حيا او شرم د بدو کارونو پر وړاندې کلک ديوال

له ابى مسعود عقبه بن عمرو انصارى بدرى رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ مِمَّا أَدْرَكَ النَّاسُ مِنْ كَلاَمِ النُّبُوَّةِ الأُولَى: إِذَا لَمْ تَسْتَحِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ»([1]).

بيشکه هغه څه چې خلکو د پخوانيو پيغمبرانو څخه موندلي : هر کله چې شرم او حيا ونه لرې څه دې چې غوښتل هغه وکړه .

تشريح :

قول د « مِنْ كَلاَمِ النُّبُوَّةِ الأُولَى » يعنې دا چې ټول انبياء ورباندې متفق دي .

قول د « فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ » صيغه د امر ده چې د تهديد او وعيد لپاره ده نه د امر لپاره ، يعنې دا کلمه د اباحت لپاره نه بلکي د تهديد لپاره ده چې که په چا کې حيا نه وي څه چې غواړې هغه دې وکړي «وأعملوا ما شئتم » ، ځکه چې حيا له ايمان څخه ده او حيا د ايمان برخه ده «الحياء من الايمان» .

او حيا د بدو او فاحشو کارونو مخنيوی کوي او سړی د خير طرف ته بيايي .

لکه څنګه چې ايمان سړي نيکو کارونو ته جلبوي او له بدو کارونو څخه يې منع کوي همداسې حياء هم ده ځکه د ايمان يوه برخه ده .

[1]– رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ.

اربعين النوويه / امام نووی رحمه الله – مع شرح ابن سابق رحمه الله

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً