د اصلي او بدعتي تصوف او پيرانو تر مينځ څه فرق دی ؟

السلام عليكم ورحمةالله وبركاته كرانه

ايا داسي پيرته پيريا بزرگ ويل سنكه دي كوم سي اكثره اعمال دشريعت خلاف كوي مثلا سازسرود ميلي جورول سپي جنكول اوژيره خرييل اوداسي نور ناوره اعمال ترسره كوي اوس دداسي مخالف الشريعه فير يااغا فه باره كي لاندي سوالونه پيداكيزي.

1 ايا دا پير پهه پيرتوب نيول سنكه ده

  1. 2. ا يا دي ته فاسق ويل كيزي كنه .

3 كه دده نه كوم نوى كار ظاهره سي دغه نوي كار ته يي كرامت ويل كيزي كنه نوسه ورته ويل كيزي

4 دداسي پير په خلاف تبليغات كول سنكه دي اوداسي فيرته شكنزل يارد بد ويل سنكه دي

5 ايا دا پير ازار لري كنه

6 د مريدانويي سه حكم ده كرانو ورونو كه مودغه سوال فه مكمل تفصيل راته جواب كو اوهراڑخيزي سيڑني موفه كي وكري الله ج به يي نعم البدل فه دنيا اواخرت كي دركوي فهيم جان سليمانخيل


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې کې شک نشته چې مونږ د فتنو په عصر کې ژوند کوو هر لورې ته فتنې را روانې دي ، کفري اشغال ، منکرات او بدعات د دغو ټولو بلاوو د پيژندلو او د هغه څخه د نجات ذريعه شرعي علم او پوهه او د اسلامي شريعت په احکامو باندې منګلې نښلول دي .

اوس تاسې ته د تصرف د تعريف او پيژندلو په اړه د فقهاء کرامو اقوال وړاندې کوم او د پيژندلو وروسته تاسې کولای شي صحي تصوف واله او بدعتي پير او په باطله طريقه تللی کسان وپيژنی :

د تصوف لنډ تعريف :

تصوف د باطن د رزائلو څخه د خالي کولو او فضائلو د اراسته کولو ،چې ددې کار په کيدلو سره توجه الهی پيدا کيږي (ابوالمختار فتاوي – بوادرالنوادر ص ۷۸ ) .

تحفة العلماء يې داسې تعرفوي :

تصوف هغه علم دی چې د هغه په عمل کولو سره د باطن صفايې راتلای شي چې د هغه په وجه سره انسان د الله تعالی په دربار کې مقبول او صاحب مقام ګرځي (تحفة العلماء ج۲ ص ۱۵۷ ) .

حکيم الامت اشرف علی تهانوي رحمه الله صوفي داسې تعريفوي :

صوفي زما په نزد باعمله عالم ته ويل کيږي دا د خلکو کار دی چې په هغه کې يې کوم کوم شرطونه ايښي دي (مګرهغه زما په نزد صحيح نه دي ) (ابوالمختارفتاوی – مجالس حکيم الامت ص ۲۷۸ ).

علامه شامي رحمه الله علم تصوف داسې تعريفوي :

هوعلم يعرف به انواع الفضائل وكيفية اكتسابها… وانواع الرزائل وكيفية اجتنابها (ردالمختار ج ۱ ص ۴۰)

يعنی: تصوف هغه علم دی چې د فضائلو او ښو اخلاقو ډولونه او کيفيت حاصلولو لاری چارې او همدارنګه د رزائلو اخلاقو ډولونه او د هغه څخه د ساتلو طريقی او لاری چاری معلوميږي .

أبی قاسم الجنيد رحمه الله وايي :أن علم الصوفية مقيد بالكتاب والسنة، فمن لم يقرأ القرآن ويكتب الحديث، لا يصلح له أن يتكلم في التصوف ولا يقتدى به.

يعنې : د تصوف علم په قرآن او سنتو مقيد دی چا چې قرآن نه وي لوستلی او حديث نه وي ليکلي ( په قرآن او سنتو ) نه پوهيږي هغه لره نه ښايي چې په تصوف خبره وکړي او په هغه پسې اقتداء جايز ده .

أبو عمر بن نجيد رحمه الله وايي : فليس كل من انتسب للتصوف صار قوله هو قول الصوفية، فما كان موافقا للكتاب والسنة فهو مقبول، وإلا فهو مردود.

هر څوک چې ځان تصوف ته منسوبوي او يا د تصوف څخه خبرې کوي ، پس کچېرې د کتاب الله او سنتو فوافق وو د قبول وړ دی او که مخالف وو مردود دی ( د قبول وړ نه دی په غلط لار روان دی ) .

(الفرقان بين أولياء الرحمن وأولياء الشيطان (74 ) .

أبو أحمد الشيرازى: كان الصوفية يسخرون من الشيطان، والآن الشيطان يسخر منهم .

يعنې : په شروع کې صوفيه وو شيطان مسخر کړی وو يعنې د شيطان پيروي نه کوله په سنتو برابر وو او وروسته شيطان دوی مسخر کړل يعنې داسې خلک ور کډ شول چې د سنتو پيروي يې پرېښودله او د شيطان پیروي اختيار کړه .

د مطلب خلاصه :

په اوس عصر کې څوک د قرآن سنتو او د اهل تصوف د پخوانيو علماؤ لکه : فضيل بن عياض، إبراهيم بن أدهم، وأبي سليمان الداراني، مشهور په الكرخي، اوالجنيد، اوسهل بن عبد الله التستري او نور صحي .

او هر څوک چې د قرآن او سنتو مخالف وي او بيا ځان ته د صوفي او بزرګ لقب ورکوي ، خلک په ځان راټولوي د رحمن بنده نه بلکي د شيطان بنده دی او د يو ګمراه کوونکي دجال حثيثت لري .

او په اوس عصر کې دغه ډول فاسقان او بدعتيان ډير د هغوی منع کول پکار دي او د هغوی څخه انکار واجب دی .

په اوس عصر کې ځينې موجود بدعتونه او خرافات :

اول- دا عقيده لرل چې اولياء يوازې په صوفيانو کې مردود عقيده ده .

ټول مسلمانان د الله تعالی اولياء دي ، او د لوړ مقام ولي په عالم ، صوفي ، مجاهد ، مالدار او فقير پورې اړه نلري بلکي په تقوی پورې اړه لري .

قرآنکريم د اولياء الله تعريف داسې کړی دی :

[أَلا إِنَّ أَوْلِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ * الَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ] (يونس :۶۱-۶۲) .

دوهم – دا عقيده لرل چې صوفيان د ځمکې متصرفين دي مروده ده

تفصيل دلته ولولی

https://dawat610.com/archives/5885

دريم – د نعت او قوالی سره د موسيقۍ د آلاتو غږول بدعت او فسق دی کبيره ګناه ده

تفصيل دلته ولولی

https://dawat610.com/archives/299

څلورم – په غيبو باندې یوازې الله تعالی عالم دی او نفع او ضرر د الله د جانبه دی

تفصيل دلته ولولئ

https://dawat610.com/archives/144

د کرامت تعريف دلته ولولئ

https://dawat610.com/archives/11443

د سپيو جنګول دلته ولولئ

https://dawat610.com/archives/11141

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً