د امريکايي محصلې (ماريا) اسلام راوړل

السلام عليکم ، زما نوم ماريا دی ، يو کال مخکې مسلمانه شوې يم

د (Colorado) ايالت د بولډر په ښار کې زږېدلې يم ، پلار مې اصلاً د افريکا دی چې دلته را کډه شوی دی .

والدين مې دواړه بې دينه وو چې د کوم دين تابع نه وو .

زما يو ورور دی چې د کولوراډا په پوهتنون کې موسیقي زده کوي او هغه هم مسلمانه بلکي کاتوليک دی .

د اسلام راړولو مخکې زما سره د دين او ايمان د حقيقت په اړه څه فکر نه وو ځکه زه په يو بې دينه ملحده کورنۍ کې ستره شوې يمه .

او ما به داسې فکر کولو چې په دين کې زيات مشکلات دي په خاص ډول کله به مې چې عالمي جنګونو او نورو ته نظر کولو او د مسلمانانو په اړه مې منفې نظر لرلو .

باور کوم چې د اسلام په اړه مې لومړي پيژندنه هغه وخت تر لاسه کړه چې کله د يو صالح کس سره مخامخ شوم ، هغه د دين په اړه څه نه ويل او ما فکر نه کولو چې هغه دې مسلمان وي .

هغه داسې يو دينداره با وقاره او غوره سړی وو چې ما ګمان کولو د زړه حکيم او طبيب دی .

ما فکر نه کولو چې د هغه دا ښه صفات د اسلام په وجه وي بلکي ما داسې فکر کولو چې دا به د ده خپل صفات وي .

کله مې چې په دې باره کې فکر وکړ نو نتيجې ته ورسيدم چې دا صفات د اسلام د تابعدارۍ په وجه دي نو د هغه سره مې د زړه مينه پیدا شوه ، هغه د طيبي تکنالوجۍ محصل وو.

يو وخت هغه د بولډر څخه د اريزونا په لاره د موټر په حادثه کې وفات شو .

او دا زما په ژوند کې د مرګ لومړۍ تجربه وه ، او زه پوه شوم چې د هغه کار په مرګ نه ختميږي ، امکان نلري چې هغه دې مړ شي ؟ مګر دا يو عالي او ستر قوت دی چې دا کار تر سره کوي .

نو ځکه مې د قرآن او نورو کتابونو لوستلو ته مخه کړه .

يو ورځ مې قرآن لوستلو چې همدا مې د لارښوونې شيبه وه داسې چې په قرآن کې هر څه واضح بيان شوي ، او د هر څه موقف کاملاً حقيقي دی نو دې نتيجه ته ورسيدم چې هر څه پکې صحي دي.

باور لرم چې دا مې د شهادتين لوستلو لومړی ځل وو چې زه يوازې وم ، وروسته مې د خپلو مسلمانو ملګريو سره خبره وکړه هغوی راته وويل چې ډنفر شيخ ته به لاړ شو ، هلته لاړو ، د هغه سره مو خبره شريکه کړه او د هغه په مخ کې مې شهادتين ولوستل او دا دوې ملګرې مې لکه ګواهانې موجودې وې .

پلار ته مې هيڅ حال نه ويلو ځکه زه پوهيدم چې هغوی ته دين اهميت نه لري .

او دا زما لومړی ځل وو چې د کاميابۍ احساس مې وکړ .

د رمضان کامله مياشت روژه مې ونيوله چې څه سخته وه ځکه دا زما لومړی عمل وو .

کورنۍ به مې فکر کولو چې څنګه ټوله ورځ خوراک نه کوي بلاخره هغوی قبوله کړه چې ما اسلام قبول کړی دی .

د واده په اړه به مې هم کله فکر کولو چې يو مناسب کس به پيدا کوم چې مسلمان وي .

کله مې چې حجاب اغوستل پيل کړل نو زما لپاره څه مشکل وو په خاصه ټوګه په عامه ځايونو کې چې داسې فکر به مې کولو چې ټول خلک ماته ګوري ، ځينې نورو ښځو به هم په پابندۍ سره حجاب اغوستلو او ما به داسې ګمان کولو چې زه يوازنۍ امريکايي نجلۍ يم چې حجاب اغوندم .

د ماريا ورور وايي : کله چې مونږ ته ښکاره شوه چې ماريا اسلام قبول کړی دی زه ډير حيران شوم ، خو د هغه اسلام راوړلو پر مونږ اثر ونه کړ او زمونږ علاقه د هغې سره ښه ده ، (دا ځکه چې هغه هم په عيسی عليه السلام ايمان لري) .

ماريا وايي : هو ، مونږ د يو کار په اړه خبرې کوو ، او دا خوښوو چې اديان سره مقايسه شي ، مونږ په اسلام کې په عيسی عليه السلام ايمان لرو .

زه دې خبرې ته حيرانه يم چې هغوی وايي مسلمانان پر عيسی عليه السلام او همدارنګه مريم ايمان نلري ځکه کاتوليک له مريم رضی الله عنها سره رابطه لري ، حال دا چې په قرآن کې د مريم په باب خاص سورت دی .

ورور يې وايي : باور لرم ماريا هغه څه انتخاب کړې چې د هغې سره ښه سمون خوري . نو ځکه يې په مونږ هيڅ تأثير نه دی کړی او زمونږ لپاره مشکل نه دی .

ماريا : زه فکر کوم ډيرو په اسلام پسې غلط أفکار تړلي دي .

ټولنيزې شبکې ، اخبار او مجلې او تلويزيون ټول د اسلام غلط تصور ښکاره کوي .

تاسې به هيڅکله ونه ووينئ يو صالح شخص مګر دا چې هغه به رښتينی مسلمان وي .

او هميشه د هغوی نه د مسلمان په اړه د تروريست او افراطي خبرې اورېدل کيږي خو هيڅکله به د هغوی څخه دا وانه وري چې مسلمانانو داسې صفات لري او دغه کارونه وړاندې کوي .

لکه څنګه چې زه د اسلام راوړلو مخکې وم د اسلام په اړه هيڅ مو نه په مکتب او نه هم پوهنتون کې څ ويلي وو ،بلکي ټولنيزې مډيا به د اسلام په اړه منفي تبليغات کول .

د نورو کسانو لپاره څه پيغام لرې ؟

يوازې دومره وايم : چې څنګه خپل ځان ته ګورئ هسې نورو ته هم وګورئ .

تاسې بايد په دې پوه شئ چې ټول امريکايان داسې نه دي لکه څنګه يې چې تاسې د تلويزيون له شيشې ګورئ .

کولای شم ووايمه ، زيات امريکايان د اسلام په اړه داسې فکر نه لري لکه څنګه چې تاسې ګمان کوئ بلکي ځينې کسان د اسلام په اړه منفي فکر لري .

و السلام عليکم

قصة مؤثرة جداً لطالبة أمريکية الملحدة أعتنقت الاسلام

An Us student Embraces Islam (A touching story)

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email