د لمانځه څخه بهر د «آمين» ويل څه حکم لري ؟

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی اجمل رحمت یم له روسی نه

د امین د کلیمی د ویلو په اړه راته نن سوال پیدا شو نن می یو عیسوی مذهبی ټولګی وال راسه وه چا تری څه وغوښتل دعا ورته وکړه دی له دعا وروسته ویل امین که د امین د کلیمی په اړه راته په تفصیل معلومات راکړی منندوی به مو وم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

آمين معنی دا ده چې : اللهم استجب ( ای الله ! دعا او غوښتنه مې قبوله کړې) .

د الحمدلله د تلاوت وروسته امام او منفرد ته سنت ده چې آمين ووايي ، ځکه د (اهدِنَا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ) څخه تر (وَلاَ الضَّالِّينَ) پورې دعا ده .

په دليل د دغه حديث شريف چې قضيلت يې هم بيان شوی دي :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : « إذا أمَّن الإمام فأمنوا، فإنه من وافق تأمينه تأمين الملائكة، غفر له ماتقدم من ذنبه » .

ژباړه : کله چې امام آمين وايي تاسې هم آمین ووايئ پس که د چا آمين د ملائکو د آمین سره موافق شو هغه ته به د مخکې ګناهونو بښنه وشی .

همدارنګه د لمانځه څخه بهر د الحمدلله د تلاوت په آخر او همدارنګه د دعا په آخر کې آمين ويل جايز او ثابت دی .

ځکه د جناب رسول صلی الله صلی الله عليه وسلم په دعا باندې جبرئل عليه السلام آمين ويلی دی : کله چې هغه د منبر څخه ښکته کېدو د څو کسانو په حق کې يې دعا وکړه او جبرئل په هغه باندې آمين وويل .

او د الله تعالی د دغه قول [قَالَ قَدْ أُجِيبَت دَّعْوَتُكُمَا] په تفسير کې ويل کيږي چې موسی عليه السلام دعا کوله او هارون عليه السلام په هغه باندې آمين ويل .

يادونه :

تا چې د نصراني (غير مسلم ) کس ته آمين ته اشاره کړې ده ، نو دلته ددې خبرې يادول ضرور بولم چې د کافرانو د پاره د اسلامي اصطلاحاتو ويل لکه : آمين ، ماشاء الله ، د الله په آمان او يا پخپل منسوخ دين باندې عمل کول هيڅ ګټه نلري تر هغه پورې څو پر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم او اسلامي شريعت ايمان را نه وړي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً