د لمانځه په فروعي مسائلو کې د مذاهبو اختلاف نظر

ستاسوټولې محترمې اداري ته. السلام علیکم ورحمت الله وبرکات
عبدالله افغان له سعودي څخه
محترمه تاسوحضورته زما داځل یوه پوښتنه دمذاهبوباره کې درلیږم که یی راته ځواب.
ګوری دلته زه چ اوسیږم که یومسجد ته ورشو څوک څنګه لمونځ کوي څوک څنګه په ډیرتوپیرسره.
نیت کول.  رفع الیدین.  اماپسې قرات لوستل.  اذاددریدل.  دخطبي وخت کې سنت کول. هروخت چ مسجدته راشي لمونځ کول دوه رکعاته. لمانځه کې زیات حرکات لاس خورول. که ته په لمانځه ولاړیی دی به راشي نیت به درپسې وتړی که ته سنت هم کوي. څولمنځونه په یوځای کول.  سورتونه مخ ته شاته لوستل. اوداسې نورډیرتوپیرونه داولې. مفصل معلومات که راکړی.
جزاک الله خیر.


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ګرانو وروڼو او خوندو ! دې ته مو بايد پام وي چې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ځنې شرعي امور د امت د آسانۍ د پاره په بېلابېلو طريقو تر سره کړي دي او يا د هغه څخه په يو عمل کې بېلابېل اقوال ذکر شوي دي ، لکه: د تکبير پر مهال تر غوږونو يا اوږو پورې د لاسونو پورته کول ، آمين بالجهر او آمين خفيه او داسې نور چې بيا د امت د امامانو څخه کوم يې يوه طريقه او کوم يې بله طريقه صرف د ترجيح او يا فضيلت له اړخه انتخاب کړي ده ، او په سنتو باندې يې عمل کړی دی ، د اهل سنت و الجماعت هيڅ قول او عمل د سنتو خلاف نه دی .

تنبه : د اسلامي شريعت د نصوصو او بيا د مذاهبو او فقهاؤ د تعارض او اختلاف لوی حکمت او مصلحت دا دی چې ددې په وجه تحقيق ، فکر ، ادراک او د شرعي احکامو په استنباط کې زيار او تکليف ګاللو ته ضرورت دی او په دې کې اجر دی او همدارنګه ددې نصوصو د تحقيق او څيړنې لپاره شرعي علومو ته ضرورت دی ، کچېرې اختلاف او تعارض نه وای نو نه به زيار او فکر ته ضرورت وو او نه هم شرعي علومو ته .

نو په دې باره کې بايد مسلمانان باخبره وي خپله طريقه او د هغوی طريقه دواړو سنت وګڼې ، فروعي اختلافات او مستحبات نه بايد د اختلاف ، په امت کې د نفاق جوړولو او يا په سنته طريقه باندې د اعتراض او نيکې سبب نه شي ، د همدې مطلب د روښانيا لپاره څو مثالونه په لاندې توګه بيانوو :

اول – په تکبیر تحريمه د لاسونو پورته کول :

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد د تکبير تحريمه پر مهال د لاسونو پورته کول د غوږونو تر نرميو پورې سنت دي په دليل د دغه حديث شريف :

وائل بن حجر رضی الله عنه وايي:« أنه رأى النبي صلّى الله عليه وسلم رفع يديه حين دخل في الصلاة، وكبّر، وصفَّهما حيال أذنيه » (المسلم ۴۰۱) .

يعنې : هغه ليدلی نبی صلی الله عليه وسلم چې پورته کول به يې لاسونو خپل کله به چې لمانځه ته ننوتلو او تکبير به يې ويلو ، او (لاسونه به يې ) د عوږونو سره برابرول .

همدارنګه البراء بن عازبٍ رضي الله عنه‏ وايي :«‏إنّ رسول اللّه صلى الله عليه وسلم كان إذا افتتح الصّلاة رفع يديه إلى قريبٍ من أذنيه ثمّ لا يعود‏»‏

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه په شروع کې لاسونه پورته کول نږدې غوږونو ته او بيا به يې دا عمل نه کولو .

او د نورو ائمه کرامو په نزد تر اوږو پورې د لاسونو پورته کول سنت دي په دليل د دغه حديث :

ابن عمر رضی الله وايي :« أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يرفع يديه حذو منكبيه» (البخاري)

يعنې : نبی صی الله عليه وسلم به تر اوږو پورې لاسونه پورته کول .

دوهم – د نامه لاندې د لاسونو تړل :

د امت د څلورو واړو مذاهبو په دې باندې اتفاق دی چې ښی لاس په چپ لاس باندې نيول سنت دي مګر د ځای او موقعيت په باره اختلاف نظر شته ، ځکه په دې باره مختلف اقوال راغلي دي .

د امام ابوحنيفه او امام احمد رحمهما الله په نزد تر نامه لاندې د لاسونو نيول سنت دي .

جاء في موسوعة الفقهية : ذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ إِلَى أَنَّ مَكَانَ وَضْعِ الْيَدَيْنِ تَحْتَ السُّرَّةِ ، فَيُسَنُّ لِلْمُصَلِّي أَنْ يَضَعَهُمَا تَحْتَ سُرَّتِهِ (موسوعة الفقهية جزء ۲۷ ص ۸۷ ) .

په دليل د دغه حديث شريف : علي رضی الله عنه وايي : « السنة وضع الكف على الكف في الصلاة تحت السرة »

ابوداود رحمه الله د د غه حديث د حکم په اړه وايي : سكت عنه [وقد قال في رسالته لأهل مكة كل ما سكت عنه فهو صالح] .

مګر امام ابن حجر ، البيهقي او احمد شاکر ضعيف الاسناد بللی دی .

همدارنګه ابی شيبه رحمه الله پخپل مسند کې د وائل بن حجر رضی الله عنه نه روايت نقل کړی دی چې :

حدثنا وَكِيعٌ عن مُوسَى بن عُمَيْرٍ عن عَلْقَمَةَ بن وَائِلِ بن حُجْرٍ عن أبيه قال رأيت النبي صلى الله عليه وسلم يَضَعُ يَمِينَهُ على شِمَالِهِ تَحْتَ السُّرَّةِ.

قال الْحَافِظُ الْقَاسِمُ بن قُطْلُوبُغَا في “تَخْرِيجِ أَحَادِيثِ الِاخْتِيَارِ شَرْحِ الْمُخْتَارِ”: “هذا سَنَدٌ جَيِّدٌ”.

وقال الشَّيْخُ أبو الطَّيِّبِ الْمَدَنِيُّ في “شَرْحِ التِّرْمِذِيِّ”: “هذا حَدِيثٌ قَوِيٌّ من حَيْثُ السَّنَدِ”.

وقال الشَّيْخُ عَابِدٌ السِّنْدِيُّ في “طَوَالِعِ الْأَنْوَارِ”: “رِجَالُهُ ثِقَاتٌ”.

قلت: إِسْنَادُ هذا الحديث وَإِنْ كان جَيِّدًا، لَكِنْ في ثُبُوتِ لَفْظِ تَحْتَ السُّرَّةِ في هذا الحديث نظر قوي.

أخرجه ابن خزيمة ( 1 / 243 ـ ط المكتب الإسلامي ) وفي إسناده ضعف ، ولكن له طرق أخر يتقوى بها .

او د امام شافعی رحمه الله په نزد د نامه په سر تړل سنت دي .

او د امام مالک رحمه الله په نزد د سينې په سر د لاسونو تړل سنت دي چې يې دليل لاندې احاديث دي چې د هغه په اسنادو کې هم خبرې شته .

وائل بن حجر رضی الله وايي :

صليت مع رسوله الله صی الله عليه وسلم, ووضع اليمنى على اليسرى على صدره ] رواه أبو داود وابن خزيمة, وفي إسناده مؤمل ابن إسماعيل وهو ضعيف .

او بل د طاوس حديث دی : عن طاوس قال: [ كان رسول الله r يضع يده اليمنى على يده اليسرى, ثم يشد بينهما على صدره وهو في الصلاة ] رواد أبو داود, وصححه الألباني في ( الإرواء ) .
پورته حديث مرسل دی .

دريم – په زوره او ورو سره آمين ويل :

د مذاهبو د فقهاؤ په دې باندې اتفاق دی چې آمين د الحمدلله د ويلو وروسته ويل کيږي په دليل د دغه حديث شريف چې ابی هريرة رضی الله عنه روايت کړی : { غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ } فَقُولُوا آمِينَ . فَإِنَّهُ مَنْ وَافَقَ قَوْلُهُ قَوْلَ الْمَلائِكَةِ غُفِرَ مَا تَقَدَّمَ لَهُ مِنْ ذَنْبِهِ “

مګر په جهر (زوره ) او خفيه (ورو ) ويلو کې د فقهاؤ کرامو اختلاف نظر دی :

د امام ابو حنيفه او امام مالک رحمهما الله په نزد د امام او مقتدي دواړو لپاره په ورو سره آمين ويل سنت دی ، ځکه آمين ويل دعا ده او په دعا کې اصل دا دی چې خفيه وي .

دليل د ابن مسعود رضی الله عنه دا حديث دی : «أربع يخفيهن الإمام: التعوذ والتسمية والتأمين والتحميد » (فتح القدير:204/1، والقول رواه ابن أبي شيبة عن إبراهيم النخعي) .

ان وائل بن حجر قال : صلی بنا رسول الله صلی الله عليه وسلم فلما قرأ غير المغضوب عليهم ولاالضآلين قال : آمين وأخفی بها صوته ( رواه احمد ، الترمذی و ابوداود – اثار السنن ص ۹۵- ۹۷ )

او د امام احمد او امام شافعي رحمهما الله په نزد د امام او متقدي دواړو لپاره په جهري لمانځه کې په جهر سره او په خفيه لمانځه کې په خفيه سره ويل سنت دي .

دليل د ابی هريرة رضی الله عنه دا حديث دی : « كان رسول الله صلّى الله عليه وسلم إذا تلا: غير المغضوب عليهم ولا الضالين، قال: آمين، حتى يسمع من يليه من الصف الأول » (رواه ابی داود و ابن ماجه ) .

همدارنګه : ان وائل بن حجر  قال : کان رسول الله صلی الله عليه وسلم اذا قرأ ولاالضالين قال  آمين رفع بها صوته (آثار السنن باب الجهر بلتأمن ص ۹۳- ۹۴ )

جاء في الموسوعة الفقهية :

وَالسُّنَّةُ عِنْدَ الْحَنَفِيَّةِ وَالْمَالِكِيَّةِ أَنْ يَأْتِيَ الْمُصَلِّي بِالتَّأْمِينِ سِرًّا سَوَاءٌ كَانَ إِمَامًا أَمْ مَأْمُومًا أَمْ مُنْفَرِدًا ؛ فَالإِتْيَانُ بِالتَّأْمِينِ سُنَّةٌ ، وَالإِسْرَارُ بِهَا سُنَّةٌ أُخْرَى ، قَالَ الْحَنَفِيَّةُ : وَعَلَى هَذَا فَتَحْصُلُ سُنِّيَّةُ الإِتْيَانِ بِهَا وَلَوْ مَعَ الْجَهْرِ بِهَا .

قَالَ الْمَالِكِيَّةُ : لأَنَّهُ دُعَاءٌ ، وَالأَصْلُ فِيهِ الإِخْفَاءُ . وَذَهَبَ الشَّافِعِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ إِلَى أَنَّ الإِمَامَ وَالْمَأْمُومَ وَالْمُنْفَرِدَ يَجْهَرُونَ بِالتَّأْمِينِ فِي الصَّلاةِ الْجَهْرِيَّةِ وَيُسِرُّونَ بِهِ فِي الصَّلاةِ السِّرِّيَّةِ .

څلورم – رفع اليدين (د رکوع نه مخکې او وروسته لاسونه پورته کول):

د امام ابوحنيفه ، ثوري ، ابن ابی ليلی د مالکيه څخه ابراهيم نخعي رحمهم الله په نزد لمونځ کوونکی به يوازې په تکبير تحريمه کې لاسونه پورته کوي او بس په دليل د قول د ابن مسعود رضی الله عنه چې وايي : مونږ به چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره لمونځ کولو لاسونه به يې نه پورته کول مګر په اول کې (تکبير تحريمه).

او په دليل د قول د براء بن عازب چې وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه په شروع کې لاسونه پورته کول نږدې غوږونو ته او بيا به يې دا عمل نه کولو .

او همدارنګه قول د ابن مسعود رضی الله عنه چې وايي : په رسول الله صلی الله عليه وسلم ، ابی بکر او عمر رضی الله عنهما پسې مې لمونځ ادا کړی مګر هغوی به لاسونه نه پورته کول مګر د لمانځه په پيل کې .

مګر د امام شافعي ، امام احمد او امام مالک رحمهم الله په نزد د رکوع پر مهال او د هغه څخه د پورته کيدو په وخت کې د لاسونو پورته کول ثابت دي په دليل د دغه حديث شريف : ‏‏أنا أعلمكم بصلاة رسول اللّه صلى الله عليه وسلم فذكر صفة صلاته، وفيه أنّه رفع يديه عند الرّكوع‏ .

جاء في موسوعة الفقهية:

وقال الحنفيّة والثّوريّ وابن أبي ليلى وإبراهيم النّخعيّ وهو المشهور عن مالكٍ‏:‏ إنّ المصلّي لا يرفع يديه إلاّ لتكبيرة الإحرام‏.‏ لأدلّةٍ منها‏:‏ قول عبد اللّه بن مسعودٍ رضي الله عنه‏:‏ لأصلّينّ بكم صلاة رسول اللّه صلى الله عليه وسلم فلم يرفع يديه إلاّ في أوّل مرّةٍ‏.‏ وقول البراء بن عازبٍ رضي الله عنه‏:‏ ‏{‏إنّ رسول اللّه صلى الله عليه وسلم كان إذا افتتح الصّلاة رفع يديه إلى قريبٍ من أذنيه ثمّ لا يعود‏}‏‏.‏ وقول ابن مسعودٍ رضي الله عنه‏:‏ ‏{‏صلّيت خلف النّبيّ صلى الله عليه وسلم وأبي بكرٍ وعمر رضي الله عنهما فلم يرفعوا أيديهم إلاّ عند افتتاح الصّلاة‏}‏‏.

ذهب جمهور الفقهاء من الشّافعيّة والحنابلة وهو رواية عن مالكٍ إلى أنّ رفع اليدين عند تكبيرة الرّكوع وعند الرّفع منه سنّة ثابتة، فيرفع يديه إلى حذو منكبيه كفعله عند تكبيرة الإحرام، أي يبدأ رفع يديه عند ابتداء تكبيرة الرّكوع وينتهي عند انتهائها، لتضافر الأحاديث الصّحيحة في ذلك، منها ما روى محمّد بن عمرو بن عطاءٍ أنّه سمع أبا حميدٍ في عشرةٍ من أصحاب رسول اللّه صلى الله عليه وسلم أحدهم أبو قتادة رضي الله عنه قال‏:‏ ‏{‏أنا أعلمكم بصلاة رسول اللّه صلى الله عليه وسلم فذكر صفة صلاته، وفيه أنّه رفع يديه عند الرّكوع‏}‏‏.‏ وقال البخاريّ‏:‏ قال الحسن وحميد بن هلالٍ‏:‏ كان أصحاب رسول اللّه صلى الله عليه وسلم يرفعون أيديهم – يعني عند الرّكوع -‏.‏ وإلى هذا ذهب الأوزاعيّ وعلماء الحجاز والشّام والبصرة‏.‏

په نورو برخو به ان شاء الله وروسته بحث وکړو .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً