د معلم اخلاق – عدل او مساوات

۵- عدل او مساوات :

د الله تعالی د جانبه د ټولو پيغمبرانو او آسماني کتابونو د نزول يو هدف په ځمکه کې د حق او عدل قايمول وو :

لقوله تعالی: [لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ] ( الحديد ۲۵) ژباړه: (يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړی ؤ تر څو پرخلکو کې عدل قايم شي) .

معلم ته ښايي چې په سلوک، زده کړه، نمرو ورکولو او د تعليم په ټولو چارو کې د زده کوونکو تر مينځ د عدل قيام وکړي .

د خپلوۍ او ملګرۍ، خان او ملک تر تأثير لاندې رانشي تر څو صلب عدالت شي او همدارنګه د چا سره د تربګينت او عداوت له مخې د کوم زده کونکي حق پايمال نکړي .

لقوله سبحانه تعلی: [ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا ... ] [المائدة:8]. ژباړ: (ای مؤمنانو ! شی قايم د الله تعالی د پاره ګواهي ورکونکي په انصاف او د کوم قوم د دوښمنۍ په وجه انصاف مه پريږدی عدل کوﺉ) .

د عدل قيام عبادت دی چې ستر فضيلت لري او بې عدالتي ظلم دی چې په قيامت کې د تيارو سبب ګرځي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :«إنَّ المُقسِطينَ عِنْدَ اللَّهِ عَلى مَنابِرَ مِنْ نور: الَّذِينَ يعْدِلُونَ في حُكْمِهِمْ وأَهليهِمْ وما وُلُّوا » (رواهُ مسلم).

ژباړه: (مقسطين (عادل خلک ) به د الله تعالی په نزد د نور پر منبرونو قرار لري، هغه کسان چې ( په ور سپارل شوي ) حکم او مسئوليت  کې او د خپل اهل او ولايت کې د عدالت رعايت کوي) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 21 times, 1 visits today)