د «داروين) نظريه

د الحاد د پوڅو او خيالي افکارو څخه يوه فرضيه دا ده چې انسان د شادي (بیزو) له نسل څخه ګڼې

ځينې کفار او ملحدين اوس هم د «داروين» په نظريه باندې اتکاء کوي او وايي چې د انسان اصل او نسب له بيزو (ميمون ) څخه دی آیا دا خبره کوم اصل لري ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا نظر د “داروين” په نوم د يو انګريز ده چې هيڅ اصل نلري .

دا نظر د اسلام خلاف دی ، د انسان اصل او جوړښت له خټې (اوبه او خاورو ) څخه دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ] (المؤمنون: ۱۲).

ژباړه: او يقيناً مونږ انسان د نچوړ شوي خټې نه جوړ کړ .

همدارنګه د قرآنکريم لاندې نص په دې باندې دلالت کوي چې ټول څاروي او مرغان ستاسې انسانانو په څير جلا جلا امتونه او نسلونه دي ، لقوله سبحانه وتعالی :[وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلاَّ أُمَمٌ أَمْثَالُكُم …..] (الأنعام: ۳۸).

ژباړه :او نشته هيڅ په ځمکه خڅېدونکی څاروی او نه الوتکونی مارغه چې پخپلو وزرونو الوځي مګر ټول سره امتونو (جلا جلا نسلونه ) دي .

همدارنګه پورته نظريه د اوسنيو علمي تحقيقاتو په وسيله رد شوې ده .
ترکي عالم هارون يحی ددې احمقانه نظريې په رد کې کتاب ليکلی دی ، دا کتاب ښکته کړئ

د بريطانيا تيلګراپ په (2009) کال کې د سايسن د څو مشهورو دوکتورانو يوه څيړنه خپره کړي چې په هغه کې د (داروين) نظريه رد شوې او هغه يې غلطه ثابته کړي ده .

Charles Darwin’s tree of life is ‘wrong and misleading’, claim scientists

نومړی مقاله په لاندې لينک کې ولولئ :

http://www.telegraph.co.uk/news/science/4312355/Charles-Darwins-tree-of-life-is-wrong-and-misleading-claim-scientists.html

او په 2010 کال کې د کاليفرنيا د “Louisiana” پوهتنون يوې ډلې په نوم د “Cognitive Evolution Group” چي د انسان او بيزو (ميمون) پر مغزو کې يې مطالعه کوله راپور ورکړ چې د انسان او بيزو په مغزو کې زيات تفاوت شتون لري .

سبحان الله وبحمده سبحان الله العظيم

موقع الأفغانية الأسلامية العالمية بالغة البشتو

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email