د زده کوونکو والدين کرام!

والدين کرام :

دغه رساله اصلاً د معلم لپاره ترتيب شوې خو په مختصر ډول د زده کوونکو والدين کرام ته په دوو ټکو نصيحت کيږي :

۱- د خپل اولاد ديني ، تربيتي او علمي څارنه ، د والدينو کرامو بايد دې ټکې ته پوره پام وي چې اولادونه مو که له ( ۴-۶) ساعته له معلم سره وي خو پاتې عمر يې ستاسې تر څارنې لاندې تيريږي ، کله داسې هم وشي چې په مکتب کې د خلکو په بچيانو ډيره خواري وشي خو د خپلو والدينو د غفلت له لاسه هغه هر څه برباد شي .

د خپلو اهل او اولاد ديني او اخلاقي ترتبيه ته پام او څارنه کول د کور د مشر او سرپرست او د هغه په غيابت کې د مور مسئوليت دی ، خپل اولاد بايد پوره وڅاري چې هغه چېرې ګرځي ، د چا سره ګرځي ؟ څه کوي ؟ آيا درس وايي ؟ کورنۍ کار تر سره کوي ؟ په اوه کلنۍ کې لمونځ کولای شي ؟ په لس کلنۍ کې لمونځ کوي او که نه ؟ جومات ته د ديني درس لپاره ځي او که نه ؟ لمونځ په جومات سره ادا کوي او که نه ؟ او داسې نور .

والدين کرام !

نن څو ورځې له خپل اولاد سره تکليف او زحمت تير کړئ ، هغوی له بدو کارونو څخه په کلکه منع او ښو کارونو ته يې تشويق کړئ ، جومات ته يې د قرآن او د دين د زده کړي د پاره وليږئ، اسلامي تربيه ور وښيئ ، د اطاعات په حصه کې يې کلک وڅارئ ، کوچه کشتۍ ، د فاسدو خلکو له ملګرۍ ، د فلمونو ، سريالونو څخه يې وژغرئ ، د څو ورځو د تکليف په وجه به ټول عمر آرامه سرلوړي او په دنيا او آخرت کې ور باندې خوشحاله او افتخار کوونکي وئ .

او که نن ورځ غفلت او سستي وکړئ چې زما د سر څخه چپ وي ، زه آرام وم ، ولو که په کوڅو کې ګرځي ، ولو که ګيم  وکړي ولو که سريال او فلم ته کينې ولو که جومات ته نه ځي ولو که د دين څخه بالکل ناخبره وي خو چې زما د سر نه چپ وي او مونږ آرامه وو او مونږ ته شور او غالمغال ونه کړي ، نو پوه شه چې دا د څو ورځو غفلت او سستي به مو ټول عمر غم وګرځي .

۲- ضروري شرعي علم په نارينه او ښځو دواړو فرض دی ، ډير والدين د خپلو لورګانو او خويندو ديني علم او تربيت ته هيڅ توجه نه کوي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: « طلب العلم فريضة على كلّ مسلمٍ » يعنې: د علم طلب په هر مسلمان (نر او ښځه) فرض دی.

د پورته حديث څخه د شريعت ضروري علم مراد دی لکه: عقائد، د طهارت،لمانځه، روژې، زکات او حج احکامو،اسلامي حجاب،ضروري معاملات، آداب او د ګناهونو او حرامو پېژندل او داسې نور.

الموسوعة الفقهية ليکي:

په پلرونو او ميندو لازمه ده چې خپل اولاد (هلکانو او نجونو) ته د شريعت ضروري احکام ور زده کړي لکه:طهارت، لمونځ، روژه او نور او همدارنګه د حرامو شيانو زده کړه لکه: د زنا، لواطت، غلا، شراب، غيبت، بهتان او نور زده کړه ورباندې واجبه ده.

جاء فی الموسوعة الفقهية:

على الآباء والأمّهات تعليم أولادهم الصّغار الطّهارة والصّلاة والصّوم ونحوها، وتعليمهم تحريم الزّنى واللّواط والسّرقة، وشرب المسكر والكذب والغيبة وشبهها، وأنّهم بالبلوغ يدخلون في التّكليف.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

« من كانت له بنت فأدّبها فأحسن أدبها، وعلّمها فأحسن تعليمها، وأسبغ  عليها من نعم اللّه الّتي أسبغ عليه كانت له ستراً أو حجاباً من النّار »

ژباړه: چا لره چې يوه لور وي پس هغه ته نيک تربيه او نيک تعليم ورکړي او د الله (جل جلا له) د ورکړيو نعمتونو څخه هغې ته څه ورکړي، نو ده لره به مانع او پرده شي له دوزخ څخه.

دا چې د نجونو او ښځو لپاره د زده کړې څنګه باستره او با پردې د نارينه څخه کاملاً جلا ځای برابر شي د مسلمانانو په مسئولينو او علماوو پورې اړه لري ، ځکه چې د هلکان او نجونو اخلاط او کډون حرام دی.

وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة (۱۲/۱۵۶):

“أولا: الاختلاط بين الرجال والنساء في المدارس أو غيرها من المنكرات العظيمة، والمفاسد الكبيرة في الدين والدنيا، فلا يجوز للمرأة أن تدرس أو تعمل في مكان مختلط بالرجال والنساء، ولا يجوز لوليها أن يأذن لها بذلك.

(اول دا چې: په مدارسو او مکاتبو او نورو ځايونو کې د سړيو او ښځو تر مينځ اختلاط ستر ګناه او د دنيا او آخرت عظيم فساد دی، ښځې ته جايز نه ده چې د سړيو او ښځو په مختلط ځای کې تعليم زده کړي او د ښځې سرپرست ته جايزه نه ده چې هغې ته اجازه ورکړي.

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email