مکروه نومونه

۱-  د کافرانو او فاسيقانو نومونه ايښودل مکروه دي .

زمونږ په زمانه کې د مسلمانانو په مينځ کې اوس دا رواج شروع شوی چې د کافرانو ، د فاحشو فلمونو او موسيقۍ واله نمونه ږدې که دا کار د تقليد او مشابهت په خاطر وي نو کبيره ګناه ده او که د هغوی د اعتقاداتو د خوښۍ او د هغوی سره د مينې او دوستۍ د اظهار په خاطر وي نو دا بيا د ايمان د پاره لوی خطر دی .

۲-  د سندرغاړو ، فلم جوړونو او ټولو هغو کسانو چې لهو لعبو ته خلک بولي ، نومونه ايښودل مکروه دي .

۳-  شهوت پارونکي نومونه ايښودل مکروه دي لکه په نجونو باندې د (کفاتن ) ، ( مغناج ) يعنې جذابه او مينه ناکه يا مينه ، ښايسته نومونه ايښودل .

۴- : داسې نوم ايښودل مکروه دي چې په ګناه او معصيت باندې دلالت کوي .

۵- د فرعونيانو او جابرينو نومونه ايښودل مکروه دي

۶- د حيوانانو نومونه ايښودل مکروه دي لکه : حمار ، کلب يعنې خر ، سپی او نور .

۷- داسې نومونه ايښودل مکروه دي چې هغه د (الدين ) يا (الأسلام ) سره يو ځای شوی وي لکه : نورالدين ، شمس الاسلام ، سيف الاسلام ، ناصر الدين او نور ځکه چې که نومړی کس ددې نامه خلاف وي نو بيا دا د اسلام اهل ته وبال ګرځي .

مثلاً يو کس د دين دوښمن وي خو د ده نوم ناصر الدين وي ، يو کس ستر فاسق وي خو دده نوم سيف الاسلام وي نو دا يوه دواغجنه دعوه او دروغ شول چې د داسې نومونه په اړه د ځنې فقهاؤ نظر تحريم او د ځنو کراهيت دی.

۸- د شيطانانو نومونه ايښودل حرام دي لکه : ابليس ، خنزب …. او همدارنګه د بوتانو نمونه ايښودل حرام دي  لکه څنګه چې په سنتو کې ددې نومونو د تغير روايات ثابت شوی دي .

۹- او ځنو علماء د ملائکو نومونه ايښودل مکروه بولې په خاص توګه د ښځو د پاره د ملائکو نومونه غوره کول (وكره جماعة من العلماء التسمي بأسماء الملائكة عليهم السلام . أما تسمية النساء بأسماء الملائكة ، فظاهره الحرمة ، لأن فيها مضاهاة للمشركين في جعلهم الملائكة بنات الله ، تعالى الله عن قولهم ).

۱۰- ځينې علماء د قرآنکريم د سورتونو نمونه ايښودل مکروه بولي لکه : طه ، يس ، حم مګر د ځنو علماؤ نظر بيا دا دی چې باک نه لري لکه : طه ، ياسين او نور د دوی دليل دا دی چې په دې اړه د منع کوم شرعي دليل وجود نه لري .

۱۱- داسې نومونه ايښودل چې په هغه کې د پاکۍ او صفت مبالغه وي ، عابد ، متقي ، پاکيزه او نور (الأسماء التي تحمل تزكية مثل : بّرة وتقي وعابد … ينظر تحفة المودود لابن القيم وتسمية المولود) .

عين الله ، وجهه الله او يدالله نومونه :

دا نومنونه (وجه الله ، يدالله ، عين الله ) ايښودل جواز نلري ځکه دا د الله سبحانه وتعالی بلا کيف او بلا تشبه ذاتي صفات دي چې د مخلوق لپاره دا ډول نومونه ايښودل جواز نلري .

جاء في فتاوي اللجنة الدائمة :

وبعد دراسة اللجنة للاستفتاء، أجابت بأنه لا يجوز تسمية المولود بـ: (روح الله، ولا عين الله) ؛ لأنها من صفات الله الذاتية، وصفات الله الذاتية ).

 والله اعلم .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email