د عربستان په اعلان سره روژه نيول څه حکم لري ؟

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته  الله ج مو پخپلی رضا سرہ ونازوہ زماپښتنه داسی دہ چه روژہ مبارکه ھم راروانه دہ الله ج مو دی پخیر ور ورسوی زہ خپله په پاکستان کی اوسیږم اوترننه پوری می روژہ د پاکستان سرہ ندہ نیولی د سعودی عربستان اعلان چه واورو نو روژہ موھم دٹولی اسلامی نړ‎ سرہ وی  اوس دعلمآوو مبارکانواختلاف بیخی اوج ته رسیدلی دي څوک وایی ددی ملک متابعت ضروری دی څوک وایی یا د اسلامي ھیوادونو سرہ لکہ سعودی عربستان افغانستان اونوراسلامی ھیوادونه  اوس قیصه ډیرہ راته سخته سوہ نو لھذا که په دی بارہ کی  مفصل جواب د شریعت په رڼاکي راکي ډیرمنندوی مویم  الله ج موخوشحاله ولرہ

عبدالهادی قانت


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

روژه به د مياشتې په ليدلو سره نيول کيږي او د میاشتې په ليدلو سره به خوړل کيږي .

لقول النبی صلی الله عليه وسلم : « صوموا لرؤيته وأفطروا لرؤيته »

الف : احنافو رحمهم الله په نزد کچېرې آسمان او هوا صاف وي نو د مياشتې د ليدلو د اثبات لپاره د دومره خلکو ليدل شرط دي چې یقين ته ورسيږي .

إذا كانت السماء صحواً: فلا بد من رؤية جمع عظيم لإثبات رمضان، والفطر أو العيد، ومقدار الجمع: من يقع العلم الشرعي (أي غلبة الظن) بخبرهم (فقه اسلامي وادلته ، الدر المختار: 123/2-130، مراقي الفلاح: ص108) .

ب : او که هوا صافه نه وي ګرد غبار وي د يو عادل مسلمان کس که نارينه يا ښځه شهادت ورکول شرط دی .

وأما إذا لم تكن السماء صحواً بسبب غيم أو غبار ونحوه، فيكتفي الإمام في رؤية الهلال بشهادة مسلم واحد عدل عاقل بالغ، (والعدل: هو الذي غلبت حسناته سيئاته) أو مستور الحال في الصحيح، رجلاً كان أو امرأة (فقه الاسلامي وادلته ،الدر المختار: 123/2-130، مراقي الفلاح: ص108) .

ج : او کچېرې وريځ وي او مياشت ونه ليدل شي نو د شعبان (۳۰) ورځې به پوره کړي .

د مطالع د اختلاف مسئله :

هغه هيوادونو چې د لمر او سپوژمۍ په راختلو کې فرق لري د هغو حکم څه دی ؟

د احنافو د اکثرو مشايخ کرامو فتوی دا ده چې د مطالع اختلاف اعتبار نلري کچرې د مشرق خلک مياشت وويني د مغرب پر خلکو يې متابعت لازم دی ، يعنې که د مياشتې ليدل په مغرب کې ثابت شي د مشرق لپاره هم ثابت دي ، يا په اوس وخت کې که په سعودي عربستان کې د مياشتې ليدل ثابت شي نو په افغانستان هم ثابت ګنل کيږي .

قال الحنفية اختلاف المطالع، ورؤية الهلال نهاراً قبل الزوال وبعده غير معتبر، على ظاهر المذهب، وعليه أكثر المشايخ، وعليه الفتوى، فيلزم أهل المشرق برؤية أهل المغرب.

(فقه اسلامي وادلته ،الدر المختار ورد المحتار: 131/2-132، مراقي الفلاح: ص109) .

په دې باره کې د معاصرو فقاؤ څه نظر دی ؟

د سعودي عربستان د اکاديمیة الاسلامي د فقه استاذ دوکتور راشد بن عثمان الزهراني ليکي :

فإذا رؤي في بلدٍ رؤي الهلال في المملكة العربية السعودية، فماذا يجب على بقية المسلمين؟والعلماء -رحمه الله تعالى- اختلفوا في هذه المسألة:

  • من العلماء من قالوا: إذا رؤي في بلدٍ يلزم جميع بلاد العالم الإسلامي أن تصوم برؤية هذا البلد، العربية السعودية بحكم أنها قبلة العالم الإسلامي وقبلة المسلمين.
  • ومن العلماء من قال إذا اتحدت المطالع فيجب على أهل هذا المطلع أن يصوموا، وإذا اختلفت فلكل أهل بلدٍ رؤيتهم.

الصحيح من أقوال أهل العلم في ذلك أنها تعود إلى إمام المسلمين في هذا البلد، فإن صام في يومٍ صام الناس معه، والنبي صلى الله عليه وسلم قال: « الصوم يوم يصوم الناس »، وهذا أفضل.

ژباړه : که چېرې د سعودي عربستان په هيواد کې مياشت وليدل شي نو پر نورو مسلمانانو څه کول واجب دي ؟

په دې مسئله کې د علماؤ رحمه الله اختلاف دی :

  • ځينې علماء وايي چې کله په يو هيواد کې مياشت وليدل شي نو په ټول عالم اسلام يې نيول لازم دي ، سعودي عربستان د مسلمانانو قبله ده ( که هلته مياشت ثابته شي په ټول عالم اسلام يې نيول واجب دي ) .
  • ځينې علماء وايي کوم چې په مطالع کې زيات فرق نلري د بل هيواد اتباع کولای شي مګر که مطالع مختلف وي نو هر هيواد به پخپل هيواد کې د مياشتې د ليدلو له مخکې روژه نیسي .

وروسته زیاتوي : او په دې باره کې صحيح دا دی چې د هيواد د مسلمانانو امام ته به رجوع کيږي که هغه د روژي نيولو حکم وکړ خلک به د هغه سره روژه نیسي په دليل د دغه حديث :«الصوم يوم يصوم الناس»

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email