شيطان څنګه د انسان رګونو ته ننوځي

السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!
د لمانځه د صفونو د اودریدو په وخت کی می د دوو کسانو مناظره ولیده چی یوه ورته ویل چی په صفونو کی باید خالی ځای پاتی نه شی ځکه چی هغلته شیطان په صفونو کی ودریږی او په زړونو کی وسوسه اچوی نو په مقابل کی یی دغه بل کس ورته وویل چی شیطان څنګه زړه ته ننوځی او وسوسه اچوی نو ایاد غه د شیطان دخول د وینی د جریان مانع نه ګرځی ؟
اود شیطان جسمی جوړښت څنګه دی ایا هغه هم په فضا کی ځای اشغالوی چی په صف کی ځای نیسی نو په دی اړه لازمی ده چی زه له تاسی د دغه مسائلو واضح حل وغواړم او بیا یی پری هغوی ته قناعت ورکړم

عابد – فراه


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ام مؤمنين صفيه رضی الله عنها څخه روايت چې رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

« إنَّ الشَّيْطَانَ يَجْرِي مِنْ ابْنِ آدَمَ مَجْرَى الدَّم، وَإنِّي خَشِيتُ أنْ يَقذِفَ في قُلُوبِكُمَا شَرا ­ أوْ قَال: شَيْئاً ­ » متفقٌ عليه.

ژباړه : شيطان د انسان د د وينې د رنګونو څخه تيريږي او زه ووېرېدم چې د تاسې په زړونو کې به شر او يا بل څه واچوي .

د علم حديث شارحينو د پورته حديث شريف دری معناوې کړي دي :

۱- شيطان په ظاهره کې د انسان وينې ته داخليږي او الله تعالی ددې قدرت ورکړی دی .

۲- دا يوه تشبه ده چې شيطان انسان ته داسې وسواس ور اچوي چې د هغه نه جلا کيږي لکه څنګه چې وينه د انسان څخه نشي جلا کېدای . څو پورې چې ژوندی وي نو وينه به په بدن کې جريان لري همداسې د وينې د جريان په شان د شيطان وسواس هم جريان لري .

۳- دا چې وينه او د وينې جريان د زړه سره وصل دی ، همداسې وسواس هم زړه ته لاره مومي او د زړه سره وصليږي ، او همداسې د لمانځه په صفونو کې د شيطان داخلېدل .

(عمدة القاري ، شرح مسلم امام نوووي ) .

نو ددې اصلي معنی به الله تعالی څرګنده وي ، والله اعلم

که په ظاهره شيطان د انسان رنګونو ته ننوځي څه د تعجب خبره خو نه ده ؟

ځکه جراثيمو او باکترياوو ته الله تعالی ددې قدرت ورکړی دی چې د انسان د وينې سيستم ته داخل شي ، همداسې يې شيطان ته هم قدرت ورکړی دی .

د جنياتو په اړه نور تفصيل دلته ولولئ

https://dawat610.com/archives/11476

https://dawat610.com/archives/11476

https://dawat610.com/archives/11476

https://dawat610.com/archives/11903

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً