له ابىثعلبه الخشی جرثوم بن ناشرt نه روايت دی چې رسول اكرمr فرمايلي: «إِنَّ اللهَ تَعَالَى فَرَضَ فَرَائِضَ فَلاَ تُضَيِّعُوهَا، وَحَدَّ حُدُوداً فَلاَ تَعْتَدُوهَا، وَحَرَّمَ أَشْيَاءَ فَلاَ تَنْتَهِكُوهَا، وَسَكَتَ عَنْ أَشْيَاءَ رَحْمَةً لَكُمْ غَيْرَ نِسْيَانٍ فَلاَ تَبْحَثُوا عَنْهَا»([1]).
ژباړه : الله تعالی فرائض فرض کړي ، نو هغه مه ضايع کوئ ، او حدود او پلې يې ټاکلي په هغه پولو مه ور اوړئ ، او ځېنې څيزونه يې حرام کړي نو د هغو د حرمت احترام وکړئ ، او د ځېنې نورو څيزونو په اړه يې سکوت کړی پر تاسې باندې د مهرباني له امله نه د هېرېدو له امله ، نو د هغو په باره کي پلټنه مه کوئ .
تشريح :
دا حديث شريف هم د دين په سترو اصولو او احکامو شامل دی چې دا احکام څلور قسمه دي : فرائض ، حدود ، محارم او مسکوت .
فرائض د فرض جمع ده .
فر ض په لغت کې په معنى د تعين کولو او اندازه کولو سره دى او په اصطلاح کې هغه کار او حکم دى چې قطعِ دلیل سره ثابت شوی وي لکه پنځه وخته لمونځ کول او روژه د رمضان او نور …
د فرض حکم : په کولو يې ثوا ب او په نه کولو يې بې له عذره عذاب دى او د فرضو څخه انکار کفر دى او فرض په دوه قسمه دي :
١– فرض عين : هغه فرض دي چې په هر مکلف باندې لازم دي او ځينو کسانو په کولو سره د نورو له غاړې نه ،نه سا قطيږي .
٢-: فرض کفايې : هغه فرض دي چې د ځينو کسانو په اداء کولو سره د نورو غا ړه ور باندې خلاصيږي لکه: د جنا زې لمو نځ …
«الحدود» : حدود د حد جمع ده ، حد په لغت کې منع ته وايي او په اصطلاح کې د الله تعالی هغه ټاکلې پولې دي د هغه ماتول حرام او په ماتولو يې شرعي سزا ټاکل شوې وي ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : [تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا] (البقره :۱۸۷ ) .
«وَحَرَّمَ أَشْيَاءَ» : حرام په لغت کې منع کړشوي او نا رواه ته وايي او په اصطلاح کې حرام شيان هغه دي چې د شريعت په قاطع دليل سره يې حرمت ثابت شوی وي لکه : سود ، شراب ، زنا او نور …
« وَسَكَتَ عَنْ أَشْيَاءَ »: يعنې شريعت چې په کومو شيانو کې سکوت کړی دی ، نو په هغه کې بحث کول پکار نه دي ، د المسکوت عنه ډولونه او پوره بيان لپاره د اصول فقه ته مراجعه وشي ځکه چې دا ډيره مهمه قاعده ده .
[1]– حَدِيثٌ حَسَنٌ رَوَاهُ الدَّارَقُطْنِي وَغَيْرُهُ.
شرح الأربعين النووية
آن لاين اسلامي لارښود