د معلم اخلاق – مهرباني او نرمي

۴- مهرباني او نرمي :

معلم ته پکار ده چې د خپلو زده کوونکو سره مهربانه او نرمه رويه او سلوک وکړي د هغوی زړونه کمزوري دي د سختی توان نلري ډيره سختي او بد سلوک د معلم او درس څخه د زړه توروالی سبب ګرځي .

معلم به په لومړي قدم کې د زده کوونکو په زړه کې خپله مينه، محبت او مهرباني ځای کړي کله چې د زده کوونکو په زړه کې د معلم محبت ځای پر ځای شي بيا په هغوی باندې فشار او تأديب کوم اثر نلري .

الله سبحانه وتعالی د خپل رسول صلی الله عليه وسلم په اړه فرمايي :

[فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ] (آل عمران :۱۵۹ ) . ژباړه: (د الله مهرباني وه چې ته مسلمانانو ته نرم شوې. که ته بد خويه او سخت زړی وای نو دوی به ستا له چاپيره څخه خواره واره او تيت پرک شوی وای نو عفوه ورته وکړه، بښنه ورته وغواړه او په کار کې ورسره مشوره وکړه او کله دې چې هوډ وکړ نو پر الله پاک توکل وکړه) .

معاذ بن جبل رضی الله عنه  وايي: چې يو ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم  زه تر لاس ونيولم او ويي ويل: «يا معاذ إني لاحبك »ای  معاذه ! يقيناً په ما باندې ګران يي. معاذ وويل‌:  ای  پیغمبر صلی الله علیه و سلم پلار او مور مې له تا قربان شي، ته هم په ما باندې ګران يي ‌.  ويي فرمايل :«أوصيك يا معاذ، لا تدعن في دبر كل صلاة أن تقول: اللهم أعني على ذكرك وشكرك وحسن عبادتك»

ژباړه: (تا ته وصيت کوم چې دا دعا د هر لمانځه نه وروسته ترک نه کړي: ای الله جل جلا له  ! زما سره کومک وکړه تر څو زه د تا په ذکر او ياد کې ووسم او ستا شکر ادا کړم او ستا سم عبادت وکړم) (ابوداود ۱۵۲۲تحقيق رياض الصالحين با اسناد صحيح ۱۸۳ ) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«مَن يُحرِمُ الرِّفقَ يُحرَمِ الخَيرَ كُلَّه» (رواه مسلم ) .

 ژباړه: چا كښې چه نرم خويي نه وه هغه د هر قسمه خير او نيکی نه محروم او بې برخې دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email