د تمتع څخه قران حج ته داخلېدل

محترمو استاذانو السلام علیکم ورحمت الله.
الله پاک موتل داسلام خادمان اوخدمت ګاران لره.
پوښتنه تیرکال مونږحج ته لاړو او تمتع نیت مووکړ موږ سعودي کې یو مسافریو مطلب نو اخیري ورځ باند وراغلو ډیره سختی سره نو چ عمره مووکړه په هغه احرام کې هغه ورځ منی ته هم لاړو مطلب احرام موبدل نه کړ ځان موحلال نه کړ اوس په دې صورت کې حج ته کوم زیان خونه دې رسیدلی.
دجواب په هیله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کچېرې څوک د حج د وخت په ترېدو وويرېږي او د تمتع څخه د تحلل (حلالوالی) وخت پيدا نه کړي او د عمرې په احرام کې حج ته ور داخل شي نو قارن ګرځي . حج یې متمتع نه بلکي قارن دی کچېرې د کوم جنايت مرتکب شوي وي نو هغه به د تمتع نه بلکي قارن له مخې ادا کوي .

اعْلَمْ أَنَّ الْمُتَمَتِّعَ إذَا أَحْرَمَ بِالْحَجِّ، فَإِنْ كَانَ سَاقَ الْهَدْيَ أَوْ لَمْ يَسُقْ وَلَكِنْ أَحْرَمَ بِهِ قَبْلَ التَّحَلُّلِ مِنْ الْعُمْرَةِ صَارَ كَالْقَارِنِ، فَيَلْزَمُهُ بِالْجِنَايَةِ مَا يَلْزَمُ الْقَارِنَ، وَإِنْ لَمْ يَسُقْهُ وَأَحْرَمَ بَعْدَ الْحَلْقِ صَارَ كَالْمُفْرِدِ بِالْحَجِّ إلَّا فِي وُجُوبِ دَمِ الْمُتْعَةِ وَمَا يَتَعَلَّقُ بِهِ شَرْحُ اللُّبَابِ(درالمختار ۲/۵۳۹).

إذا أحرم بالعمرة، والعمرة صغيرةٌ تدخل في الحج لكن الحج لا يدخل في العمرة

وكل متمتع خشي فوات الحج ، فإنه يحرم بالحج ، ويصير قارنا ، وكذلك المتمتع الذي معه هدي ، فإنه لا يحل من عمرته ، بل يهل بالحج معها ، فيصير قارنا (فقه الحج – الأکاديمية الأسلامیة )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email