د اتريش د هيواد په يو هوټل کې کار کول

اسلام علیکم ورحمته الله و برکاته
زه گلبدین د اتریش هیواد سخه تاسی ته دا پیام استوم مونگ یو پوشتنه لرله
زه دلته په اتریش کی په یوه هوتل کی کار کوم او پدی هوتل کی هر قسمه غوشه خرسیگی البته هوتل د اتریشیانو دی او پدی کی مسلمانان هم ڈوڈی خوری نو تاسی پوره معلومات راکڑی چی دا کار باید زه پریگدم او که نه؟ د ځواب په هیله زواب راکڑی

ګلبدين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په خارجي هيوادونو کې د مسلمان د پاره مباح کارونه جايز دي .

مباح داسې چې ذاتاً او آثاراً حلال وي ، ذاتاً دا چې په هغه کې شرعي حرمت نه وي لکه : شراب ، د خنزير غوښه ، سود ، فحشاء او غيره او اثاراً دا چې هغه کار د اسلام او مسلمانانو پر خلاف نه وي .

په هوټل کې په دې شرط کار جايز دی چې په هغه کې د خنزير د غوښي پخول او خلکو ته ورکول ، د شرابو برابرول او د هغه انتقال او خلکو ته د څښلو د پاره ورکول نه وي جايز دی او که دا ډول کارونه وي نو د مسلمان د پاره جايز نه دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( لَعَنَ اللَّهُ الْخَمْرَ وَشَارِبَهَا وَسَاقِيَهَا وَبَائِعَهَا وَمُبْتَاعَهَا وَعَاصِرَهَا وَمُعْتَصِرَهَا وَحَامِلَهَا وَالْمَحْمُولَةَ إِلَيْهِ) ابوداود او سلسلة صحيحة 238 ) .

يعنې : الله تعالی لعنت کړی دی په شرابخور ، ساقي ( کوم چې د څښلو د پاره شراب برابروي ) ، د شرابو خرچونکی او اخيسونکی، د شرابو جوړونکی او د شرابو نقل کوونکی او حمل کوونکی .

جاء فی فی فقه المعاملات المعاصرة :

للمسلم إذا لم يجد عملاً مباحاً شرعاً العملُ في مطاعم الكفار، بشرط أن لا يباشر بنفسه سقي الخمر، أو حملها، أو صناعتها، أو الاتجار بها، وكذلك الحال بالنسبة لتقديم لحوم الخنازير ونحوها من المحرمات.

مجمع الفقه الإسلامي، جدة، الدورة الثالثة، القرار رقم (11)، السؤال العاشر.

کچېرې په ټولو خوراکه پلورنځيو کې شراب موجود وي نو تاسې د بل مباح کار په لټه کې شئ يعنې د خوراکه فروشی بغير کوم بل دوکان کې کار ولټوئ ، په هغو دوکانو او هوټلونو کې چې د شرابو او خنځير او مرداره غوښه تياريږي په هغه کې کار کول جايز نه دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email