دريمه مرحله – د اولاد حقوق د پيداښت څخه وروسته

اول – د پيداښت زېری او مبارکې:

د هلک يا نجلۍ د پيدا ښت زېری او مبارکي ورکول مستحب دي ، ځکه چې په دې سره د مسلمانانو تر مينځ محبت او ورورولي تينګيږي .

جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وتَرَاحُمِهِمْ وتَعاطُفِهِم، مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَداعَى لهُ سائِرُ الْجسدِ بالسهَرِ والْحُمَّى». (متفق عليه ).

ژباړه:پخپل مينځ کې د مسلمانانو د محبت همدردﺉ او مهربانۍ مثال په شان د بدن دی . که د بدن يو اندام په تکليف وي نو ټول بدن به په تکليف درد او تبه کې ورسره شريک وي .

زیرې او بشارت ښه خبر ورکولو ته وايي او مبارکې د خير دعا کولو ته وايي .

د اولاد د پيداښت د زېرې په باره کې په قرانکريم کې څو آيتونه راغلي دي ، الله سبحانه وتعالی فرمايلي :

فَنَادَتْهُ الْمَلآئِكَةُ وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرَابِ أَنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَـى (آل عمران :۳۹ ).

ژباړه : ور نارې کړې ده ته (زکريا ته ) پرښتو حال دا چې دی ولاړ ؤ لمونځ يې کاوه په محراب کې چې يقيناً الله تعالی زېری کوي په تا د يحيی .

همداسې د الله تعالی د جانبه بنده ته د نعمت حاصلېدو مبارکي ورکول مستحب دي او اولاد د الله تعالی لوی نعمت دی ، کله چې د جليل القدر صحابي كعب بن مالك رضی الله عنه توبه الله تعالی قبوله کړه صحابه کرامو زېری ورکړ او هغه ته يې مبارکې وويله .

او کله چې نوی ماشوم يا ماشومه پيدا شي هغه به ولمبوي خپله يا کوم صالح کس ته به يې ور ولي «حنکه» به يې وکړي او د برکت دعا به ورته وکړي .

عَنْ أَبِي مُوسَى t قَالَ: وُلِدَ لِي غُلامٌ فَأَتَيْتُ بِهِ النَّبِيَّ r فَسَمَّاهُ إِبْرَاهِيمَ، فَحَنَّكَهُ بِتَمْرَةٍ، وَدَعَا لَهُ بِالْبَرَكَةِ، وَدَفَعَهُ إِلَيَّ. (بخارى:۵۴۶۷)

ژباړه: ابی موسی رضی الله عنه وايي : زما ماشوم پيدا شو ، هغه مې د نبی صلی الله عليه وسلم حضور ته ور وړلو ، آنحضرت صلی الله عليه وسلم په هغه ابراهيم نوم کېښود ، بيا يې خرما وژوله او په خوله يې ورکړه او د برکت دعا يې ورته وکړه او بيا ماته راکړ .

آن لاين اسلامي لارښود – د اولاد روزنه

Print Friendly, PDF & Email