له ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «لَوْ يُعْطَى النَّاسُ بِدَعْوَاهُمْ، لادَّعَى رِجَالٌ أَمْوَالَ قَوْمٍ وَدِمَاءَهُمْ، لكِنِ الْبَيِّنَةُ عَلَى الْمُدَّعِي، وَالْيَمينُ عَلَى مَنْ أَنْكَرَ»([1]).
ژباړه : کچېرې خلکو ته د دوی د ادعی کولو سره سم (پرته له تحقيق او حق ثابتولو) ورکول کېدای نو ځينو خلکو به د ځينو نورو د مالونو او وينو ادعا کړې وای ، مګر دعوا کوونکی بايد دليل او ثبوت وړاندې کړي او انکار کوونکی بايد قسم وخوري .
تشريح:
شرح مسلم امام نووي :
دا حديث د شرعي د احکامو د قواعدو څخه يو ستر عاقده ده چې : د هيڅ انسان وينا او ادعا د دليل او تحقيق پرته نه قبليږي ، بلکي د مدعي د تصديق لپاره به تحيق او دليل وړاندې کيږي .
نو که څوک پر چا باندې ادعا وکړې د هغه مجرد ادعا کول د قبول وړ نه دي هغه به د خپلې ادعا د تصديق لپاره دليل وړاندې کوي چې عبارت له : شهادت ، اقرار او قرائنو څخه دي .
او د انکار په صورت يمين دی .
[1]– حَدِيثٌ حَسَنٌ، رَوَاهُ الْبَيْهَقِيُّ وَغَيْرُهُ هكَذَا وَبَعْضُهُ فِي الصَّحِيحَيْنِ.
الأربعين النووية
آن لاين اسلامي لارښمود