ده چې قرآن داسې الهي معجز کتاب دی چې د عربو ټول شاعران، د ژبې د بلاغت او فحاصت ماهرين يې ټول عاجز او حيران کړل.

وليد بن مغيرة چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې سخت عناد لرلو د قرآن صفت داسې بيانوي: “والله لقد سمعت منه کلاما ما هو من کلام الانس و لا من کلام الجن و إن له لحلاوة، وإن عليه لطلاوة، وإن أعلاه لمثمر، وإن أسفله لمغدق، وإنه يعلو ولا يُعلى عليه و ما يقول هذا بشر” (تفسير قرطبي).

يعنې: په الله قسم دی ما د محمد صلی الله عليه وسلم نه داسې کلام اورېدلی دی چې نه د انسان کلام او نه جن کلام دی او په دې کې لوی حلاوت او خوند دی او په دې کې خاص رونق دی اعلی ميوه ورکونکی او لاندې اوبه جاري کوونکی دی او هغه يقيناً د ټولو نه لوړ دی او په هغه باندې هيڅ شی غالب کېدی نشي او دا د بشر کلام نه دی.

مطلب دا چې د قرآن دوښمان هم د قرآنکريم په حقانيت، بلاغت او فصاحت باندې اعتراف کړی دی چې دا قطعاً د بشر کلام نه دی.

نو د دغه ملحد چېټيات ځواب هم نه ارزي خو بيا هم د هغه ځواب په لاندې توګه بيانيږي :

۱ جواب. د دې خبرې رد موږ په دې سره کوو چې دا بیتونه د علم بلاغت .علم
ادب. او علم لغت   او همدارنګه د شعر په کتابونو کې هیڅ وجود نه لري.
۲ جواب.  دغه بیتونه د امرؤالقیس په هیڅ دیوان کې هم نه دې موجود او حال
دادي چي دغه دیوان مختلفو مطبعو هم چاپ کړی خو بیا هم د مختلف چاپوالې
سره سره په یوه دیوان کې هم نشته دي.او تر ټولو عجیبه خو له داده چې هغه
دیوانونه چې امرؤالقیس ته په دروغو منسوب شوي دي په هغو کې خو له هم دغه
اشعار نه دې موجود.
۳ جواب. د عربي ژبي هغه پخواني د ادب او شعر محققینو او متخصصینو چې کوم
دیوانونه لیکلي دي په هغو کې هم داسې اشعار وجود نه لري.نو که چیرته د
امرؤالقیس دا اشعار موجود وي نو د عربي ژبي شاعرانو خو به یوه نه یوه یو
شعر د امرؤالقیس له شعرو په خپل کتاب کې نقل کړی وي. خو خبره برعکس ده.
۴ جواب.د معاصرو شعراوو په کوم معتبر کتاب کې هم دا شعرونه چې امرؤالقیس
ته منسوب شوي دي  نه ته سترګو کیږي. حتاً هغه اشعار کوم چي امرؤ القیس ته
په صحت او غیر صحت منسوب دي په هغو کې هم نه موندل کیږي.
۵ جواب.امرؤ القیس وغیره نورو مشهورو شاعرانو ته ډیر داسي اشعار په دروغو
منسوب شوي دي کوم چي دوی په هغو تلفظ هم نه دې کړي د بیلګې په توګه چې په
عربي نړۍ کي د حماد الراویة او خلف الاحمر په نوم کوم شاعران تیر شوي نو
دغه دوو کسانو به چي کله یو شعر ولیکي بیا به يې مخکنيو مشهورو شاعرانو
ته منسوب کړي.
او دا خبره ابن عبد ربه په دلیل سره ښودلې ده په خپل کتاب  العقد الغرید
باب عقد لرواة الشعراء کي. او وايي چې خلف الاحمر به کوم شعر ولیکي نو
بیا به یې د خپلې خور زوي ته منسوبوي. او همدارنګه حماد الراویه به
پخواني اشعار د خپلو شعرونو سره ګډول او دې ته ورته نور داسي مثالونه شته
چي د لا ښه وضاحت لپاره عقدالفرید صفحه۸۲۱ کې وګورئ.
او همدارنګه صفدي  چي په کال ۷۶۴ کې وفات شوي. وايي چي خلف الاحمر به د
عربو د مخکنیو شاعرانو او ادیبانو شعرونه د خپل شعر سره ګډول. او بیا به
يي مشهورو شاعرانو ته دا شعرونه منسوبول. او همدارنګه ابو طیب الغوي وايې
چې خلف الاحمر به شعرونه جوړول او بیا به یې نورو شاعرانو ته منسوبول.
یاقوت الحموي المتوفي ۶۲۶ هــ په معجم الادباء.  جلد ۴ صفحه ۱۷۹ فی ترجمة
خلف الأحمر. کي ذکـر کړي دي.
او حماد او خلف او ابن داب چي په شعرونو کې تبدیل او تغییر کولو د لا ښه
وضاحت لپاره راجع الاعلام جلد ۲ صفحه ۳۵۸ او معجم البلدان جلد ۱۱ صفحه ۶۴
او انباء الرواة جلد ۱ صفحه ۳۴۸ او طبقات الشعراء صفحه ۱۴۷ کې وګورئ.
دا تفصیل مو له دې وجې وکړو چې د عربو شاعرانو دا مغالطې په اشعارو کې
کولي. چي شعر به یې بل کس ته منسوبوي. نو د امرؤ القیس ته چې کوم اشعار
منسوب شوي دي د دو احتمال هم شته چي بل چا د له نزول د قران څخه وروسته
ویلي وي او امرؤالقیس ته یې منسوب کړي وي
۶ جواب. امرؤ القیس ته چي کوم اشعار منسوب دي او د هغه شعرونو څخه یوه
مصرۍ داده قتل انسان ما اکفره.  خو امام ذهبي په تاریخ الاسلام کې په
صحیح سند سره دا خبره په اثبات رسولې ده چي دا اشعار امرؤ القیس نه بلکې
یحیی بن صاعد ویلي دي چي دا خبره التیفاشي چې په ۶۵۱ هـ سنه کي وفات شوي
دي او  له مشهورو ادیبانو څخه دي په خپل کتاب سرور النفوس بمدارک الحواس
الخمسه.  صفحه ۸۹ کي یحیی بن صاعد ته منسوبه کړي دي.  او هغه اشعار دادي.
یشتهي الانسان في الصیف الشتاء فاذا جاء الشتاء
انکر فهو لایرضي بحال ابداً قتل الانسان ما اکفره اهــ.
او حال دادي چې امام ذهبي او التیفاشي تر عبدالرؤوف المناوي مخکي تیر شوي
دي. او دغه دوه بیتونه یې امرؤ القیس ته نه دي منسوب کړي.
۷ جواب. د امرؤالقیس د ژوند حالات دومره هم قطعي نه دي چي اعتماد دې پري
وشي. او خپله د امرؤالقیس لفظ یو مبهم لفظ دي چي آیا د امرؤ القیس څخه د
قیس د قبیلې امیر مراد دي او که د قیس د بت خدمت کوونکي . ځکه امرؤ القیس
یو لقبي نوم دي چي په دي نامه سره دری کسان مشهوره دي. جندح . عدي
وملیکه.
۸ جواب.  د امرؤ القیس په نامه چې کوم کسان مشهوره دي د هغو څخه یو امرؤ
القیس بن عدي دي چي دا کس د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه ډیر وروسته
دنیا ته راغلي نو ګمان کیږي چي دا اشعار دې دغه کس ويلي وی. او دا اشعار
د بیا په  خلګو کي په هغه مخکني امرؤ القیس سره مشهوره شوي وي.
۹ جواب. امرؤ القیس ته په منسوب شعر کې چي کومه مصرۍ ده چې.  قتل الانسان
ما اکفره.  د دغو له بیت کیدلو څخه مفسرین انکار کوي. وایې چې دا د هیچا
بیت هم نه دي. محمود الألوسی په خپل تفسیر روح المعاني جلد ۳۰ صفحه ۴۴ کي
وايي. وما نسب الی امرؤ القیس من قوله یتمني المرء في الصیف الشتاء الـخ.
لا اصل له.  وايي د دې شعر لپاره هيڅ اصل او سند نشته چي دا دې امرؤالقیس
شعرونه دي.
۱۰ جواب. په اهل عرب کي د شاعرانو دا عادت وو چي د قرانکریم آیتونه به یي
له خپلو شعرو سره پیوسته کول. د بیلګې په توګه داود الظاهري الاصفهاني.
چي په کال ۲۲۷ هــ کې وفات شوي دي په خپل کتاب الزهرة کي لیکلي چې د
الخنساء په نامه یو شاعر به چي شعر جوړوئ نو د قرانکریم د آیتونو څخه به
یي تقلید کوي او آیتونه به یي کې کارول. لکه دغه شاعر چي دغه شعر جوړ کړي
دي.
ابعد الن عمرو آل الشرید حلت به الارض اثقالها.
فخر الشوامخ من فقده وزلزلت الارض زلزالها.
۱۱ جواب. امرؤ القیس ته چې چا د دغه شعرونو نسبت کړي دي نو د هغو څخه
ډیرو علماؤو انکار کړي چي د دې بیتونو نسبت امرؤ القیس ته نه دي صحیح.
لکه ابن ابي الاصبع چي په ۶۵۴ هــ کې وفات شوي دی د دغه شعرو په هکله
أنا منْ قومٍ كرامٍ يطعمونَ الطيباتِ
بجفانٍ كالجوابي وقدورٍ راسياتِ
. په خپل کتاب تحریر التحبیر في صناعة الشعر والنثر.  صفحه ۴۸۶ کي وايي.
ان بعض الرواة ذکر انه وضعه بعض الزنادقه.  وتکلم علي الایة وأن امرؤ
القیس لم یصح انه تلفظ به.  یعنی وایي چي روایتونه په دي دلالت کوي چې دا
بیتونه زندیقیانو جوړ کړي دي. او امرؤ القیس په آیتونو باندي اول دا تلفظ
کړي دي.  او حال دادي چې د امرؤ القیس څخه داسی تلفظ هیڅ صحیح هم نه دي.
او عبدالرحیم العباس چې په کال ۹۶۳ هــ کې وفات شوي دي. په خپل کتاب
معاهد التنصیص علي شواهد التلخیص صفحه ۲۲۹۷ کې د ابن ابي الاصبع دا قول
را نقل کړي دي چي امرؤ القیس په مختلفو دیوانونو کې په دغه وزن او قافیه
سره هیڅ داسی قیصده نه پیدا کیږي. نو د عربو مشهور ادیبان او شاعران د
داسي اشعارو منسوبول امرؤ القیس ته صحیح نه بولي او نه امرؤ القیس په
داسي اشعارو سره تلفظ کړي دي.
۱۲ جواب.  امرؤ القیس ته منسوب شعرونه د سبک سجعې او معني له لحاظه ډیرې
غلطیانې لري د بیلګې په توګه دا شعر اقتربت الساعة وانشق القمر  الخ
دلته اوله پوښتنه دا پیدا کیږي چې د الساعة څخه څه مراد دي ؟ که چيرته د
قیامت ورځ ترې مراد وي نو د جاهلیت د زمانې خلګو خو په قیامت ایمان نه
درلودي. نو بیا به  د دې شعر نسبت امرؤ القیس ته څنګه صحیح وي؟ او که
چیرته د الساعة څخه مراد ملاقات د خپلې محبوبې وي.  نو بیا  دغه بیت
وانشق القمر د څه لپاره شوو. ؟
او که چیرته د دغه بیت څخه چې.  وانشق القمر.  دی د سپوږمۍ دوه ځایه کول
مراد وي في الحال نو دا خو ستر دورغ دي. ځکه د جاهلیت په زمانه کي خو د
سپوږمۍ دوه ځایه کول نه دي شوي او نه به يې څوک ثابت کړي. بلکي سپوږمۍ د
رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کي د رسول الله صلی الله علیه
وسلم په اشاره باندي دوه ځایه شوه.  چې دا خبره په موثق او صحیح سند سره
ثابته ده
او که چیرته د دي بیت څخه هم مراد معشوقه او محبوبه واخلو.  نو دا هم نه
دي صحیح ځکه عرب خپلې معشوقې ته البدر وایي.  یعنی د څورلسـم سپوږمۍ
انشق القمر نه ورته وايي.
۱۳ جواب.  او دا بیت چي وایي مر یوم العید بي في زینة فرماني فتعاطي
فعقر. یعني معنی د دې بیت داده چې تیره شوه په ما باندي هغه ورځ د اختر
په زینت کي خو زه وویشتلم او ما ته یي راکړي او ووژلم
نو په دو بيت کي مهمه غلطې داده چي فتعاطي کلمه له فرماني څخه وروسته
واقع شوي ده.  نو غلطي یي داده چي یو وار یو کس وویشتل شي او مړ شي نو
بیا هغه ته څنګه یو شي ورکول کیږي ؟ هغه خو مړ دي. نو صحیح خبره به داسي
وي چي اول هغه شي ورکول شي او بیا وویشتل شي او مړ شي.
۱۴ جواب.  عبدالرؤوف المناوي رحمه الله چي کومه خبر په فیض القدیر جلد ۲
صفحه ۱۸۷ حدیث نمبر ۱۶۲۴-۱۶۲۵ کې کړي ده چي وایې وقد تکلم امرؤ القیس
بالقران قبل ان ینزل الخ.  نو دا کتاب د حدیثو یوه شرحه ده په جامع
الصغیر باندي کوم د شعر کتاب نه دي چي اعتماد دې پرې وشي. ځکه المناوي په
کال ۱۰۲۹ هــ کې وفات شوي دي خو د ده څخه مخکې چي کوم علماء د شعر ادب او
بلاغت تیر شوي دي.هغو د داسي کوم هیڅ شعر نسبت امرؤ القیس ته نه دي کړي
.نو څنکه به د هغه پخوانيو علماؤو قول پریښول کیږي او د المناوي رحمه
الله قول ته به ترجیح ورکول کیږی. ځکه چي د امرؤ القیس ته د منسوب شوي
شعرونو لپاره هيڅ صحیح سند او مصدر نشته دي.
۱۵ جواب. اقتربت الساعة وانشق القمر الـخ
د دې شعر وزني شعري برابر نه دي. ځکه چي اوله مصرۍ یې مکسوره ده خو د
اولې مصري مکسور والی به هلته صحیح شي چي اقتربت په دنت سره بدل شي. خو
المناوي رحمه الله په فیض القدیر کې اقتربت لیکلي دي. نو معلومه شوه چې
المناوي رحمه الله په شعر کې کوم مهارت نه لري.
۱۶ جواب . دغه بیتونه چي المناوي رحمه الله په خپل کتاب فیض القدیر کي نفل کړي.
اذا زلزلت الاض زلزالها واخرجت الارض اثقالها
تقوم الانام علي رسلها لیوم الحساب تري حالها
یحاسبها ملک عادل فاما علیها واما لها.
د دې شعرو څخه په واضح توګه معلومیږي چي دا شعرونه امرؤ القیس نه دي ویلی
او نه د جاهلیت په زمانه کي ویل شوي.  ځکه چي د جهالت په دروه کي چا په
بعث بعد الموت باندي ایمان نه لري. یعنی د مرګ څخه وروسته بیا ژوندون
باندی یي ایمان نه وي. نو بیا به څنګه د دې شعرو نسبت امرؤ القیس ته صحیح
وي. ؟ او که چیرته ته ووایي چي شاید یهودو خو په اخرت ایمان لري او د
هغوي شاعرانو لکه امیه بن ابي الصلت یا زید بن عمر بن نفیل ويلي وي. نو د
هغه جواب به په بله جلا لیکنه کې وشي. خو امرؤ القیس خو قطعاً نه دي ويلی
ځکه دا په صحیح دلایلو ثابته شوه.
۱۷ جواب.  د مکې مشرکینو د نبی کریم صلی الله علیه وسلم سره سخت دښمني
لرله خو کله چي نبی کریم صلي الله علیه وسلم په پیغمبري باندي مبعوث شو.
نو قریش په هغه وخت کي تر ټولو خلکو په شعر بلاغت کې ډیر مهارت لري. خو
کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم قران کریم له ځانه سره دنیا ته د
انسانانو د هدایت لپاره راوړي. نو د مکې قریش به په نبی کریم صلی الله
علیه وسلم باندي قسم قسم نومونه ايښودل لکه ساحره. کاهنه.  شاعره.  خو د
دې خبري تر څنګ هیچا هم دا ورته ونه ويل چي ستا کوم کلام د ځان سره راوړي
دي هغه د امرؤ القیس له شعر سره مشابه دي. او حال دادي چي دوی په شعر کي
مهارت هم لري .
۱۸ جواب.  که چیرته محمد صلی الله علیه وسلم دغه شعرونه لوستلي او لیکلي
شوي نو د عربو قریشو خو هم شعراء او اکابرین لرل لیکل او لوستل یي کول او
په داسي حال کي چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له میلاد څخه مخکي دوی
په دې شیانو کي مهارت لري. نو ولې دوی په مثل د قران یو کتاب نه لیکئ ؟
۱۹ جواب  . د امرؤ القیس شعرونه به په کعبه ځړیدل او د حاجیانو قافیلې به
هر کال مکي ته راتللي نو دا څنګه ممکنه ده چي د خلګو له مابین څخه یواځې
د محمد عربي رحمة العالمین دا شعرونه زده وو.  او ورته معلوم وو. او بل
کس ته نه وو معلوم

۲۰ جواب. ولید بن المغیره چي یو مشرک سړي وو.  او د نبي کریم صلی الله
علیه وسلم سخت دښمن وي. خو کله چي یي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره
ملاقات وشی. نو قسم یي وکړي او دا شاهدي یې ورکړه چي قران له جنس د شعر
څخه نه دي. او ولید به قریشو ته ویل چي قسم په الله زه تر تاسو په شعر کي
ډیره ښه پوه لرم.
او همدارنګه ضماد بن ثعلبه الأزدی نبي کریم صلي الله علیه وسلم ته وویل
قسم په الله چي ما د کاهنانو ساحرانو شعرانو کلامونه اوریدلي دی خو تاسو
چي په کوم کلام باندي خبري کوي. او کوم کلمات مو راوړي دي د دې په مثل
یوه کلام هم نشته دي چي دا واقعه په صحیح المسلم کې هم ذکر ده.
او بله واقعه د عتبه بن ربیعه ده چي واقعه یي اوږده ده خو دلته هغه مهم
ځای نقل کوم چي ده کله د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره ملاقات وشي .
او نبی کریم صلی الله علیه وسلم د قرانکریم یو څو آیتونه ورته تلاوت کړل.
او بیا دې بیرته خپل قوم ته وګرځیدي نو قسم یي وکړي چي محمد په کوم شي
راتګ کړی هغه شعر او سحر نه دي.
او بله واقعه د ابوذر رضی الله عنه ده چي دي کله د نبي کریم صلی الله
علیه وسلم په مبعوث کیدلو خبر شوو.  نو مکې ته راغي او د نبي کریم (ص)
سره یي ملاقات وشول او کله چي خپل قوم ته ولاړي نو قسم یي وکړي چي نبي
کریم صلی الله علیه وسلم په ښو اخلاقو امر کوي. او کوم کلام چي ده راوړي
وو.  هغه شعر نه وو. دا رقم ډیري واقعي دي چي د ټولو لیکل ډیر مشکل دي
حتاً چي دا یو څو واقعې مو هم په تفصیل سره ونه لیکلي. که څوک غواړي چي
په داسی واقعو باندي ځان خبر کړي نو د سیرت کتابونه دې وګوري یا حیاة
الصحابه دي وګورئ.
۲۱ جواب. که بالفرص دا ومنل شي چي. قران امرؤ القیس له شعرو څخه نقل شوی
دي. نو قران خو په عبراني یا سریاني یا فارسي ژبه نه دي نازل شوی بلکي په
عربي ژبه نازل شوی نو خامخا به داسي یو کلمه او الفاظ وي چي هغه به د
مخکنیو شعرو سره په یوه کلمه کي مشابهت لري. خو که چیرته قران په بله ژبه
نازل شوي وي نو بیا به دا سوال کیدي. خو قران بیا هم قریش او حتا د ټولې
نړۍ کفارو ته چیلینج ورکړي چي په مثل د قران یو آیت راوړي.چي هغه د قران
د آیتو سره په قوت د احکامو او ترکیب او داسی نور علمي اعجاز کي برابر
وي. او حال دا وي چي قریشو هم د همدغه قران په حروفو او کلمو خبري کولې
خو بیا هم عاجز شول.
۲۲ جواب.  که چیرته قران دغه لس یا پنځلس یا شل آیتونه د امرؤالقیس د
شعرو څخه نقل شوي وي نو دا ۶۰۰۰ زره نور له کومه شول ؟
۲۳ جواب. که چیرته دا ومنل شي چي خدای نکرده محمد صلی الله علیه وسلم دا
قران د بل چا څخه نقل کړي وي. نو د قران دا علمي معجزات بیا له کومې خوا
پیدا شولي؟.  مثلاً د روم او فارس شکست یا مثلاً د ابولهب په اړه چي دا
به کافر مړ کیږی او همداسی وشول یا داسي نور مثالونه.
او د یاجوج او ماجوج په اړه چي ملحدینو کوم ایت لیکلی دی هغه صراحتاً
دروغ دي په فیض القدیر کي نشته دی او حتاً د فیض القدیر باندی یي چي
حواله ورکړی ده خو شعرونه یي د فیض القدیر د عبارت په رکم نه دي لیکلی.

عبدالسلام حنفي.

Print Friendly, PDF & Email