په تهران کې د اهل سنتو د جمعې د لمانځه په اړه

مونږافغانان دلته په تهران کی د یوشمیر ایرانی سنیانوسره په یوه مشخص ځای کی چی هغه هم په رهن باندی نیول شوی کور دی دجمعی لمونځ ادا کوو په داسې حال کی چی د دولت لخواه هم په مکمله توګه اجازه نشته یعنی داچی دا خوف هم وجود لری چی که څوک زمونږڅخه شکایت وکړی کیدای شی حکومت راشی او زمونږ دلمانځه او راجمعه کیدلو مانع شی او س زما سوال دا دی چی دجمعی مبارکی دلمانځه شرطونوته په کتوسره آیا زمونږ لمونځ دلته صحیح کیږی اوکه نه داسی نه چی لمونځ دجمعی موصحیح شوی نه وی اودلماسپښین لمونځ مو هم قضا شوی وی یاده دی وی چی هغه ځای چی لمونځ پکی کوو یو کرایه شوی په رهن باندی کور دی یعنی جامع مسجدنه دی

عمر حماد له تهران څخه


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا حقيقت دی چې د ايران شيعه حکومت په پايتخت تهران او ځېنې نورو ښارونو کې د اهل سنت جامع جوماتونو ته اجازه نه ورکوي حال دا چې په همدې پايتخت کې تر شپږو زياتې کليساوي او د بت پرستو او نورو مشرکينو عبادت خانې شتون لري او هغوی ته رسماً اجازت ورکړ شوی دی .

د جمعې د لمانځه په اقامت کې اصل دا دی چې په ښکاره سره ادا شي ځکه د جمعې لمونځ د اسلام ستره نښه ده ، مګر که ادا کوونکي يې د کوم عذر له کبله د ښکاره ادا کولو توان نلري د سر او مال او فتنې خوف او وېره وي د هغوی لپاره يې ادا کول جايز دي .

كما جاء في ” البحر الرائق ” (2/162) : ” شَرْطُ صِحَّتِهَا : الْأَدَاءُ على سَبِيلِ الِاشْتِهَارِ حتى لو أَنَّ أَمِيرًا أَغْلَقَ أَبْوَابَ الْحِصْنِ وَصَلَّى فيه بِأَهْلِهِ وَعَسْكَرِهِ صَلَاةَ الْجُمُعَةِ لَا تَجُوزُ … فَإِنْ فَتَحَ بَابَ قَصْرِهِ وَأَذِنَ لِلنَّاسِ بِالدُّخُولِ جَازَ وَيُكْرَهُ ؛ لِأَنَّهُ لم يَقْضِ حَقَّ الْمَسْجِدِ الْجَامِعِ ، وَعَلَّلُوا الْأَوَّلَ بِأَنَّهَا من شَعَائِرِ الْإِسْلَامِ وَخَصَائِصِ الدِّينِ , فَيَجِبُ إقَامَتُهَا على سَبِيلِ الِاشْتِهَارِ ” انتهى .

د اسلام سوال جواب څخه هم په دې اړه پوښتنه شوې چې :

مونږ په داسې ښار کې اوسيږو چې هلته د اهل سنت جوماتونه نشته ، او مونږ د جُمعې لمونځ په کور کې په جماعت سره ادا کوو آیا دا صحيح دی ، که ځواب هو وي نو په علني او که په پټه ؟

په ځواب کې ليکي :

وفي حال عدم وجود مساجد لأهل السنة في بلدتكم فحينئذ ينظر :
فإن كانت المساجد الموجودة لأهل بدع وأهواء قد بلغت بهم بدعتهم حد الكفر والمروق من الدين , فلا شك في عدم جواز الصلاة خلفهم .
وأما إن كانت بدعتهم لم تخرجهم عن الإسلام ، فيجوز الصلاة خلفهم إذا لم يوجد غيرهم من أهل السنة والحق .

په هغه صورت چې ستاسې په ښار کې د اهل سنت جومات نه وي نو تاسې دې نظر وکړئ چې :

کچېرې دا جوماتونه د داسې اهل بدعت او اهل هوا وي چې بدعت يې د کفر حد ته رسيدلی وي ( لکه : الغیاذ بالله صحابه کرام مرتد ګڼل ، په بې بې عايشه پسې بهتان او نور ) نو په هغوی پسې د شک پرته لمونځ نه کيږي .

او که يې بدعت د کفر سرحد نه وي رسيدلی په هغوی پسې لمونځ کيږي کچېرې اهل سنت او اهل حق نه وي .

قال الإمام الطحاوي رحمه الله في عقيدته : ” ونرى الصلاة خلف كل بر وفاجر من أهل القبلة وعلى من مات منهم ” انتهى

او که د هغوی بدعت د کفر سرحد ته رسيدلی وي يا په بدعت د اخته کېدو او فتنې ويره وي نو اهل سنت ته جايزه چې په پټه سره په کوم اجازه شوې کور او ځای کې د جمعې لمونځ وکړي .

ځکه دوی چې د اهل سنت جوماتونو ته اجازه نه ورکوي هدف يې د اهل الحق مخ نيوی او د خپل بدعت انشتار دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً