آيا نکاح مقدر وي (په تقدير کې ليکلې وي ) ؟

ایا د هر شخص د نکاه ورځ او شخص معلوم دی بدلیږی نه او که په سعی پوری اړه لری

عمران

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په تقدير باندې ايمان لرل د ايمان له ارکانو څخه دی ، تقدير دا چې الله تعالی ته په ازل کې هر څه معلوم دي چې په کومو صفاتو به وي کله به واقع کيږي او څنکه به وي په دې ټولو باندې علم لري او په لوح محفوظ کې يې ليکلي دي او د هغه (جل جلاله) په اراده تر سره کيږي.

په ازل کې د خپلو بندګانو په احوالو پوه او خبر دی چې څوک ښه کوي او څوک بد .

په دنيا کې يې د انسان د سعادت او همدارنګه شقاوت لپاره اسباب پيدا کړي دي ، او انسان ته يې د سعادت او شقاوت دواړو اختيار ورکړی دی ، د هر شي لپاره الله تعالی سبب پيدا کړی دی .

که څوک اولاد غواړي نو د نکاح پرته نشي کيدای ، که څوک سعادت غواړي د ايمان او ښو اعمالو کولو پرته نشی کيدای .

نو څرګنده ده چې انسان په سعی او کوښښ باندې مکلف دی .

جناب نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «أَمَّا أَهْلُ السَّعَادَةِ فَيُيَسَّرُونَ لِعَمَلِ السَّعَادَةِ، وَأَمَّا أَهْلُ الشَّقَاوَةِ فَيُيَسَّرُونَ لِعَمَلِ الشَّقَاوَةِ». ثُمَّ قَرَأَ: ]فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى[ الآيَةَ. (بخارى:1362).

ژباړه: داسې نه ده ، د اهل سعادت د پاره د نيکو او ښو اعمالو کول آسانه کيږي ، او اهل د شقاوت د پاره د د بدو اعمالو ارتکاب آسانه کيږي ، او ددې نه پس آنحضرت صلی الله عليه وسلم دا آيت تلاوت کړ : :]فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى[.

په خاصه توګه د نکاح په باره کې نبی صلی الله عليه وسلم د ښې ښځې او په خاصه توګه دين دارې ښځې په انتخاب کې د سعی او کوښښ تينګار کړی دی :

«تنكح المرأة لأربع: لمالها، ولحسبها، ولجملها، ولدينها، فاظفر بذات الدين تربت يداك» (متفق عليه).

ژباړه: ښځه د څلورو شيانو په نظر کې نيولو سره انتخاب کړﺉ: مال او دارايي، اصل او نسب، ښايست او دينداري، پس دينداره ښځه انتخاب کړه، لاس دې په خاورو سپره شه (ابي هريره)

په پورته حديث شريف کې په ذات الدين صفت باندې تأکيد شوی ځکه که ښځه دينداره وي نو دينداري د ټولو صفاتو بنسټ او اساس بلل کيږي، هغه صفات چې په ذات دين ښځه کې شامل وي ځينې يې په لاندې ډول دي:

۱- سالمه عقيده

سالمه عقيده چې د اهل سنت و الجماعت موافق وي د ټولو ښو اعمالو بنسټ بلل کيږي او که د اهل بدعت او اهل ضلالت څخه وي نو هغه ذوات الدين يا دينداره نه بلل کيږي.

۲- د ميړه اطاعت:

دينداره ښځه د خپل ميړه اطاعت کوي ځکه چې هغه د الله (جل جلا له)  او رسول الله صلی الله عليه وسلم  د امر فرمانبرداره وي الله (جل جلا له) او رسول الله صلی الله عليه وسلم هغې ته د خپل خاوند د اطاعت کولو حکم کړی دی.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: «قِيلَ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَيُّ النِّسَاءِ خَيْرٌ؟ قَالَ: الَّتِي تَسُرُّهُ إِذَا نَظَرَ، وَتُطِيعُهُ إِذَا أَمَرَ، وَلَا تُخَالِفُهُ فِي نَفْسِهَا وَمَالِهَا بِمَا يَكْرَهُ» (رواه النسائي ۳۱۳۱).

ژباړه: ابی هريرة رضی الله عنه وايي: چا د رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه پوښتنه وکړه چې کومه ښه ښځه ده؟ ويې فرمايل:هغه چې کله ور ته وګورې خوشحاله شي، چې کله د څه امر ور ته وکړي اطاعت کوي، او د ځان او مال په حصه کې کوم چې ته يې نه خوښوي مخالفت نه کوي (ستا په غيابت کې د خپل نفس او مال حفاظت کوي).

بل حديث شريف کې راغلی:«الدنيا كلها متاع، وخير متاع الدنيا المرأة الصالحة» (رواه مسلم ۱۴۶۸).

ژباړه: دنيا ټوله (متاع) ده، د دنيا غوره متاع صالحه او دينداره ښځه ده.

۳- د خير په کار کې د ميړه مدد کول

دينداره ښځه د خپل خاوند د دين او ايمان مددګاره وي هغه ته په طاعت امر کوي او له بې دينۍ او ناروا کارونو څخه يې منع کوي.

په حديث شريف کې راغلي رسول الله صلی الله عليه وسلم عمرفاروق رضی الله عنه ته و فرمايل:ايا تا د غوره مال او کنز څخه خبر نه کړم چې يو څوک يې زخيره کوي؟ هغه غوره مال او دولت عبارت له: شاکره زړه، ذاکره ژبه او مسلمانه ښځه (رواه الترمذي ۳۰۹۴).

۴- دينداره ښځه نيکوکاره او صالحه وي

دينداره بی بی د خپل رب فرمانبرداره وي او کله چې ميړه مسافر وي هغه د خپل کور او آبرو حفاظت کوي او تر ټولو مهمه دا چې خپل اولاد ته اسلامې روزنه ورکوي.

لقوله تعالی: [فَالصَّالِحَاتُ: قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ] (النساء/ ۳۴)

 ژباړه: نو نېکې ښځې امر منونکې دي او د (ميړو) په غياب کې (د هغوی د شان او مال) ساتنه کوي له همدې امله الله پاک د هغوی (د حقونو پر ميړونو باندې) ساتنه کړې ده.

وعَنْ سَعْدِ بْنِ أَبِى وَقَّاصٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: «أَرْبَعٌ مِنَ اَلسعَادَةِ: الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ، وَالْمَسْكَنُ ألوَاسِعُ، وَاَلجَارُ الصَّالِحُ، وَالْمَرْكَبُ اَلهَنِيءُ، وَأَرْبَع مِنَ اَلشًقَاوَةِ: اَلْجَارُ السُّوءُ، والمرأة اَلسُّوءُ، وَالْمَسْكَنُ اَلضيقُ، وَالْمَرْكَبُ السُّوءُ».

ژباړه: سعيد بن ابی وقاص وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: څلور د سعادت او نيکبختۍ څيزونه دي: صالحه او دينداره ښځه، پراخه استوګنځۍ، صالح ګاوندی،راحت او آسوده سورلۍ، او څلور د بدبختی څيزونه دي: بد ګاوندی، بده ښځه، تنګ کور، بده سورلۍ.

۵- دينداري د جنت د دخول وسيله ده

دينداره ښځه اطاعت کوونکي د خپل رب او خپل خاوند وي داسې ښځه په ډير اکرام او عزت جنت داخليږي هغې ته به ويل کيږي له کومې دروازې چې غواړې جنت ته داخله شه.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: «إِذَا صَلَّتْ الْمَرْأَةُ خَمْسَهَا وَصَامَتْ شَهْرَهَا وَحَفِظَتْ فَرْجَهَا وَأَطَاعَتْ زَوْجَهَا قِيلَ لَهَا ادْخُلِي الْجَنَّةَ مِنْ أَيِّ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ شِئْتِ»  (رواه أحمد ۱۶۶۴)

يعني: کله چې کومه ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي، د رمضان روژه ونيسي، د آبرو حفاظت وکړي او د ميړه اطاعت وکړي، هغې ته ويل کيږي له کومې دروازې چې غواړي جنت ته ننوځه.

نو څرګنده شوه چې د ښځې دينداري زيات اهميت لري دينداره ښځه د دنيا او آخرت د نيکبختۍ سبب ګرځي.

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً