په موټر کې تيمم وهل

په بس موټر کى تيمم وهل کيژي که د مازديګر لمونځ راڅخه قضاء کيژي؟

عمر له بلجيم هيواد څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د تيمم د اباحت د اسبابو څخه يو هم د اوبو نشتوالی دی چې لاندې صورتونه لري :

الف ) چې اوبه له يو ميل (1600-1800) متره په اندازه يا له هغه څخه زياتې لرې وي .

ب ) : د ابو سره نږېدې څه مضر ځناور يا دوښمن وي چه د خطر او نقصان ويره وي

ج ) : څه اندازه اوبه وي لکن که په دغو اوبو اودس وکړي د لوږې او تندې سره مخامخ کيږي او په قيمت سره د اخيستلو اوبه نه وي .

د ) : په طياره يا ريل کې سپور وي هلته اوبه نه وي يا د اودس کولو موقع نه وي .

ه)- د اوبو د استعمال قدرت نه لرل .

کچيرې سړی په موټر او کومه بله سورلۍ کې ناست وي نو د لمانځه تر آخره وخت پورې انتظار کولای شي کچيرې لمونځ قضا کيږي ،د امکان په صورت کې به له موټر څخه کښته شي اودس او لمونځ به وکړي او په بل موټر کې به لاړشي .

کچيرې د سورلۍ څخه د ښکته کېدو په صورت د سخت ضرر او زيان سره مخامخ کيږي نو د سورلۍ په ګرد او غبار به يتمم ووهي او لمونځ به ادا کړي .

تيمم په پاکه خاوره يا د خاوری له جنس څخه بل شی لکه کانړی (چه دخاوری ګرد ولري ) ،چونه ،ګچ ، ريګ ،جغل او دخټو اوخښتو ديوال او همدارنګه د خاورو ګرد او غبار باندې تيمم کول جايز دي (فتح القدير:۸۸/۱، البدائع:۵۳/۱) .

يجوز التيمم بكل ما كان من جنس الأرض، كالتراب (وهو مجمع عليه) والغبار، والرمل، والحجر، والجِصّ (الكلس) والنُّورة (حجر الكلس)، والكُحْل والزَّرْنيخ، وإن لم يكن عليها غبار

فتح القدير:88/1، البدائع:53/1

تنبه : دا په هغه صورت کې چې کوم وخت داسې پيښه او صورت را مينځته شي په عادت جوړلو سره چې هره ورځ وي عذر نه بلل کيږي او بايد د تګ وخت ته تغير ورکړي لمونځ په هيڅ صورت د کوم کار تابع نشي کيدای بلکي کار او دنده به د لمونځ د وخت تابع او پلان شوي وي .

په سورلۍ کې د لمانځه ادا کولو مسائل دلته ولولئ

په موټر ، طياره او کيښتۍ کې لمونځ ادا کول

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email