علي رضی الله عنه ته ولی «کرم الله وجهه» ويل کيږي؟

محترمو علماؤ  صاحبانو، له ديني خدمتونو نه مو زياته شكريه كوم سوْال دادى جه د علي رض سره ولى كرم الله وجه وايي أيا دا امتياز هغه ته نبي عليه السلام وركرى او كه وروستيو علماؤ ، زيات احترام

عبيدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

فقه حنفي ابوالمختار د فتاوی يوسفيه ج ۱ ص ۱۱۰ په حواله ليکي :

خوارجو به د حضرت علی رضی الله عنه د نامه سره ډير بد الفاظ استعمالول ددې وجې اهل سنتو د دوی په مقابل کې دغه دعائيه الفاظ ويل شروع کړل چې : کرم الله وجهه ، يعنې : الله د ده مبارک مخ روښانه کړي (فقه حنفي ابوالختار ص ۱۷۴ ) .

ابن کثير رحمه الله پخپل تفسير (۶/۴۷۸) کې ليکلي :

دا عبارت په ډيرو کتابونو کې تر سترګو کيږي چې د نورو صحابه کرامو پرته علي رضی الله عنه لپاره “عليه السلام” او يا “كرم الله وجهه” وايي ، که څه ددې په معنې کې مشکل نشته خو ښايي چې د ټول صحابه کرامو لپاره مساوي وي ، که د افضليت له مخې وي نو ابوبکر ، عمر او عثمان رضی الله عنهم اجمعين ددې لپاره تر هغه اولی دي (تفسير ابن کثير ۶ /۴۷۸ ) .

اللجنة الدائمة بيا ليکي :

د حضرت علی رضی الله عنه ځانګړتيا په دغه دعا (کرم الله وجهه ) سره د رافضيانو څخه ده ، په اهل سنت واجب ده چې د هغوی مشابهت ونه کړي ، او د نورو صحابه کرامو پرته يوازې علي رضی الله عنه په دې دعا سره خاص نکړي .

مګر ددې دعا ويل د ټولو صحابه کرامو لپاره څه باک نلري ، مګر دا دعا د مأثور دعا څخه نه ده او د مسلمانانو په مينځ کې رضی الله عنهم جاري ده ځکه چې الله تعالی همدا کلمات ورته استعمال کړي دي :[وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنْ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ] التوبة/100.
وبالله التوفيق ، وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم” انتهى .
“فتاوى اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء” (26/43) .

راحج قول همدا څرګنديږي چې د علي رضی الله عنه لپاره هم د کرم الله وجهه په ځای رضی الله عنه وويل شي ځکه دا دعا د قرآن موافق ده د ټول صحابه کرامو لپاره ويل شوې ده او دوی په همدې صفت موصوف شوی دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً