يوسف استس: په امريکا کې د اسلامي دعوت حيرانوونکی پرمختګ (ورستۍ برخه)

شيخ فهد :

د دعوت چارې مو له کومه او څنګه پيل کړې ؟

يوسف استس: الحمدلله کله چې مونږ د دعوت کار پيل کړ له مونږ سره هيڅ نه وو ، له صفر څخه

، د يو کتاب پرته نور هيڅ شی راسره نه وو .

بيا يو ورځ ما سره رابطه وشوه چې هلته يو نوی اسلامي چينل جوړ شوی چې په انګلیسي ژبه خپرونې کوي .

ومې ويل : رښتا : غواړم هغه ووينم ، موقعيت يې چېرې دی ؟

وويل : نه ، هغوی ستا څخه غواړي چې کار ورسره وکړې ، ما ورته وويل : ځای مو چېرې دی ، هغوی وويل : مصر .

او هلته ته زمونږ سره يو پروګرام پيل کړي دا لومړی پروګرام په نوم د «رفع الضباب» .

يعنې : په غوره طريقه د اسلام ضد شبهاتو او اتهاماتو رد .

وروسته مو د ډاکتر ذاکر په ملګرتيا د «السلام» په نوم چينل په هند کې جوړ کړ .

او بيا بلې مرحلې ته لاړو او ومو ويل چې : يو الکتروني سايټ ته ضرورت لرو .

د خپلو ماهرو ملګرو په وسيله مو يو الکتروني سايټ ديزاين کړ ،هيله لرم چې الله تعالی دوی ته د دغه عمل او هڅو غوره بدله ورکړي .

او اوس مونږ 2900 انټرڼیټي پانې (سايټونه) لرو کوم چې هره ورځ 160 پروګرامونه خپروي

او مونږ اول ځل په امريکا کې اسلامي تېلويزيون په کار واچولو .

اوس مونږ يو مصنوعي سپوژمۍ لرو کوم چې د امريکا او کندا په هوا کې مستقيمې خپرونې کوي او له 300 ميلون بت زيات ظرفيت لري .

او مونږ په دې باندې بس والی نه دی کړی بلکي د تليفون لپاره مو د (Guideus) پروګرام برابر کړ .

او په دې مو هم بس والی نه دی کړی .

د کتابونو په باب وضاحت دا دی چې :

د (afreequran.com) سايټ داسې ترتيب شوی دی چې کتونکی کولای شي په هغه کې خپل ادرس وليکي او مونږ بيا په همغه ادرس مصحف ور ليږو .

او بل مهم کار دا چې هره ورځ سل ګونه جلده قرآنکريم په مختلفو ځايونو لکه : زندانونه ، روغتون ، نوي مسلمانانو ته ،غير مسلمو ته او هغه چې نه پوهيږي هغوی ته توزيع کوو .

او کله چې مصحف خپل کور ته يوسي نو د مصحف په داخل کې به يو کوچنی بيان ومومي چې په هغه کې د مصحب طريقه ، پوهه ، آداب او زمونږ د فعالت سايټونه ليکل شوي وي .

تر دې چې 25 کاله وروسته مو ډير خلک وليدل چې په اسلام کې داخل شول ، لکه په دا تير سيپتمبر کې يو کشيش مسلمان شو او اوس زمونږ سره د «جايد أس تي في » کې کار کوي .

دا ټول د «اهدنا» نتجه ده .

اوس هم چې هر څوک هدايت غواړي نو واحد الله سبحانه شته چې هغه ته په مستقيمه لاره هدايت وکړي .

د يوسف استس تر مشرۍ لاندې څو اسلامي سايټونه

www.IslamTomorrow.com

www.ShareIslam.com

www.GodAllah.com

www.ProphetofIslam.com

www.IslamCode.com

www.IslamAlways.com

www.IslamNewsRoom.com

www.ChatI

slam.com

www.WatchIslam.com

www.HearIslam.com

اللهم أنصر الأسلام و المسلمين في کل مکان

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email