د مني ، مذی او ودی ترمينځ څه فرق دی؟

داسلامی ان لاین قدرمنو مسولینو دزړه له مینی سلامونه ومنی پس دسلامه زما یوه پوښتنه ده خدای دی وکړی چی راته جواب یی کړی
پوښتنه می دادی کچیری دشوق له وجی یو سړی دذکر تناسلی الۍ څخه دشوق اوبه اوځی په کمه اندازه باندی ایا پدی سړی غسل فرض کیږی او کنه که راته جوای یی کړی دستاسو به ډیره مننه وی دستاسو ورور جهادمیر (سجاد)
وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
مني :
هغه سپينی سرښناکې غليظی اوبه دی  چه په خوند سره په توپ  او تيز سرعت سره وځی  له وتلو ورسته  د ستړتيا احساس کيږي او شهوت له منځه ځی .
د مني په وتلو سره که د بيداری په حال کې وي او که د خوب غسل فرض کيږي .
مذی :
هغه سپينی سرښناکی صافی رقيقی يا بی رنګه صافی رقيقی  اوبه دی چې د شهوانی خيال  په وخت کې خارجيږي يا د شهواني شوق په وخت کې وڅي .
ودي :
هغه سپينی سرښناکی صافی رقيقی اوبه دی چه د متيازو مخکې يا ورسته يا د کوم درانه کار يا درانه شی پورته کولو په وخت کې  له شرمګاه څخه وځی  يا که په بل رنګ وی  زيړ  يا بل ډول  چې دکوم مرض له وجی وځی
د مذی او ودی په وتلو سره غسل نه فرض کيږي بلکي اودس ماتوي ( فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ باب طهارت )
لايفرض الغسل عند مذی او ودی بل الوضوء ومن البول جميعاً علی الظاهر (الدرالمختار علی هامش ج۱ ص ۱۵۳ ظفير ) .

آنلاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email