په روغتونو کې د دعوت الی الله وسائل او افکار

۱- په روغتونو کې د منکراتو مخنوی کول لکه : د نارينه او ښځينه مريضانو او پايوازانو تر مينځ د کډون او اختلاط مخنوی ځکه چې دا کار حرام او عظيم فساد دی .

۲- د موسیقۍ اورېدو ، شيطاني مډيا شيطاني سريالونو ، فلمونو بندول . او د هغه پر ځای مريضانو او پايوازانو ته د اسلامي برنامې په کار اچول .

ځکه چا چې د نيک او ښه کار بنسټ کیښود نو هر څومره خلکو چې د ده د نيک دعوت سره عمل وکړ د هغو ټولو په اجر کې ورسره شريک وي ، همداسې که يې د بد کار او ګناه بنسټ کيښود ، د خلکو په ګناه کې به ورسره شريک وي .

۳- د بې نوبتی ، رشوت او فساد څخه د روغتون پاکول .

۴- د لوحو نصبول او په هغه باندې لڼد لڼد آيتونه ، احاديث او نصائح ليکل او يا هم د دعوت د مراکزو او مفيدو اسلامي مراجع آدرسونه ليکل او د هغه وخت پر وخت بدلول .

۵- د لمانځه او اوداسه لپاره پوره آسانتياوې برابرول او د ډاکترانو ، مريضانو کوم چې د تللو توان لري او پایوازانو ټولو ته په جومات سره امر کول .

۶- د يو عامه کتابتون جوړل تر څو پايوازان د هغه څخه استفاده وکړي او د دغه کتابتون لپاره د يو تنظيم کوونکي ټاکل .

۷- د يو داعي مقررول تر څو پايوازانو ته په مناسب وخت کې د دعوت او د دين د احکامو د زده کړې حلقات برابر کړي .

۸- د مريضانو زيارت او پوښتنه او د پوښتنې کولو لپاره د هغه خپلوانو ته زمينه برابرول ځکه چې دا کار سنت او د مريض په تکليف کې کمی راولي .

۹- د لمانځه او وعظ وروسته مريضانو ته د شفا دعا کول .

۱۰- په مريضانو باندې ګټور کتابونه ، رسالې او مطالب ويشل .

۱۱- مريضان ته د قرآنکريم يا د مصحف هديه کول .

۱۲- د روغتون لپاره د يوې اسلامي تلويزيون او اسلامي پروګرام برابرول .

۱۳- د مريضانو سره نيک سکول ، نيک اخلاق او د عدل قيام .

۱۴- د مريضان تعلق له خپل رب او خالق (جل جلاله ) سره تړل چې شفاء ورکوونکی همغه ذات دی .

۱۵- مريضان ته د انسان د بدن د جوړښت په اړه د قران او سنتو اعجاز بيانول .

۱۶- ښځو ته په ستر او حجاب وصيت کول .

۱۷- ډاکتران خپلو مسئوليتونو ته متوجه کول .

إعداد مركز الدعوة والإرشاد بمكة

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email