د خوړلو او څښلو آداب

۱- د خواراک په شروع کې د بسم الله ويل .

۲- خوراک په ښی لاس خوړل او د خپلې مخې څخه نمډی کول.

۳- د ډير ګرم خوراک خوړل مکروه دي .

۴- په يو ځايې خوراک کې برکت دی.

۵- د خوراک د ګوتو او لوښی پاکول مستحب دي .

۶- د لولېدلې لمړې پورته کول او خوړل پکار دي ، ځکه داسې کول د جناب رسول صلی الله عليه وسلم نقل شوي دي .

۷- د خوراک نه پس د شکر لاندې مسنونه دعا کول .

الحمد لله الذی اطعامنا و سقانا وجعلنا مسلمين ( رواه الترمذی و ابوداؤد ).

۸- د خوراک نه وروسته د لاسونو مينځل :

برکت الطعام الوضوء قبله کا الوضوء بعده ( رواه الترمذی او ابوداود ( .

ژباړه: د ډو ډی نه مخکې او وروسته د لاسونو او خولې مينځل د برکت  سبب ګرځي .

د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : څوک چې د شپې په داسې حالت کې بيده چې د هغې په لاسونو د غوړوالی اثر وي ) لاسونه يې نه وي مينځلی ( او ددې په وجه ده ته څه ضرر ورسيږي ،بس خپل ځان دې ملامت کړي . )ترمذي ، ابن ماجه او ابوداود (

د اوبو د څښلو آداب :

۱- د اوبو څښلو مخکې «بسم الله » ويل او په آخر کې الحمدلله ويل .

۲- اوبه په دوو يا دريو دمو يا ساه ګانو څښل پکار دي

عن ابن عباس قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم لاتشربوا واحد کشرب البعير ولکن اشربوا مثنی وثلث وسمو اذا انتم شربتم واحمدوا اذا انتم رفعتم . ( رواه الترمذی).

ژباړه : دحضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی چه : تاسود اوښ په شان په يوه ساه اوبه مه څکېء . بلکه په دوه دوه ، دری دری ساه ګانو باندی اوبه څکې او چه تاسو په څکلو ولګی نو بسم الله ووايې نو څکې او هرکله و څکې او لوښی دخولې نه لری کوی نو دالله حمد او شکر ادا کوی .

۳- په اوبو کې د ساه اخيستل او پوکل منع دي .

عن ابن عباس قال نهی رسول الله صلی الله عليه وسلم ان يتنفس فی الا ناء او ينفخ  فيه . ( رواه ابو داؤد وابن ماجه )

ژباړه : دحضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم د اوبو په لوښی کې دساه اخستلو او پوکې نه منع فرمايلې ده .

ننی ساينس چې کله دا خبره وڅيړله چې په اوبو کې ساه ايستل څه تاوان لري نو نتيجه داسې راووتله چې هغه ساه چې انسان يې له هوا څخه اخلي اکسيجن دی او هغه ساه کوم چې له بدن څخه خارجيږي کاربندای اکسايد دی ، کله چې کاربن دای اکسايد له ابو سره يوځای شي يو ډول تيزاب د کاربونيک اسيد په نوم جوړوي چې د معدی په هضمې سيستم بد اثر لري کيمياوي معادله يې په لاندې ډول ليکلای شو .

CO2 + H2O = H2CO3

Print Friendly, PDF & Email