د مور د شېدو ګټې

د مور شېدې د نورو ټولو حيواناتو د شېدو او مصنوعي شېدو څخه غوره شېدې دي چې لاندې غوروالی لري :

۱- د ماشوم لپاره د غذا بهترینه منبع ده کوم چې ماشوم د تي رودلو په سن کې هغه ته ضرورت لري .

۲- دمور دشيدو جوړښت دماشوم  له عمر سره سم او د هغه داړتياپه تناسب بدلون مومي او د ښه لويېدو (نمو ) سبب ګرځي .

۳- د مورشيدې تل پاكې اوصحي دي، داځكه چې په مستقيمه توګه د مور د تيو څخه د كوچني خولې ته داخلېږي، نورې شيدې كيداى شي په آسانۍ سره د لوښو په وسيله ، په لاسونو اونورو شيانو سره ککړې شي.

۴- هغه مور چه خپل اولاد په خپلو شيدو تغذيه كوي د هغوى په بدن كى يو زيات شمير بدلونونه منځته راځي، له هغې جملې څخه د رحم انقباض يا ټوليدل دى .په دې ډول تر ولات وروسته د مور د رحم وینه هم کمیږي او مور ژر صحت منه کیږي او  تر ولادت وروسته د هغو ميندو مياشتنى عادت چې ماشوم ته خپلې شيدې ورکوي، د هغو ميندو په پرتله چې خپل كوچني ته د بوتل شيدې وركوي، ډير وروسته شروع كيږي او دا ميندې په معمولي ډول ډېرې وروسته حامله كېږي .

۵- د مور شیدې د مور او ماشوم تر مينځ عاطفي پیوند ټینګوي، ځکه ماشوم خپله مور له نژدې کتلی شي: ماشوم یوازې له اته څخه تر پنځلس انچه نېژدې شیان کتلی شي، نو کله چې مور ماشوم ته د تي ورکولو په وخت نژدې او مخامخ وي، همدا د بهترینې عاطفي پیوند جوړېدو وخت دی.

۶- ماشوم د خپلې مور اواز او څیره تر ټولو شیانو مخکې پیژني او تر ټولو ښکلی، عالي او ښه موجود ورته مور وي. مور هم ماشوم ته د شیدو په ورکولو رواني او ذهني تسکین پیدا کوي او پدې ډول د دواړو تر منځ عاطفي پیوند ټینګیږي.

۷- ماشوم ته شیدې ورکول د مور بدن د امیندوارۍ او زیږون له زیانونو څخه ژر، رغوري: ماشوم ته شیدې ورکول په مور کې هغه هورمون افرازوي چې رحم بیرته خپل اصلي حالت ته ورګرځوي.

۸- ماشوم ته شیدې ورکول د مور وزن کموي: هغه مور چې ماشوم ته شیدې ورکوي، په ورځ کې ۶۰۰ کالوري مصرفوي او وزن یې په تدریج سره تر امیندوارۍ مخکې مودې ته ورګرځوي.

۹- ماشوم ته شیدې ورکول مور د سینې او تي له سرطانونو ساتي.

Print Friendly, PDF & Email