د اولاد علمي تربيه

په مور او پلار لازمه ده چې خپل اولاد (هلکانو او نجونو) ته د بلوغ څخه مخکې عقيده او د شريعت ضروري احکام ور زده کړي لکه:طهارت، لمونځ، روژه او نور او همدارنګه د حرامو شيانو زده کړه لکه: د زنا، لواطت، غلا، شراب، غيبت، بهتان او نور زده کړه ورباندې واجبه ده ځکه چې د بلوغ سره هم هغوی په تکلف کې داخليږي نو بايد د بلوغ څخه مخکې هغوی وپوهول شي .

(الموسوعة الفقية ج ۱۳ ص ۱۱ ) .

هغه ضروري شرعي احکام چې د بلوغ نه مخکې زده کول واجب دي :

۱- د اسلام او ايمان د ارکانو زده کړه په کوم چې عقيده صحي کيږي کوم چې بيان يې مخکې تير شو .

۲- د اوداسه ، غسل او حيض د احکامو زده کړه .

۳- د لمانځه او روژې د احکامو زده کړه .

۴- د حجاب تعليم ورکول چې د بلوغ څخه مخکې مستحب او د بلوغ څخه وروسته فرض دی ، د الله سبحانه وتعالی حکم دی .

۵- د قرآنکريم زده کړه .

۶- د کفر ، شرک او بدعت له اقوالو او اعمالو منع کول .

۷- د اخلاقو او آدابو زده کړه کوم چې بيان يې مخکې تير شو .

۸- د فحاشت ، موسيقۍ ، جنسي فلمونو او سريالونو څخه منع کول .

ځکه چې دغه شيان په نن عصر د ځوان نسل لپاره خطرناکه اخلاقي وباء ده چې لاندې ضررونه لري :

  • د هندي، ترکي او نورو سريالونو او ډرامو له لارې په پوره چل او فريب سره په اسلامي ټولنه کې د نصرانيت، یهوديت او بوديږم عقائد خپرول.
  • د سريال، ډرامې، اعلان او تبليغاتو له لارې په اسلامي ټولنه کې د رزيلو او فاسدو اخلاقو خپرول.
  • په خلکو کې د بيګانه نارينه او ښځو کډ ژوند، بې حجابي، فحشاء او موسيقي رواجول.
  • خلک په وړو مسائل مصروف ساتل او د سترو قضاوو څخه د هغوی غافله کول. مثلاً: د درس او تعليم پرځای، لوبو او ورزش ته دومره وده او تبليغات چې بلاخره ټول ورباندې مصروف شي.
  • خاوند ته د ښځې پرېښودلو درس ورکول او همدارنګه ښځې ته د خاوند څخه د بغاوت درس ورکول، کورنۍ نظام خرابول او د زوجينو تر مينځ د اعتماد او اطمنان ختمول.
  • په سترګو د منکر ليدل او د هغه څخه انکار او کرکه نه کول. چې د ګناه او منکراتو څخه کرکه او نفرت د ايمان ورستی درجه ده. يعنې سره له دې چې ډير د دغو شيطاني مډيا په اضرارو پوه دي خو بيا هم د خپلې کورنۍ سره يو ځای د هغه ننداري کولو ته ناست او د کور مشر او مسئول د دغه فساد پر وړاندې خپل سقوط اختيار کړی وي.
  • ټول وخت د فکر مشغول ساتل ځکه ځينې ډرامي او سريالونه زيات وخت نيسي د هغه د مسلسل ليدلو او تعقيب په فکر کې وي.
  • د درس په زده کړه، کورني کار او درسي مسئوليتونو کې پاتې راتلل.
  • د ماشومانو په خوب کې ډارېدل ځکه چې ځينې صحنې ماشومانو ته بدي وي او د نجونو او ځواناتو د آینده ژوند په اړه سوچونه او تشويشونه پيدا کېدل ځکه چې دغه سريالونه د کفري ټولنو انعکاس کوي او په کفري ټولنه کې کورنۍ نظام پاشل شوی وي د زوجينو د محبت پر ځای د بيګانه سره د ملګری سيستم کارول کيږي، او د دغو صحنو ليدل په مسلمانه پيغله او مسلمان ځوان سخت بد اثر کوي.
  • د بيګانه نارينه او ښځو تر مينځ د عشقي قصو بيانول، نجونو او ځوانانو ته د واده مخکې د عشق، اختلاط، د بيګانه سره ملګري او ارتباط درس ورکول او د ذهن څخه يې د پاک اسلامي با عفطه او پاکدامنه ژوند ايستل.
  • د اسلامي اخلاقو، مينې محبت او ورورولی پر ځای د ماشومانو په ذهن کې د جنګ، قتل، وهلو او په قهر او غصه کېدو درس ورکول ځکه جنګي فلمونه، د وهلو او ټکولو جاهلانه لوبې او ورزش کوچنيو ماشومانو ته همدا پيغام رسوي.
  • په اسلامي ټولنه کې د کفري دود او رواج خپرول ځکه چې د غربي درامو او سريالونو څخه لباس، اخلاق، بې حجابي او نور سلوک او فوچ عادات زده کوي.
  • د سريالونو بل ستر هدف دا دی تر څو په خلکو کې خصوصاً په ځوانانو او نجونو کې شهوت خپور کړي او دوی د شهوت رانۍ او شهوت پرستۍ باندې وروزل شي او د حيا او غيرت، مړانې جذبه يې ورختمه کړي.

لکه د نصرانيت يو مبلغ چې خپلو ملګرو ته د بيان په يو برخه کې وايي:

مونږ د مسلمانانو داسې نسل برابر او چمتو کړی چې استعمار د هغه په انتظار کې دی، داسې نسل چې د سختۍ په وړاندې مقابله نشي کولای، بې پروا،راحت طلبه اوټمبل دی کچيرې کوم لوړ مقام او مرتبه تر لاسه کړي د عيش او شهوت پرستۍ له کبله کومه د ځوانمردۍ سخا نلر ي (مسيحيت و پيژنئ ، دراسات في الاديان ص ۳۸۳(.

  • د وخت ضايع کېدل، انسان دنيا ته د يو ستر هدف لپاره راغلی دی چې هغه د الله تعالی عبادت دی (په ټولو چارو کې د الله تعالی فرمانبرداري کول) او دې دنيا ته بيا راتلل نشته. دوهم چانس، دريم چانس نلري، که چا د اسلامي شريعت موافق ژوند تر سره کړ کامياب او که د هغه مخالفت يې وکړ نامراد دی.

۹- د غلا ، چل او فريب ، په لوبو کې قمار وهلو څخه منع کول .

۱۰- د غيبت ، بهتان ، ښکنځلو او ټوکو او پر چا باندې له مسخرې کولو منع کول او خپل اولاد ته هغه د ګناه او عواقبو تعليم ورکول .

۱۱- د حرام مال څخه منع کول .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email