ایا په نړۍ کی جنګ او جګړی ته لمن وهونکي مسلمانان دي؟

لومړی اسلام علیکم وحمت الله وبرکاتو! دنیت له لاری می یوه بی دینه ته داسلام دعوت(بلنه) ورکړه، خو هغه راته یو دلیل وړاندی کړ چی په نړی کی لومړی جنګ او جکړه مسلمانانو شروع کړی، او د خپلی خبری د ثبوت او سپینوی لپاره یی د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو مبارک حدیث هم راته وړاندی کړ، چی فرمایی وعن ابن عمر رضي الله عنهما : أنَّ رَسُول الله صلي الله عليه وسلم ، قَالَ : (( أُمِرْتُ أنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أنْ لاَ إلهَ إلاَّ الله ، وَأنَّ مُحَمَّداً رَسُول الله ، وَيُقيمُوا الصَّلاةَ ، وَيُؤتُوا الزَّكَاةَ ، فَإِذَا فَعَلُوا ذلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءهُمْ وَأمْوَالَهُمْ إلاَّ بحَقِّ الإسْلاَمِ ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى الله تَعَالَى )) مُتَّفَقٌ عَلَيهِ .

له ابن عمر (رض)  نه روايت دی چه رَسُول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلی :ماته حکم شوی چه ترهغه له خلکوسره جنګ كوم ترڅوچه هغوي گواهي ونه کړی  چه بغيرله الله بل معبود نشته اومحمدصلی الله عليه وسلم دالله رسول دی ،اولمونځ قائم نکړی او زکات ورنکړی ،چه کله هغوی داسی  اعمال شروع کړی   نودهغوی وينه ،دهغوی مال  محفوظ اومامون شول – بغير دحق داسلام نه  (دزړونودخبرو) حساب به دالله په ذمه وي .ما له هغه سره بحث بند کړی، که تاسو لږ وضحات راته ددی حدیث وکړی، ترڅو ددغه بی دینه قناعت په ښه شان سره حاصل کړم.مننه، شهاب الدین تره خیل


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اسلام په ابتداء کې جګړه د کفارو لخوا پيل شوې ده ، لقوله سبحانه وتعالی : وَهُمْ بَدَءُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ…. (التوبة/13) .

اصلي خبره دا ده چې کفار جهاد ته د يو سياسي ، اختلافي ، تعصوبي جګړۍ په سترګه ګوري لکه څنګه چې د کفارو ټول جنګونه همداسې دي ، د جهاد اصلي هدف ورته څرګند نه دی او يا خو څرګند دی طبعي خبره ده چې د حق څخه يې انکار کړی دی .

♣♣♣♣♣♣♣

د جهاد هدف د مقابل لوري وژل ، ورانول ، تسخيرول ، او تر سياسې سلطې لاندې راوستل نه دي ، بلکي د جهاد يوازنی هدف دا دی چې ټول خلک د الله تعالی دين ته تسليم شي ، د الله تعالی وحدانيت ومني او د شرک او کفر څخه لاس واخلي .

چې جهاد عموماً په دوو برخو ويشل شوی دی : دفاعي او قدامي .

دفاعي جهاد د کفر ، ظلم او استبداد په مقابل کې د اعلی کلمة الله لپاره قيام دی تر څو د الله تعالی ځمکه اسلامي سرحدات د کفر ، شرک او ګناهونو له شر څخه په امن او د الله تعالی په ځمکه کې اسلامي شريعت حاکم شي ، کله چې کفار پر مسلمانانو باندې تيری وکړي بالمقابل پر مسلمانانو جهاد فرض دی ، لقوله سبحانه وتعالی:[وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ] (البقرة /190) .

ژباړه: او د الله جل جلا له  په لار کې د هغو کسانو سره جګړه وکړئ چې له تاسې سره جګړه کوي خو له حد څخه مه تېرېږئ ، بې شکه چې الله جل جلا له  هغه کسان نه خوښوي چې له حده اوړي .

او فرمايي : [وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ فَإِنْ انتَهَوْا فَلا عُدْوَانَ إِلا عَلَى الظَّالِمِينَ] (البقرة /193) .

ژباړه: او له دوی سره تر هغې جګړه وکړئ چې فتنه (شرک ، کفر او فساد) پاتې نه شي او د الله د دين (حکم ) يوازې د الله شي ، خو که دوی (له تېري ) لاس په سر شي نو تېری له تېري کوونکو پرته پر بل چا نه دی روا .

دوهم قدامي جهاد دی :

د اسلام مقدس دين د الله تعالی د جانبه د ټولې نړۍ لپاره غوره شوی دين دی ، اسلامي امت ته دنده سپارل شوې ده چې ټولې نړۍ ته به دين رسوي ، مګر که چا د اسلامي دعوت مخالفت وکړ ، پر وړاندې يې خنډ واقع شول د هغوی پر وړاندې به جهاد کيږي ځکه چې د رحمة لعالمين دين مخنيوی کوي او که څوک يې مخالفت نه کوي ، د اسلامي دعوت پر وړاندې خنډ نه واقع کيږي نو هغوی به اسلامي حکومت ته جزيه ورکوي .

لقوله بنی صلی الله عليه وسلم : «أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ …»(رواه البخاري (24) ومسلم (33) .

پس په دواړو حالاتو کې د جهاد هدف يوازې د الله تعالی د دين قيام دی او د کفر او شرک له مينځه وړل دي ، داسې چې ټول خلک د يو الله تعالی په بندګۍ کې راوستل کيږي ، د انسانانو ، شيطان ، بتانو او مخلوق له بندګۍ څخه به نجات ورکول کيږي .

د جهاد حکم د مسلمانانو حکم او سياسي اجندا نه ده ، بلکي د الله تعالی حکم دی .

♣♣♣♣♣♣♣

اوس په اسلام کې د جهاد تاريخ ته لنډه کتنه کوو او بيا يې د نورو جنګونو سره مقايسه کوو:

د اسلام نه مخکې په ټوله نړۍ کې د جهالت توره تاريکې وه ، په عربو کې خلکو ژوندۍ لونې خښولې ، او په اورپا کې يو انسان بل انسان خوړلو ، په فارس او روم کې او د هند په وچه کې څه بد حال وو ، دا د جهاد برکت وو او دا د ظلم او استبداد په مقابل کې اسلامي قيام وو چې د دغو ټولو ظلمونو ټغر يې د ابد لپاره ټول کړ .

د روس سرې امپراطورۍ د افغانستان پر مظلوم ولس تيری وکړ ، غوښتل يې هغوی له دين څخه وباسي او خپل کمونيژم ورباندې وتپي ، دا د جهاد برکت وو چې افغان ولس ، ټول اسلامي امت او حتی ټولې نړۍ ته يې د دغه سور ښامار څخه نجات ورکړ ، که جهاد نه وای ، نو نن به زمونږ هيواد د مسکو يوه برخه وه ، نسلونو به مو بې دينه او د حرم شريف په ځمکه به روسان واکداران وو .

نن زمونږ په هيواد يهودو او نصاوا تيری کړی دی هغوی يوازې د ملک په نيولو او غلام جوړولو نه راضي کيږي بلکي زمونږ څخه دا غواړي چې د هغوی باطل دين ته تسليم شو ، لقوله سبحانه وتعالی :

وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ

دا د جهاد برکت دی چې نن هغوی د خپلو شومو اهدافو د پلې کولو پر ځای يوازې د ځان خوندې کولو او د مرګ څخه فرار کولو ته متوجه دي .

د جهاد هدف د ظلم ، کفر ، شرک ، ګناهونو ، قطاع طريقو څخه د مظلومانو نجات او په ځمکه کې د اسلامي شريعت او عدل قيام دی او بس .

مګر د کفري جنګونو ټول تاريخ د ظلمونو ، نا حقه وژلو ، قتلونو ، سختو مالي تاوانونو ، او ورانولو پرته بل څه نه دي .

په هره ځمکه کې چې د دوی مردار او خبيث قدمونه لګېدلی دي هلته به بيا نه امن ، نه آرامي ، نه د اسلامي شريعت تحکيم او نه به هم عدل ووينئ بس فقط په ځمکه کې د فساد جوړل يې هدف وي .

که دوهم نړيوال جنګ تاسې مطالعه کړئ چې د بې شميره وژلو ، مالي تاوانونو او ورانيو ، دوښمنۍ پرته يې بله هيڅ ګټه نه وه ، ددې جنګ مالي خساره 1154 مليارده ډالره او په دغه جنګ 41 ميليونه انسانان وژل شوي دي .

جاء في موسوعة الفقهية :

انتهت الحرب العالمية الثانية فى سنة 1945م بعد استسلام ألمانيا في مايو 1945م، وإلقاء القنبلة الذرية على اليابان واستسلامها فى سبتمبر سنة 1945م، ونتج عن هذه الحرب خسائر فادحة فى الأرواح والأموال والعمران، كما أنها خلفت مشكلات اجتماعية عديدة، وقدرت هذه الخسائر بـ 1154مليار دولار، وفقد فيها 41 مليون قتيل بخلاف الجرحى والأسرى. اهـ.

بس جهاد د کفر ، شرک ، بغاوت ، ګناهونو (سود ، قطاع طريق ، غلا ، رشوت ، غصب ، شرابو څښلو ، فحشاء ) پر وړاندې مسلحانه قيام دی تر څو چې د الله تعالی په ځمکه کې اسلامي شريعت حاکم شي .

و بالله توفيق و صلی الله تعالی علی محمد و علی اله وصبحه اجمعين

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً