د اسعارو په تبادله کې د کوچنيو نوټونو په ټيټ قيمت اخيستل

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !
ستاسو څخه ډیره زیاته مننه کوم چی مسلمانانو ته د قران او احادیثو په رڼا کی رهنمایی کوی او دالله (جل جلاله) ددربارڅخه درته ډیر اجرونه او دلازیا ت توفیق دوعاګانی کوم زه هم یو پوښتنه لرم هغه داجی دغه داسعارو په تبا دله کی دالر په افغانی په غټو پیسو یعنی هزاری نوټ او پنخه سوی نوت په یو قیمت خرڅیږی او که چیری د سلو نوټونه او یا هم د پنڅوسو افغانیو نوټونه وی بیا یو څه قیمته خرڅیږی دغه تفاوت چی د غټو پیسو اوورو پیسو ترمابین په تفاوت خرڅیږی ایا دغه معامله صحی ده اوکه حرامه او همدارنګه بر عکس که چیری د دالر نوټونه هم میده وی یعنی د لسو نوټ وی یا د دشلو نوټ هم په تفاوت خرڅیږی (ارزانه وی) په دغه ارتباط که رهنمایی وکړی ډیره مهربانی به مو وی
ستا سو د لا کامیا بی په هیله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کچيرې د پيسو جنس يو وي لکه د ډالرو د لويو ڼوټونو بدلول په کوچنيو په فرق سره او يا د افغانيو د لويو ڼوټونو بدلول په برق په وړو نوټونو نو دا معامله سود دی ځکه جنس یې يو دی .

تفصيل دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/11181

مګر که جنس مخالف وي لکه ډالر په افغانيو يا افغانۍ په ډالرو او د ډالرو واړه نوټونه نظر لويو نوټونو ته په کم قيمت و پلورل شي باک نلري .

جاء في فقه التجار المسلم :
وأرى أن يقوم الصراف بتبديل الفئات الصغيرة من الدولار بعملة أخرى بسعر أقل من السعر الذي تبدل به الفئات الكبيرة من الدولار فهذه الصورة جائزة ولا بأس بها (فقه تجار المسلم ۱/۱۵۹ ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email