د مجلس آداب

۱- مجلس ته د راتلونکی لپاره لازم ده چې د مجلس يوې غاړی ته کېنې ، د دوو کسانو  په مينځ کېنني او  که د هغوی په اجازه وي باک نلري .

۲- کله چې یو له تاسې له مجلس نه پاڅیږي او بیا را وګرځی، دی دهغه ځای ډیر مستحق دی.

۳- د راتلونکو کسانو لپاره تغظمي قيام پکار نه دی ځکه رسول صلی الله عليه وسلم داسې کول نه خوښول ، مګر د رخصتېدو پر مهال درېدل باک نلري .

۴- په مجلس کې بې ادبه کيناستل د مروت خلاف کار دی ، داسې چې نور ناست وي او ده پښې زغولې وي يا يې ستر سم پټ نه وي او داسې داسې حرکات او ناستی چې عرفاً خلک بد ګني .

۴- په مجلس کې د دوو کسانو پټې خبرې شرعاً منع دي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [إنما النجوى من الشيطان] (المجادله ۹و۱۰ ) .

ژباړه : پټې (دغوږ خبرې) د شيطان کار دی .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«إذا كانوا ثلاثة، فلا يتناجى اثنان دون الثالث» (رواه البخاري  ) .

ژباړه:  چې کله دری سړي یو ځای وي نو دو تنه دې د يو نه بغير پټې خبرې نه کوي .

بل ځای فرمايي :«إذا كنتم ثلاثة، فلا يتناجى رجلان دون الآخر حتى تختلطوا بالناس، أجل أن يحزنه»(رواه البخاری) .

ژباړه: کله چې تاسې دری تنه يو ځای وﺉ نو دوه تنه دې يو نه بغير پخپل مينځ کې پټې خبرې نه کوي ترڅو چې هلته نور خلک نه وي راغلي ځکه په دې سره به دريم کس ته ضرر او صدمه ورسيږي .

مطلب دا شو چې دری سړی یوځای وي نو دريم کس نه بغير به پټې د زار خبرې نه کوي ځکه چه دريم بدګومانه نشي چې دوی به زما خلاف خبرې کوي پريشانه نشي چې زه يې د رازدارۍ اهل ونه بللم .

په حديث شريف کې د دريو کسانو يادونه شوی ده مګر که ډير خلک هم وي او يو کس د دوی له راز ويلو جلا وي همدا حکم لري (انوارالقرآن تفسير سوره المجادله ) .

سبحان الله د اسلام د مقدس دين څومره لوړ اخلاق دي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email