د ماشومتوب په مرحله کې د عقېدې اهميت

څلورمه مرحله- دوو کالو څخه تر بلوغ پورې

ديني ، عقيدتي ، عبادي ، اخلاقي او علمي روزنه

اول- د ماشومتوب په مرحله کې د عقېدې اهميت

د اسلام په تربيوي منهج کې په ماشومتوب کې د سالمې عقېدې تأسيس او بنسټ زيات اهميت لري .

ځکه چې ماشوم د خپلو والدينو سره امانت دی ، او زړه يې د هر ډول نقش او فکر څخه پاک او خالي وي او د هر ډول نقش او فکر ځايولو لپاره اماده وي او د هر ډول فکر او روزنې لپاره کاملاً مايل وي . نو د هغه په زړه کې د سالمې عقېدې بنسټ د دنيا او آخرت خير او سعادت دی او په دغه ثواب کې به د هغه والدين او هر مربي معلم شريک وي .

او په دې لاره او مسئوليت کې هر ډول غفلت کول سخت خطرناک دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايلي : [يا أيها الذين آمنوا قوا أنفسكم وأهليكم نارا وقودها الناس والحجارة] (سورة التحريم، الآية:۶)

ژباړه: ای مؤمنانو! خپل ځانونه او خپل اهل عيال له هغه اور څخه وساتئ چې خس يې خلک او تېږي دي.

قرآنکريم د لقمان قيصه را اخلي چې هغه خپل زوی ته لومړی د توحيد په باره کې ټينګار کوي او خپل زوی د شرک څخه منع کوي :

ځکه چې د انسانانو او پيريانو د پيدايښت اصلي مقصد دا دی چې يوازې د الله تعالی عبادت وکړي او له هغه سره هيڅ څوک شريک نکړي .

الله تعالی فرمايي:[وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ] (الذاريات: ۵۶) .

ژباړه: او نه مو دي پيدا کړي پيريان او انسانان مګر دا چې عبادت وکړي زما .

دا ځکه چې هغه (جل جلاله ) زمونږ پيدا کوونکی ، روزې را کوونکی او فنا کوونکی دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ * الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ] (البقرة: ۲۱، ۲۲).

ژباړه: (عبادت وکړئ د هغه رب چې تاسې او له تاسې څخه مخکې ټول خلک يې پيدا کړي دي، تر څو تاسې پرهيزګاران شئ .هغه ذات چې ستاسو لپاره يې ځمکه وغوړوله، آسمان يې چت جوړ کړ او له پاسه يې اوبه را ښکته کړې، په اوبو سره يې ستاسې د خوراک لپاره ډول ډول مېوې را وښکلې . نو بايد تاسې هم له الله پاک سره نور څيزونه برخه من ونه ګرځوئ ).

نو ويلای شو چې د اولاد د روزنې لپاره د ماشومتوب مرحله خاص اهميت لري چې همدا مرحله د سالمې عقېدې ، ښو عاداتو او اخلاقو د روزنې لپاره بنسټيزه مرحله بلل کيږي چې ددې مرحلې اهميت په لاندې ټکو کې خلاصه کيږي :

۱- د طفوليت مرحله د هر قسم فکر څخه پاکه او خالي وي نو د طفل زړه او فکر د سالمې عقيدې د روزنې لپاره کاملاً خالي او اماده وي .

۲- په ماشومتوب کې حفظ او يادول داسې وي لکه د کانړې کرښه چې بيا په آسانۍ له مينځه نه ځي ځکه چې د ماشوم فکر له نورو مشغوليتونو خالي وي .

۳- د طفوليت مرحله د پاکی او صفايي مرحله وي چې زړه او فکر يې د هر ډول فساد ، منافقت او ګناه څخه پاک وي ، کوم زړه چې له ګناه او فساد څخه پاک وي په هغه کې د عقېدې او ايمان نور، پند او نصيحت ځای نيسي او په خوشحالۍ سره يې استقبال کوي .

۴- فاسد ماحول او په خاصه توګه کفري ماحول د طفل په عقائدو باندې اثر کوي نو په همدې مرحله کې سالمې اسلامي عقېدې ته پاملرنه خاص اهميت لري .

۵- کله چې په طفوليت کې ماشوم په سالمه عقېده او ښو عاداتو او اخلاقو و روزل شي نو د بلوغ څخه وروسته هغه ته اصلاح او تقوی ډيره آسانه وي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email