د جنسي فلمونو حرمت

د جنسي فلمونو کتل په کتاب الله ، سنتو او د امت په اجماع حرام دي .

۱- الله تعالی مؤمنانو او مؤمنو ښځو ته حکم کړی چې تاسې به بيګانه ته نظر نه کوئ ، لقوله سبحانه وتعالی : الف : بيګانه نارينه او ښځو ته د شهوت په نظر کتل ، حال چې الله تعالی حکم کړی دی :[قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ * وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ …] (النور: ۳۰/۳۱) .

ژباړه: او ووايه (ای رسوله! )  مؤمنانو ته چې خپل نظر په خپل واک کې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي، دا د هغوی د پاره ډيره پاکه کړنلاره ده، هغوی چې څه کوي الله پرې خبريږي.او مؤمنانو ښځو ته ووايه چې پټې دې کړي سترکې خپلې ( له نا محرمو ) او د خپلو شرم ځايونو ساتنه دې وکړي .

بيګانه ته د شهوت په نظر کتل د سترګو زنا ده ، په حديث شريف راغلي : «فزنا العين النظر» (رواه البخاري : ۶۲۴۳) .

۲- د بيګانه ښځې يا سړي اصلي عورت او د هغه ويديو او تصوير ته کتلو کې فرق نشته او دواړه حرام دي، ځينې معاصر فقهاؤ وايي چې تر اصلي نظر فلم او تصوير زیات خطرناک دي ځکه اصلي نظر مأکد وي او جنسي فلم څخه زياته استفاده کولای شي چې فتنه زياته ده .

د بيګانه سړي او يا ښځې عورت ته کتل حرام دي ، رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« احْفَظْ عَوْرَتَكَ إِلَّا مِنْ زَوْجَتِكَ أَوْ مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ» (احمد ۵/۳،۴ – ابوداود :۴۰۱۷ ، ترمذي :۲۷۶۹ ) .

ژباړه: شرمګاه دې له ټولو پټه ساته پرته له خپلې ښځې او وينځې.

د جمهورو فقهاؤ په نزد د ښځې ټول پرته له لاسونو او قدمونو او د مخ پټول د فتنې له وېرې په حجاب کې شامل دی .

جاء في موسوعة الفقهية (هيئت کبار علماء الأسلام) :

ذَهَبَ جُمْهُورُ الْفُقَهَاءِ إِلَى أَنَّ جِسْمَ الْمَرْأَةِ كُلَّهُ عَوْرَةٌ بِالنِّسْبَةِ لِلرَّجُلِ الأَجْنَبِيِّ عَدَا الْوَجْهَ وَالْكَفَّيْنِ ؛ لأَنَّ الْمَرْأَةَ تَحْتَاجُ إِلَى الْمُعَامَلَةِ مَعَ الرِّجَالِ وَإِلَى الأَخْذِ وَالْعَطَاءِ لَكِنْ جَوَازُ كَشْفِ ذَلِكَ مُقَيَّدٌ بِأَمْنِ الْفِتْنَةِ . وَوَرَدَ عَنْ أَبِي حَنِيفَةَ الْقَوْلُ بِجَوَازِ إِظْهَارِ قَدَمَيْهَا ؛ لأَنَّهُ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى نَهَى عَنْ إِبْدَاءِ الزِّينَةِ وَاسْتَثْنَى مَا ظَهَرَ مِنْهَا . وَالْقَدَمَانِ ظَاهِرَتَانِ ، وَيَقُولُ ابْنُ عَابِدِينَ : إِنَّ ظَهْرَ الْكَفِّ عَوْرَةٌ ؛ لأَنَّ الْكَفَّ عُرْفًا وَاسْتِعْمَالا لا يَشْمَلُ ظَهْرَهُ . (موسوعة الفقهية ۱۶/۲۲ ،بدائع ۶/۲۹۵۶ ، حاشيه ابن عابدين ۱/۴۰۵ ) .

و جاء في فتاوي الاسلام سوال جواب :
ولا فرق بين مشاهدة المرأة الأجنبية على أصل خلقتها ، أو على صورة ثابتة ، أو متحركة ، أو كانت رسوماً يدوية ، فكيف إذا كان المشاهَد هو عورات ! ومشاهد جنسية مثيرة .

۳- جنسي فلمونه ته کتل د زنا او لواطت لويه وسيله ده ، الله تعالی مونږ ته حکم کړی چې : [وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً] (سوره الإسرا:۳۲ ).

ژباړه: او مه نږدې کيږئ تاسې زنا ته (د زنا له اسبابو ځانونه وساتئ) يقيناً چې دا زنا قبيحه او بده لاره ده .

۴- د الله تعالی د ذکر څخه غفلت هر هغه څه چې انسان ته د دنيوي او اخروي ضرر سبب ګرځي ، انسان له غفلت سره مخ کوي حرام دي ، د اسلام عامه قاعده ده چې :« لا ضرر و لا ضرار في الأسلام » ( په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول نشته ) .

او الله تعالی فرمايي : [وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا..] (طه : ۱۲۴ ) .

ژباړه : او هر چا چې مخ وګرځاوه له ذکر زما ( زما اطاعت يې پرېښود او د خواهشاتو او طاغوت لاره يې غوره کړه ) پس يقيناً هغه لره به تنګ او سخت ژوند وي .

هر هغه څوک ، هر هغه شبکه او اداره چې دغه فاحش عمل په خلکو کې رواجوي ، دغه ډول فلمونه اسلامي ټولنو ته واروي د هغو لپاره په دنيا او آخرت کې د سخت عذاب خبرداری ورکړ شوی دی :

« إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ » [النور :19]

ژباړه : کوم کسان چه غواړي د مسلمانانو په ډله کې فحشآء خوره کړي شته دغو (کسانو ) ته په دنيا او آخرت کې سخت دردوکی عذاب .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً