کوډي او طالع

 

ګرانو مسلمانانو  د اسلامی ښوونی مينوالو !
 
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
 
دادی چه اوس دهلاکوونکو اعمالو اوزمونږ  پر اسلامې ټولنه دښکاره فسق لويو ګناهونو او بې دينيو ستر طوفان له ډلی څخه د کوډو او فال بنو نوبت راورسيد.
ان شاء الله په ډير لنډ ډول به د کوډو او فال بنی په اړه تاسې ته ډير دقيق معلومات خپاره شي .
ترڅو خدای ج مکړه زمونږ ځنی مسلمانان وروڼه د بې خبری يا بې احتياطی له وجې پدی پليت  شيطانی مارکيټ ور برابر نه شي .
اوهمدارنګه په چټکه ټوګه ددی پليت شيطانی مارکيټ په اړه څه ناڅه پوهه تر لاسه کړو چه اوس مهال خو يې ښه وينی چه د ښارونو په کوڅو کې په ښکاره ډول کوډګر ناست دې او خپل شيطاني مارکيټينګ پر مخ بيايي .
 
دسحر يا کوډو تعريف :
هر هغه کار اوشی چه سبب يې مبهم او نامعلوم وي سحر بلل کيږي .
 
الله ج په خپل کتاب قرآنکريم کې دسحر په اړه داسې ارشاد فرمائي :
وَاتَّبَعُواْ مَا تَتْلُواْ الشَّيَاطِينُ عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَـكِنَّ الشَّيْاطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولاَ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلاَ تَكْفُرْ (البقره ۱۰۲ ).
 
(( او دهغه څه متابعت يې پيل کړ چې شيطانانو به د سليمان عليه سلام دپاچاهی (په زمانه کې ) لوستل ،داپه داسې حال کې چې سليمان دکفر لاره نه وه غوره کړی ،بلکې په خپله دا شيطانان کافران شوی وو ،خلکوته يې جادو اوهغه څه ورښودل چې دبابل په دوو ملائکو هاروت او ماروت نازل شوی وو ،دی ملائکو) به هيچا ته څه تعليم نه ورکاوو مګر داچې ورته ويل به يې مونږ (خو ديوه ) امتحان (لپاره راغلی ) یو، نو ته مه کافر کيږه )) .
 
په پورتنی آيت شريف کې د يهودو او نصاراؤ هغه ويناوی رد شوي چه ويل به يې سحر اوجادو دسيلمان ع کارؤ او هغه اجازت ورکړی ؤ  اوسليمان ع د کوډو په وسيله انسانان ،پيريان او نور مسخر کړی ؤ .
ولی داسې نده دا پليت علم د هغوی   شيطانانو کار ؤ .
 
ابن کثير نقل کوي سليمان ع دسحر اوګوډو ټول کتابونه کوم چه دشيطانانو لخوا په خلکو کې تيت شوي ؤ را ټول کړل او دخپل تخت لاندې يې خښ کړ ترڅو خلک ګمراه نشي .
بلاخره شيطان د انسان په ډول په خلکو کې را ښکاره او په خبرو يې داسې پيل وکړ ،ای خلکو! سليمان ع ساحر ؤ که باور نه لری راشی چه زه يې د سحر کتابونه در وښيم بيا يې خلکو ته هغه خښ کړی صندوق وروښود چه بغير له مؤمنانو نور يې ورباندی ګمراه کړل او ورسته دا خبره د ځمکې پر مخ هرچيری خوره شوه.
کوډی په انسانانو کې هغه وخت تيت شوی چه د سليمان ع  په پاچاهی کې انسانانو اوپيران ناسته ولاړه ؤ
او بل د بابل په دروازه کې دوي الهی ج  پريښتی هاروت او ماروت   الله ج د انسانانو د امتحان لپاره راليږلې وي هغوی به خلکو ته ويل مونږ خو د امتحان (لپاره راغلی ) یو، نو تاسی مه کافر کيږي .
 
هاروت او ماروت دوي فرښتی وي چه خلکو ته يې د سحر خطرناکې پايلی بيانولې .
دهاروت او ماروت په اړه چه کومې قيصی دی چه هغوی د انسان په شان طبعيت وغوښتو الله تعالی دوی ته د انسان په شان طبيعت ورکړ  بلاخره له دوی څخه ګناه وشوه چه بيا د بابل په دروازه کې وځړول شوي .
ابن کثير دا ډول قيصی ردوی او وايي  دا د بنی اسرائل
و خبری دی ځکه ددی قيصی په اړه کوم صحيح حديث نشته او په قرآنکريم کې په مختصر ډول هاروت او ماروت بيان شوی په همدی ايمان لرو او په همدی بيان اقتفا کوو.                                                                                                                             
 
کوډګر اوپالبين ته د ورتګ حکم
کوډګرو کاهينانو،پال بينو اوغيب وينکو ته ورتګ شرعاً حرام دي  ځکه چه داډلې د شيطان پيروان دې نو يوه مسلمان ته کله ښايې چه په خپل لاس د شيطان په دامونو کې ځان ونښلوي .
که په چا کوډی شوي وي هغه د کوډو لري کولو لپاره کوډ ګر ته نشي ورتلای ځکه چه په حرام شي معالجه حرامه ده .
دکوډو تداوي او وقايه په قرآنې آيتونه سره کيږي هر مسلمان ته پکار ده چه دشپې لخوا د بيده کيدو پر مهالقُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ،قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ اوقُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ  سورتونهووايې او په ټول بدن يې دم کړي .
پدی کې دري کټی دي .
۱- د سنتو پيروي ځکه چه د محمدرسول الله همدا عادت ؤ .
۲- په شپه کې د بيده کيدو پر مهال د قرآن کريم تلاوت .
۳- کوډی له منځه وړي او په آينده کې کوډی په سړي باندي کوم اثر نشي کولای .
کوډ ګرو کاهينانوته د ورتګ په اړه نبوي ارشادات :
 «مَن أتَي عَرَّافَاً فَسَألَهُ عَن شَئٍ فَصَدَّقَهُ لمَ تُقبَل لَهُ صَلاةٌ أربَعِينَ يَوماً»[1]

 

څوک چه عرافی (عرافی هغه کس دی چه دغلا شوی مال ځای او غلا ښیی ) ته ورشې او ديوه شی په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړی اوهغه رښتيا وبولې دڅلويښتو ورځو لمونځ يې نه قبليږي .
 
 
 «مَن أتَي كاهِنَاً فَصَدَّقَهَ بمَا يَقُولُ فَقَد كفَر بمَا أنزَلَ عَلَي مُحَمَّدٍ صَلَّي الله عَلَيهِ وَ سَلَّم»[2]

 

 
هر څوک چه فالګير (هغه کس چه دعلم غيب دعوا کوی) ته ورشی اود هغه خبري رښتيا وګڼی داکس په هغه څه کافرشو کوم چه په محمد ص نازل شوي .
               
دتعويذ شرغی حکم اود کوډ ګرو نښي نښانې  :
دا خويو څرګند حقيقت دی چه قرآن کريم سراسر د مؤمنانو لپاره شفاء او رحمت دی جناب رسول الله ص او صحابه کرامو د قرآن کريم په آيتونو خلک دم کړی دی ولې تعويذ په غاړه يا بل اندام ځړول نه په قرآن کې شته اونه هم په احاديثو کې خوځنی علماء پدی نظر دي چه تعويذ هم د دم يو شکل دی .
د ابوالمختار فقه حنفی د فتاوی يوسفيه په حواله ليکې د جناب رسول الله ص ،صحابه کرام ،اوورسته صالحانو خلکوهمدا عمل پاته شوی دی
تعويذ هم ددی يو شکل دی .
فتاوی يوسفيه د تعويذ دجواز لپاره دري شرطونه ضروری بولې :
۱- د يوه جايز اوروا عمل لپاره به وي
۲- دتعويذ الفاظ به واضح وی د کفر او شرک په الفاظو به مشتمل نه وي .
۳- تعويذ به موثر بالذات نه ګڼی .
دكتر عمرسليمان الأشقر هم په خپل کتاب سحر کې همدا شرايط بيان کړی  د الفاظوپه وضاحت کې دا هم ذيات کړی چه بايدپه عربې وي .
البته د تعويذ تاثير يقينی ګڼل غلط دی داهم د نورو تدبيرونو په شان يوعلاج اوتدبير دی چه مفيد کيدل او نه کيدل يې د الله تعالی په اراده پوری اړه لری .
دکوډ ګرو نښی نښانې :
فهدبن سليمان القاضي د سحر اوجادو ګرو علايم داسې بيانوي :
۱- ساحر اوکاهن د مريض  او دمريض د مور دې نوم پوښتنه کوي .
۲- دمريض څخه ځنی نښی نښانې غواړي لکه خولۍ ،ږومنځ او داسې نور .
۳- ديوه حيوان په خاصو صيفاتو زبح کول غواړي او دحيوان د ځنو برخو ګډول له وينی سره .
۴- په بی مفهومه خبرو او نيمګړيو تورو به خبرې کوي .
۵- يوشی به مريض ته ورکوي چه په ځمکه کې يې خښ يا يې د کور په کوم ځای کې پټ کړي .
۶- دخاصو وسايلو په وسيله د مريض له احوالو ځان خبرول .
۷- دفسق علايم ،په نومړي کس کې به د فسق علايم څرګند معلوميږی تقوی به له سره نلري يو فاسق انسان به وي .
                                                                                                                                                                        
                                                                                                                                       
 


 
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 46 times, 1 visits today)